د تفرقې اچولو نه کرکه پکار ده/ شاه محمود میاخیل

0 1,277

د تفرقې اچولو نه کرکه پکار ده

په غیر مستقیمه توګه زمونږ مشران او هم مونږ ټول د تعصب، تفرقي او نفرت په خپرولو کې لاس لرو اما نه پری پوهیږو.د بیلګي په توګه مونږ ټول ټولنه په ځوان او زوړ، ښځي او نر، تعلیمیافته او بی تعلیمه، په وطن کې میشت او یا بهراوسیدونکو، ښاري او اطرافي، مذهبي او سکولر، پښتون او تاجک، شمال او جنوب، جهادي او غیر جهادي، غربي او شرقي، غریب او سرمایه داره او داسي نورو ډولونو باندې ویشو اویو بل نفی کوو.

مونږ باید د دی خبرې تبلیغ وکړوچې هر څوک په ټولنه کې خاص ځای لري، خاص رول لوبولی شي او د یو بل متمم واقع کیدې شي. هیڅوک د یوبل ځای نشي نیولي او ټول د یو افغانستان اوسیدونکي یو. په هرځای کې چې افغانان اوسیږي او په هر موقف کې چې کار کوي، د ټولو موجودیت او حمایت د ملت په ګټه دي. د زنځیر د کړیو په شان باید زمونږ ځوان او نوی نسل د زوړ او با تجربه کارو مشرانو سره رابطه ولري ترڅو یو نسل د بل نسل حامي او حمایت ګر وي.

که څوک د وطن پرضد کار او یا جرم کوي، هغه جلا خبره ده او مجرم چې هرڅوک وي او د هرې طبقې نه وي، هغه مجرم دی. نو په دی اساس زمونږه چیزه فهمه او پوه اشخاص او هم مشران باید په خپلو لیکنو او ویناګانو کې د ډیر دقت نه کار واخلي چې ملت د وحدت او یووالي خواته سوق کړي نه د تفرقه او تاوتریخوالي خواته.
ښه مشران هغه دي چې د ولس په منځ کې تفرقه، نفرت او تعصب له منځه یوسي نه دا چې دوی پخپله تعصب، نفرت او تفرقی اور لپاره لمن ووهي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply