د حزب اسلامي د پام وړ!/ ډاکټر صلاح الدین سعیدي

0 714

سابق شرايط داسې وه چې: یابه یې را سره منئ او که نه ستا سر او پولیګون. یابه یې را سره منئ او که نه: انفجار، انتحار، استشهادي او… اوس تعهد او د لوبې قاعده او توافق: یا به یې را سره منئ او که نه منئ نو زه، زما نسخه په حق ګڼم او دا مې استدلال.

ملته! ته یې واوره! زما نسخې دغه او د حل لارې مې دغه او قضاوت وکړه. ملا، عالم او مخکښه! رسالت دې اداء کړه چې د ملت انتخاب درست وي. ته ملته واوره! زما او دده ترمېنځ انتخاب وکړه. فرصت هم لږ، حوصلې تنګې او چاړه ه‌‌‌‌‌‌ډوکو ته رسیدلای. نو هغه به وایو چې مو نن ضرورت دی. په هغه ‌‌‌‌‌‌ډول به یې چې الله ( ج) حكم كړای او هغه هم مجادله ورسره وكړه په احسن ‌‌‌‌‌‌ډول. نو اوس راشو درې انتخابي موضوعاتو ته: – تغييرات راوستل ټولنه کې په انقلابي ‌‌‌‌‌‌ډول او د ساختار ړنګول او ارګانونه یې بې اعتباره کول؟ او یا د نافذو قوانینو په چوکات کې تغییر؟ زمونږ په پوهه انقلابي عمل دقیق او د تأیید وړ نه دی. د نوې، قوي او باصلاحيته شوراء طرحه یعنې څه؟

دا چې انتخابات کوو او د افغانستان پارلمان ټول د ملت د اصلي استازو راتلو ته میکانیزم جوړوو او يا بله شوراء چې هغه کې زه افراد غوره کوم او راغواړم او هغه به تصمیم نیسي؟ نو كه هدف د قانون نه بهره با صلاحیته شورا د یوې مرجع په بڼه د تصمیم قانوني صلاحیت نه لري او ‌‌‌‌‌‌ډېر ځلي د سوء استفادې وسیله وه او غیر مشروع او د قانون نه بهر غیر مشروع مرجع ده. دا د حزب اسلامي داخلي کار کیدای شي اوبس. اما که هدف بیاهم با اعتباره ملي شوراء د خلکو استازو ته د راتلو میکانیزم باندې توافق وي، نو ‌‌‌‌‌‌ډېر دقیق نظر دی. مونږ درسره یو. د حبیب الله کلکاني، مشهور به بچه سقاو، د هغه تېره او د اماني نهضت پر ضد اعمال او د افغانستان د ممکنو ښه انکشافاتو مانع کیدل، د امیر امان الله د ریفورم تېروتنې او د پرتوګ او پطلون په سطح د تغییر لاملونه او بنيادي تغییر ته عدم دقت او پرخلکو د څو کلو مخکې مالیه ټولول او ظلم او دغه تحقیق او ريسرج د اكادمۍ او سړه سینې کار او د اوس ضرورت نه وه او نه دی. داسې بې وخته حساسیتونو ته لمن وهل راته مناسب نه ښکاري او ضرورت نه دي.

كيدای شي اوپه اغلب ګمان د کلکانیانو په الحاح مطرح شوي وي خو ملت پرې خپه کیږي. د پورته خبرو او بحث په رڼا کې او د یو تلویزیوني مباحثې او مناظرې په لیدو مې د ممتاز په نامه یو شخص او تحلیل ګر کاته. ممتاز خان چې غږیده نو خبرو کې یې هم سترګې، هم لاس او هم پښه راست او چپ واریدې او دغه شخص د حزب اسلامي څخه دفاع کوله. زه دده د خبرو په برحق والي او نا حق والي نه غږیږم او بحث نه کوم خو طریق د افادې او طريق د خبرو او بيا په ستودیو کې جنګ د حزب اسلام حیثیت او ابرو ته سخت مضر او د منلو وړ نه دی. حزب اسلامی داسې مشاورینو ته ضرورت لري چې دا حزب د خپلو موخو د تحقق او د اسلام په لار کې د خلکو او وطن خدمت جوګه شي. حزب اسلامي ته د دوستانو او دشمنانو د دوو پر ځای ٤ سترګې او دسایس روان دي. او مونږ دافغانستان د مظلوم ولس د تفاهم ، سولې او استقرار ته د خدمت تعهد لرو. نو دغه حزب ته هر قدم اخیستلو کې ستر دقت او هوښيارتیا په کار ده چې د سولې او خیر جوګه شي. زه ویریږم چې جناب حکمتیار صیب، هغه ښایسته درې ته د هغه شخص قبرزیارت ته مجبور نشي کړای. نو ګورو به او دقت په کار دی. الهي د خیر د لارې د خدمت جوګه مو کړې.

امین

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply