دعبدالغفور فيروز پر شهادت د کندهار والي د خواشينۍ پيغام

0 1,371

دعبدالغفور فيروز پر شهادت د کندهار والي د خواشينۍ پيغام
کندهار، افغانستان- په ډېر غم او خواشينۍ سره خبر سوم چي د هېواد او ملت دښمنانو يو ځل بيا د غيراسلامي او غيرانساني عمل په ترسره کولو سره نن دعلم او پوهي هغه ډېوه مړه کړه چي دخپلي پوهي او استعداد له پلوه د دې خاورې لپاره لويه سرمايه وه .
انالله وانا اليه راجعون
نن سهار اته بجې د کندهارښار دنهمي امنيتي حوزې اړوند دنجيب نمبرو په سيمه کي دولايت مقام دمطبوعاتي دفتر يو با استعداده او پر وطن مين شخص عبدالغفور فيروز دقسم خوړلي دښمن په ناځوان مردانه بريد کي په شهادت ورسيد .
عبدالففور فيروز دتېرو يو کال په ديخوا دکندهار ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر کي دمطبوعاتي سلاکار په توګه خپله سپېڅلي دنده اجراکوله،هغه يو ډېر تکړه ديني عالم، ليکوال او ژباړن وو چي ډېر کتابونه يې ژباړلي دي او د ټولني داصلاح او سمون په برخه کي ډېري ليکني کړي دي.
د وطن د دښمنانو دا اعمال چي په تېرو ١٦٦ کلونو کي يې د افغانانو ويني وزبېښلې، نور دې ملت ته د زغملو نه دي. دوى هم اسلام بدنام کړ او هم يې انسانيت وشرماوه. د دوى دغه ډول اعمال چي هره ورځ افغانان او د افغانانو مشران شهيدانوي، نه په دين کي ځاى لري، نه په انسانيت کي. دوى نه يوازي له افغان دولت سره دښمني رااخيستې، بلکي د ټول ملت په مقابل کي ولاړ دي او دا دى هره ورځ وينو چي بېګناه افغانان شهيدانوي او له منځه يې وړي. دوى پخپلو دې اعمالو ملت ته خپل حيوانيت او بربريت ښيي.
د اسلام او دين دښمنان تل هڅه کوي چي د خوار او غريب ولس په منځ کي له وحشت، دهشت، افراطيت، کرکې او نفرت څخه ډک بريدونه او ناروا کړنې ترسره کړي دي. دوى هيڅکله نه غواړي په افغانستان کي سوله او امنيت راسي. دوی پخپل دې وحشيانه عمل ولس ته وښووله چي نه د انسانيت او نه د اسلام درناوی لري.
کندهار ولايت مقام شهيد ته د فردوس جنت او کورنيو ته يې د تسليت مراتب وړاندي کوي او دوستانو ته يې د الله تعالی له درباره د زغم غوښتنه لري.

په درنښت
دکندهار ولايت والي
ډاکتر محمد همايون عزيزي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply