د ماشومانو له پاره کیسه – ښکلی خوب

0 3,745

يو وخت يو کوچنى هلک و چې هيڅ ملګري يې نه درلودل. ټولو ماشومانو به په ده پورې ملنډې وهلې، ځکه چې د ده غوږونه لوی او غټ وو.

کوچنى هلک به تل د نورو ماشومانو په خبرو او ملنډو خپه کېده، تل به يې له ځان سره ويل: په دې کې زما ګناه څه ده چې زه دومره لوی غوږونه لرم، دا خو ما په خپله ځان ته نه دي جوړ کړي، نو دا هلکان ما ولې ځوروي؟

کوچني هلک به ډېر وخت په دې اړه له ځان سره فکر کاوه. يو ځل خو يې له خپلې مور څخه پوښتنه کړې وه،

چې داسې کوم ډاکټر نشته، چې زما غوږونه راته کوچني کړي؟

مور يې ورته په غصه شوې وه او ورته ويلې يې وو، چې بيا به هيڅکله داسې ګډ وډ نه ږغېږې. نو له هغه ورځې وروسته وړوکي هلک له هيچا سره د خپلو غوږونو په اړه خبرې نه کولې، خو د ده ستونزه په نه ويلو نه حل کېده.

يوه ورځ وړوکی هلک په کور کې يوازې و. ده د يو داسې هېواد د کتاب په لوستلو پيل وکړ، چې د خلکو غوږونه د ده د غوږونو په شان لوی لوی وو. په همدې شپه ده خوب وليد چې دی په هغه هېواد کې دی، چې د خلکو غوږونه يې غټ غټ دي او څومره چې د چا غوږونه لوی وي، هومره د خلکو په منځ کې د ناز او قدر وړ وي.

دا چې د ده غوږونه تر ټولو لوی وو، نو د دې هېواد خلکو دی خپل پاچا وټاکه. بل سهار چې کوچنى هلک له خوبه راويښ شو، په خپلو غوږونو يې ﻻس راتېر کړ او په زړه کې ډېر خوښ و. تر هغه وروسته به چې هر چا د ده په غوږونو ملنډې وهلې دی به هيڅ نه خپه کېده. کله چې نورو ماشومانو وليدل چې دی د پخوا په څېر نه خپه کېږي، دوی هم ورو ورو پر ده له ملنډو وهلو څخه ستړي شول او نور يې نه ځوراوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply