حکومت کابل هوایي ډګرسره قیمتي ځمکه جریب په ۵ زره ډالره یوه خصوصي شرکت ته ورکړې

0 1,241
خواجه بصیر فطری

کابل (پژواک، ٢٧ غويى ٩٦): ولسي جرګه د حکومت له لوري ‌په کابل کې په ارزانه بيه د ١٤٣ جريبه ځمکې له پلورلو څخه له شکايت وروسته؛ راتلونکې چهارشنبه د هېواد د اقتصاد عالي شورا غړي استجوابوي.

 حکومت د تېر کال د چنګاښ په ١٤مه نېټه د هېواد له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ او هڅونې په برخه کې د الکوزي ګروپ له شرکت سره د شپږو صنعتي فابريکو د رامنځته کولو لپاره د هوايي چلند خپلواکې ملکي ادارې پر ١٤٣ جريبه ځمکې د پانګوالۍ قرارداد لاسليک شو.

ولسمشرۍ ماڼۍ هغه مهال د ځمکې د بيې په اړه معلومات نه وو وړاندې کړي، خو ويلي يې وو چې د يادو شپږو فابريکو په جوړېدو سره به دغه شرکت ٣٥٠ ميليونه ډالره پانګونه وکړي او له امله به يې د هېواد اقتصادي وده پرمختګ وکړي.

د جرګې د يو شمېر غړو د ادعا پر بنسټ چې ياده ځمکه له داوطلبۍ پرته په ارزانه بيه د الکوزي شرکت ته ورکړل شوې ده، ياده موضوع په اجنډا کې شامله کړه.

د جرګې د پرېکړې پر بنسټ، ټاکل شوې وه چې د ماليې وزارت، اقتصاد، سوداګرۍ، کرنې او ښار جوړونې وزارتونو استازي، د اراضي، ملکي هوايي چلند ادارو او د ماليې وزارت د املاکو رياست، په دې اړه د جرګې استجوابيه غونډې ته حاضر شي چې د يادو کسانو له ډلې يې د کرنې وزير اسدالله ضمير او د استوګنې او ښار جوړونې وزير سيد منصور نادري جرګې ته راغلي وو او د پاتې شپږو کسانو پر ځاى يې د ادارو مرستيالان جرګې ته راغلي وو. دغه غړي د هېواد د اقتصاد عالي شورا غړيتوب لري.

خو د جرګې غړو، ياد کسان ونه منل او ويې ويل چې د ولسي جرګې پر وړاندې لومړي درجه وزيران او چارواکي ځواب ويونکي دي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازي قيس حسن وويل: ” بايد وزيران راشي او ځواب راکړي، حکومت په ارزانه بيه او له داوطلبۍ پرته د دې ځمکې په ورکولو سره پر ملي خيانت مرتکب شوى دى.”

د جرګې بل غړي حاجي الله ګل مجاهد هم وويل: “دا کار يو خيانت او د خلکو پر وړاندې جفا ده، که چېرې ياده ځمکه کومې دولتي ادارې، روغتون او يا ښوونځي ته ورکړل شوې وى، ستونزه به نه وه، خو دا ځمکه د ټاکنيزو مبارزو پر مهال د کمپاين کولو په بدل کې يوه کس ته ورکړل شوې ده.”

هغه زياته کړه، کومې ځمکې چې د الکوزي شرکت ته ورکړل شوې، يو جريب ځمکه يې په څلور سوه زره امريکايي ډالره ده او دا ځمکه له داوطلبۍ پرته بايد د پنځه زره ډالره په بدل کې نه واى ورکړل شوې.

د جرګې يو شمېر نورو هم ورته نظر درلود او جرګې ته يې د اړوند وزيرانو د استجواب غوښتنه کوله.

په پايله کې د جرګې غړو د رايو په اکثريت سره يو ځل بيا پرېکړه وکړه څو د هېواد د اقتصاد عالي شورا غړي بايد د راتلونکې اوونۍ چهارشنبې ورځې ناستې ته راوبلل شي.

د هوايي چلند ملکي ادارې مشر کفتان حامد ظاهر وويل، دغه ځمکه د يادې ادارې اړونده وه چې د هېواد د اقتصاد عالي شورا له لوري پرې بيه اېښودل شوې او بيا پر الکوزي شرکت پلورل شوې ده.

د هغه په وينا، د يادې ځمکې يو متر مربع پر ٢،٥ امريکايي ډالره پلورل شوې چې پر بنسټ يې د يوه جريب ځمکې بيه پنځه زره ډالره کېږي.

هغه وويل چې د يادې ځمکې له داوطلبۍ معلومات نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply