د کوچنیانو له بې خوبۍ سره د مبارزې رازونه

0 2,904

ژباړه: نصیر احمد «نظري»

خوب د غذا او ښه خوراک په شان د کوچنیانو د ودې او نمو لپاره مهم عامل دی؛ ښه او کافي اندازه خوب د دوی پر وده زیاته اغیزه لري او بد خوابي یا نا کافي خوب د دوی د ودې په بهیر ناوړه اغیزه کولی شي؛ دغه راز د دوی د مور او پلار د خواشينۍ او اندېښنې سبب کیږي.

د کوچنیانو د خوب ځانګړتیاوې

د کوچنیانو د خوب بېلا بېلو ساعتونو ته په کتنې سره، له زېږدنې څخه تر دریو میاشتو پورې، ماشومان په څلورويشتو ساعتونو کې له ۱۶ څخه تر ۱۷ ساعتونو پورې خوب ته اړتیا لري؛ دغه کچه تر شپږو میاشتو پورې په یوه شپه کې تر اوو ساعتونو پورې رسیږي؛ له شپږو تر نهو میاشتو پورې، ماشومان ټوله شپه بیده کیږي. له نهو څخه تر ۱۲ کلنو پورې، هلکان معمولاً په شپه کې اووه ساعته خوب او په ورځ کې دوه ساعته استراحت کوي.

خو ځینې داسې چاپېریالي او ذاتي لاملونه  شته، چې په ماشومانو کې د خوب نظم ګډوډوي او له منځه یې وړي.

بد خوبي ولې رامنځته کیږي؟

که له کلنج (کولیک) څخه تېر شو، چې په ماشومانو کې د درد او ناکرارۍ یو مهم عامل دی او په پایله کې یې ماشومان نا آرامه او نه ویده کیږي، په هغو ماشومانو کې، چې تر څلورو میاشتو پورته دي او په غیږه کې تر نیول کېدو وروسته زر آرامه کیږي، بدخوبي یو ډول امتیاز دی، چې له خپلو والدینو څخه یې اخلي.

د هغو خوړو خوړل، چې لوړه کچه انرژي (کالوري) (خوږه) ولري، په ماشومانو کې د بې خوبۍ سبب کیږي.

په ماشومانو کې د بې خوبۍ یو بل لامل د هغوی ډارول دي، ترڅو له والدینو څخه ځان ته ویده شي؛ دا حالت د ماشومانو د   نا آرام خوب سبب کیږي.

دغه راز ځینې نورې جسمي ناروغۍ لکه تیروییدي ناروغۍ، هم د ماشومانو د خوب د ګډوډۍ سبب کیږي.

د ناوړه او ډار اچوونکو خوبونو لیدل هم د بد خوابۍ سبب کیږي. هلکان له درۍ تر شپږکلنۍ پورې، په داسې وېره  اخته کیږي، چې د خوب ستونزې ورسره ملې وې اومعمولاً په سختۍ سره ویده کیږي.

له هغو ماشومانو سره، چې بد خوبي ولري، څه ډول چلند په کار دي؟

په ماشومانو کې د ویده کېدو او ويښېدو نظم ځینې وخت د بېلا بېلو لاملونو له امله ګډ وډ یږي، چې په دې صورت کې، ماشوم بد خويه کیږي او تل نارامه وي؛ ددې لپاره چې دارنګه ستونزې حل کړئ او ماشومان مو ارامه وي، نو:

۱) هڅه مه کوئ، د ورځې  یې هر ساعت ویده کولو ته مجبوره کړئ؛

۲) هڅه وکړئ، چې د ورځې ماشوم په ساعتیرۍ ښه ستړی کړئ؛

۳) تر شپې پورې صبر وکړئ، تر څو په یوه مناسب وخت کې یې تر خوړو وروسته ویده کړئ؛

۴) په خپل تخت یې څملوئ او چراغ ورته مړ کړئ؛

۵) اوس ورته یوه کیسه وکړئ؛ ددې لپاره چې د ماشوم ټول پام راجلب کړئ، ښه به وي یو تخیلي نقل ورته جوړ کړئ؛

۶) په دلاسه کولو او نازولو کې یې بې پروایي مه کوئ او پام مو وي، چې د شوخۍ له کبله یې تهدید نه کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply