افغانستان به څنګه جوړشي؟/ اکبري

0 1,313

د تاریخ د اوږده بهیر او د پیړیو،پیړیوپه بیلا، بیلو پیړیو کې زموږ ګران او لرغونۍ هیواد اریانا، خراسان او معاصر افغانستان د خونړیو بلوسو، وحشیانه یرغلونواو تاړاکونو سره مخامخ شوی اود دي خاورې تاریخ اوجغرافیه په سرو وینوخړوب شوي ده. دعروس البلاد،ام البلاد، اشرف البلاد اوفرهنګ البلاد ښارونه دبرمیال لرغوني مدنیت اثاراوبې سارې فرهنګي پنځونې د چپاولګرو او یرغلګرو په تورولښکرو وران ویجاړشوي اولوټ شوي دي اودخپل شتون په اوږده واټن اوتاریخي پړاوونو کې یې بشپړامن اوسوکالي نه ده په برخه شوي ان چې زبون اونامرده بشریت ضد دوښمن پخپله استعماري خونړۍ توره دافغان بدن دوه ټوټې کړاوترټولوناولوګرګسانواوټپوسانودبویینومنګولوپه واک کې یې ورکړ.

د افغان باتور ولس پرضد دسره اوتورښکیلاک ډول. ډول توطیې،جګړې اورذیلانه پوځي ستراتیژیک پلانونه دهیچا له سترګوپټ نه دې اودخپلو استعماري اوځان برغوښتونکو موخو لپاره په بیلابیلوپوزیشنونواودریځونوکې په بربنډه سپین سترګی دریدلي اوپه ټس کې یې افغان ولس له څیرمې قرباني شوی اودځمکې په کره کې دمزمنې جګړې ،ویراوناتارپه سمبول اوهدیروپه ډګر بدل شوی دی.

تر ټولودردوونکي اوبدمرغه داچې د دغه هیواد سره وروڼه ولسونه اوافغان زامن د دوښمن په لاسونوکې ښکیل اولویدلي اودپردیوپه لاسونو بل شوي اور کې یوافغان د بل افغان ورور،خور،مور،پلاراوشریک زوزاد ویني تویوي د دوښمن په نغوته اوشوم پلان یې د خپلې مور او خپلې خوربې عزتی اوبې پتی ته ملاتړلي هره خوا دمرګ اوجنازوساندې پورته اوسوي،سوي چیغي اوریدل کیږي.دریغه، دریغه!! هغه ولس چې دتاریخ په اوږدوکې لکه یو سوک اویوموټۍ دپردیواجانبوپه وړاندې جنګیدلی خونـن پخپلو کې سره غوښه اوچاړه دي.

تاسو څه فکر کوی کله چې لیوني بوش دنړۍ دزیاتروځواکمنوکابو۴۸هیوادونومدرنې،هوایې،ځمکني اوزغره والې لښکرې د طالبانو دواکمنی په مهال په افغانستان راشیوه او وبلوسلې دهیواد په ګوټ،ګوټ کې زغره وال جنګي ماشین د دې خاورې دبچوپه عام وژنه وغړمبیده د ټولوانساني اوبشري حقوقواوموازینو پرخلاف دحرفوي جلادانوپه لاسونوپه زرګونو، زرګونوافغان انسان او مسلمان دیوه معلوم الحاله عرب اسامه بن لادن په پلمه ډلې،ډلې ووژل شول،ژوندي ترخاورواوټانکونودځنځیرونولاندې شول اودافغان ولس څخه د کربلا خونړۍ غمیزه اوپیښه هیره اوپه پایله کې اسامه بن لادن دپاکستان دتورپنجاب په عصري اودنګوماڼیو کې آرام اوهوسا خوبونه کول اوپه پوره باورسره چې سپیني ماڼۍ ته د ډبل بوش دپلارنازولي دوست اومولتي میلیاردراسامه بن لادن د استوګنې ځای ځایګۍ ښه مالوم او جوت وخو لیوني بوش اواستعماري بلوسګرودخپل جنګي ماشین دانسان وژنې د ډرامې اوجګړه ییز ستاژازمایښت ښه په کبراوشیطا نت ترسره کړ.

د لیوني اواحمق الذي بوش دمشرتابه په پای کې توراوباما دسپیني ماڼۍ په ګدۍ کیناست اودبوش د نظامي دوکتورینوپه پله یې لالښکرې زیاتی اود ده په لس کلنه دوره کې دامریکا په حربي تاریخ کې افغان جګړي دتر ټولواوږدې جګړې نوم وګاټه.توراوباما هم د القاعده،القاعده ، اسامه اواسامه په پلمودلوی نـنګرهار په توره بوره اودهیواد په ګوټ کې دبې ګناه اوبې وزلوافغانانو ویني وبهولې او ان دانګلستان ځوان پیلوټ شهزاده دهلمند په پراخودښتودښتو کې دالوتکې دبمې بمباریوتمرین د کیوناري اومکناټن دغچ په کینه دافغانوپه وژنه ترسره شو.دبشریت په تاریخ کې تر ټولوستره اوپراخ اړخیزه خونړۍ جګړه چې دځمکې دکرې له شپږو لویو وچو اوبراعظمونو سخت زړي بې موره اوبې پلاره حراموني بړیڅي په کې شامل ول دافغانستان اوسنی جګړه ده.دادسپین غراوتورغر په څیر کلک ولس زغم اوپولادي سټې دي چې د دومره بېساري سترچپاولګر ځواک په وړاندې پوپنا نه شول اوکه داجګړه ییزفشاراویرغل په کوم یو بل هیواد راغلی وای اوس به یې دځمکې په کره کې نوم اونښان ورک و.

توراوبا دیوې سپږې لپاره ګرده پوستین ته اور واچاوه خودغو احمقولیډرانوداسامه بن لادن په نامه دافغانستان تاریخ اوجغرافیه دهغه د اوسیدونکوپه وینوخړوب کړه .هغه دبوش د کورنۍ دتیلوپه سوداګرۍ کې شریک میلیاردراسامه بن لادن دتورپنجاب دبې ضمیره نظامیانوسره دافغان وژنې نـنداره کوله.چې په پای کې دتورپنجاب څارګرودمیلیاردونوډالرواو اف ۱۶ په لاست راوړلودخپل عربي دوست اونړیوال ترهګرپرسردتور اوباماسره نامردانه معامله وکړه اوپه هوایې نښته کې داسامه،اسامه سریال ته دپای ټکی کیښودل شو.

لیونی بوش اوتوراوباما دالقاعده دمو سس اولیډراسامه بن لادن په اړه پاکستاني نظامیګرانو ته دخپل زعامت په دور کې هیڅکله ګوت څنډنه نه ده کړي اودپاکستان په تړاوتل د پاکستان دپلارانګلیس پرشیطاني ستراتیژی ګام پورته کوي .اوداوباما دواکمنۍ په وروستیوکې یې دسپیني ماڼۍ پرځای دکریملین ماڼۍ غوره او اسلام اباد که شیطان آباد په پلازمېنه کې دروسي څارګرو جنرالانواو کې،جې، بې د متخصصوجاسوسانو، تود هرکلۍ ترسره کیږي اوپه دې چټله لوبه کې یې طالبان په افغانستان کې د پوځي پوتانسیل په توګه شامل اوتاریخي بدنامه اورسوا کړل اودادی جګړه دسپیني ماڼۍ مست میلیاردرډونالد ټرامپ واکمنی پړاوته نـنوته .دهغه د ټولټاکنواو د ټولټاکنو په پړاو کې افغانان خوشاله ول چې ګني ټرومپ دترهګرواصلي ځالې اوروزنځایونه چې په پاکستان کې دي ښه پیژندلي او په نښه کړي دي خوهغه دشمالي کوریا،روس،چین اوایران دتنبیه اوویرولوپه موخه دخپلې موربم دافغانستان په دنـنه کې ګوزارکړ چې بې له ځنډه یې داعشیانو او طالبانو دسردارمحمد داودخان په پوځي روغتون اودبلخ ولایت په پوځي قول اردودخپل خونړي اووحشیانه ناتارپه ترسره کولوغچ واخیست اوافغان ولس یې دوه ځلې دویر په ټغر کیناوه .ایا په اچین کې دترمپ دموربم په اچولوسره داعشیان ورک اویا وځپل شول زما په اند سپیني ماڼۍ دپاکستان پوځیانوته دسپیناوي کریدت ورکړچې ګني درهګروځالې په افغانستان کې دي.

د دوست په جامه کې امریکا اونور نړیوال هیوادونه که په رښتیا په افغانستان کې د سم سمکې اود جګړې د پایته رسیدلوغوښتونکي وي دانګریزله پالیسۍ دې ډ ډه وکړي اوپه زغرده دې پاکستان دترهګروپه تور لیست کې شامل اوپه دغه شیطانستان کې دی د بیلابیلو ترورستانو،ترهګرواو دتورپنجاب دتورولیونیو سپیواو ځان وژونکودروزلومرکزونه د مور او پلارپه بمونو ونړوي اودپاکستان له ځپلو پرته چې افغانستان ،امریکاته په دویم ویتنام دافغانانودوینو په بهولو جوړول غواړي داوسني بحران دحل بدیل نه شته .داجوته ده چې دامریکا او ناتو په مشرتابه د۴۸ هیوادونو۱۵۰۰۰۰یولک پنځوس زره ځواکونو،ترورستان اوترهګرورک نه بلکې لایې پراخ او ډیر کړل ځکه ایران ،پاکستان اوروسان په ګډه ستراتیژی او جګړه ییز پلان په افغانستان کې دجګړې شدت اوحدت اودهغه په پایله کې دامرکا اوناتوپه ګونډو کول غواړي .زه په زغرده او جسارت وایم چې د ابرځواکونوپه مستیواونیشوکې بې فکره لیډران او چار واکې دی دبشریت د سرطان د خبیثه تومور اوبویینې دانې پاکستان په ځپلو اونړیوال اقتصادي بندیزونوپه تعمیل اوښکیلولو لاس پوري کړي اودافغانستان په جګړه کې دې د محیرالعقول میلیاردي ډالرودلګښت او په زرګونو،زرګونو سرتیرو او پوځیانو له وژلواود افغانستان داوږدې غمیزي دعبرت درس واخلي او افغانانو ته دې دوکه نه ورکوي اود رښتیني دوستۍ  په پل دې د افغانانواو بشریت ستردوښمن پاکستان په نښه کړي اوتش نړیوالې دپلوماتیکي غورزې پرزې او نارې سورې دافغان ناسر ټپ نه شې جوړولی.

هو!له دې پرته افغانستان نه جوړیږي .

دګران وطن دجسورو،وطنپالواو غیرتي ځوانانود بیداری اوملي کلک پیوستون اویون په هیله.

اکبري

۱۲/۵/۲۰۱۷

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply