پاکستان: کراچۍ کې په ۲۵ روپيو يو افغان کوچنی وژل شوی

0 943

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی دی، چې د کراچۍ ښار په کريم اباد سیمه کې يو افغان کوچنی د ۲۵ روپيو پر سر شخړه کې وژل شوی دی.

د کراچي د پوليسو يوه چارواکي رسنيو ته ويلي دي، چې دغه افغان ماشوم ۱۵ کاله عمر درلود او د يوه اپارتمان د زينو له پاکولو وروسته يې د اپارتمان له خاوند سره د ۲۵ روپيو پر سر شخړه راغله، چې د اپارتمان خاوند اياز ملک پرې ډزې وکړې او ويې واژه. وژونکی له پېښې وروسته له سيمې تښتېدلی دی.

د عزيز اباد سيمې د پوليسو مشر جمال لغاري وايي، چې دغه افغان کوچنی نور اغا نومېده چې له خپل ورور عمر او نورو ځوانانو سره سيمه کې د مزدورۍ له پاره مېشت و.

دغه پوليس افسر وايي، چې هلک د اپارتمان له مالک سره د ۲۵ روپيو بدل کې د زينو پاکولو خبره کړې وه، خو وروسته د اپارتمان مالک اياز ملک پر هغه تمانچه راوويسته او له وژلو وروسته يې له سيمې وتښتېد.

د ډان نيوز له راپور سره سم وژل شوی ماشوم له پېښې وروسته عباسي شهيد روغتون ته لېږدول شوی و، خو ډاکټرانو وويل، چې نوموړي وار له مخه ساه ورکړې ده.

پوليس وايي د نوراغا د وژونکي د نيولو له پاره لاس په کار شوي دي.

د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په ګاونډي هېواد پاکستان کې ورته پېښې رامنځته شوې دي او ځينې وختونه د پېښو عاملين هم خپله پوليس وي.

خلاند ویبباڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply