له يوې سوړې بار بار چيچل شوی حکومت / خوشحال آصفي

0 2,154

له يوې سوړې بار بار چيچل شوی حکومت

ترهګر د امنيتي ځواکونو تر پوستکي لاندې

له سردار محمد داود خان پر روغتون له بريد وروسته تيره جمعې ورځ شاوخوا یوه نیمه بجه لسو وسله ‌والو طالبانو د افغان پوځ د دوو رنجر موټرو په واسطه د بلخ ولایت د ده دادي په ولسوالۍ کې د افغان پوځ د شاهین قول اردو په قوماندانۍ برید وکړ. بريد پر داسې مهال وشو چې افغان امنيتي ځواکونه د جمعې لمانځه ادا کولو لپاره مسجد کې راغونډ شوي و. د راپورونو له مخې په دغه بريد کې له ۱۴۰ تر ۲۰۰ تنه زلمي سرتېري شهیدان شوي او ۶۶ نور ژوبل شوي دي. ډيری کسان د قول اردو په جومات کې شهیدان شوي دي. وسله‌والو طالبانو د دغه برید مسولیت منلی او ادعا یې کړې، چې په دغه برید کې یې د افغان پوځ ۵۰۰ منسوبینو ته مرګ‌ ژوبله اړولې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغان ولس او هيواد دښمنان د افغان امنيتي ځواکونو له يونيفورم، البسې او موټرو څخه په استفادې دا ډول وحشيانه بريد کوي بلکې له دې وړاندې هم څو څو ځلي ورته پيښې ترسره شوي دي. د تير کال په لومړۍ مياشت کې د کابل ښار په لسمه امنيتي حوزه بريد، بيا د سرطان په مياشت کې د کابل ښار د پغمان ولسوالۍ په چهلتن سيمه کې د پوليسو له اکاډمۍ څخه په تازه فارغ شويو پوليسو خونړی بريد، يوه مياشت وړاندې پر سردار محمد خان روغتون خونړی بريد او اوس په تازه کې په بلخ ولايت کې د افغان پوځ د شاهین قول اردو په قوماندانۍ برید؛ هغه موارد دي چې ثابتوي د ملي يووالي حکومت له يوې سوړې څو ځلي خوړل کيږي. په دې معنا چې د يادو بريدونو د ترسره کيدو بڼه ورته ده، په هر ځل دا ډول خونړي بريد کې وسله والو مخالفينو د افغان امنيتي ځواکونو له يونيفورم او موټرو څخه استفاده کړې ده.

پښتو کې يو متل دی چې وايې «هوښياران له يوې سوړې يو ځل خوړل کيږي» يا بل متل چې وايې « هوښياران وايې که يو ځل دې دوکه کړم؛ تا دې خدای ووهي، که بيا دې دوکه کړم هم تا دې خدای ووهي او که دريم ځل دې بيا هم دوکه کړم نو ما دې خدای ووهي» دلته اوس زمونږ د ملي يووالي حکومت له يوې سوړې بار بار خوړل شوی خو له بده مرغه هوښيار شوی نه دی. د ملي يووالي حکومت په ځلونو ځلونو د هيواد او ولس دښمن دوکه کړی دی خو دا حکومت له خوبه بيدار شوی نه دی. په وروستيو کې د لويو خونړيو بريدونو د ترسره کيدو بڼه يو ډول ده او په ډيری بريدونو کې وسله والو مخالفينو د افغان پوځ له يونيفورم او امکاناتو ګټه اخيستې ده. دلته اوس پوښتنه پيدا کيږي چې حکومت ولې له يوې سوړې بار بار چيچل کيږي او ولې حکومت له دا ډول خونړيو بريدونو درس نه اخلي او د نورو احتمالي بريدونو مخنيوی ولې نه شي ترسره کولی؟

دا حقيقت دی چې افغان ولس او حکومت له يو ډېر شرميدلي، پست او رذيل دښمن سره لاس او ګريوان دی چې هيڅ قانون او مذهب ته پابند نه دی، زمونږ د ولس او خاورې دښمن له هر تاکتيکه کار اخلي څو په ولس کې مو وحشت خپور کړي، په وروستي بريد سره د هيواد دښمنانو يو ځل بيا وښودله چې دوی نه مذهب پيژني، نه مسلماني پيژني، نه د اسلام له قوانينو خبر دي، نه د دوی د جهاد دعوه برحقه ده او نه دوی کوم مذهب ته تابعدار دي، يواځې او يواځې د خپل بادار د امر تابع دي، دوی ته چې خپل پنجابی، روسی او ايرانی بادارد هر څه وايې هماغه ترسره کوي. دوی چې په جمعې مبارکه ورځ، د خدای په کور مسجد شريف کې په جماعت ولاړو مسلمانانو بريد کوي او په مسجد کې ايښی قرآن او جای نمازونه د مسلمانانو په وينو لړي نو له همدې ځايه د دوی د جهاد په باطلې داعيې د بطلان خط راکښل کيږي. د هيواد او ابادۍ دښمن مو حتی د قرآن او مسجد پابند نه دی او ترې د وژنې د وسيلې په توګه کار اخلي خو ګيله له حکومتي مشرانو کيږي چې دوی ولې خپله د ضعف نقطه نشي له منځه وړلی؟

که خبره له هر لوري وڅېړل شي بيا هم ځواب همدا دی چې حکومت بې کفايته دی، حکومتي څوکۍ د وړتيا پر اساس نه بلکې د اړيکو له مخې ويشل شوي دي، حکومتي مشران په خپلو منځو کې په ناندريو بوخت دي، په حکومتي دستګاه کې نفوذي کسان شتون لري او … نور.

په خدای ډير د شرم ځای دی چې حکومت مو بار بار له يوې سوړې چيچل کيږي او دوی يې د څيړلو لپاره کميسيون ټاکي خو تر اوسه پورې هيڅ کميسيون دغه ډول پيښو ته د مخنيوي لار نشي پيدا کولی. حکومت بايد نور ځان راويښ کړي او له حکومتي لمنې د بې کفايتۍ تور داغ ليرې کړي. تش په کميسيون جوړولو او بيا د ولس ذهنيت بدلولو په خاطر پړه په نورو اچولو د ستونزې حل نشي کيدلی. دا ځل دې حکومت د خپل ضعف نقطې له منځه يوسي او نور دې په امنيتي ليکو کې د ولس د بچيانو له قربانۍ مخنيوی وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply