وسله وال پوځ اوپه مورچلوکې ډزې /اکبري

0 812

دافغانستان وسله وال پوځ ملي اردو،ملي پولیس اوامنیتي ځواکونواولښکرو شمیرټول ټال درې لکه دوه پنځوس زرو۳۵۲۰۰۰تنوته رسیږي اووسله وال پوځ په اوو۷ قول اردوګانوکې تنظیم اوجوړشوی دی .
نـنګرهار۲۰۱ لمبرسیلاب قول اردو

پکتیا ۲۰۳ تندر قول اردو
هرات ۲۰۷ ظفر قول اردو
کندهار۲۰۵ اتل قول اردو
بلخ ۲۰۹ شاهین قول اردو
هلمند۲۱۵ میوند قول اردو
اودهوایي ځواکونو قول اردو
او دا وسله وال ځواکونه په زرګونو، زرګونو بلوکونو، ټولیو،کنډکونو،لواګانواوفرقوکې ځای پرځای شوي دي اوداهغه اردوده چې دافغانستان دحرب په تاریخ کې په درجنو،درجنوجنرالان چې زیاتره یې مسلکي نظامي زده کړي نه لري اوپه تنظیمي زور اوسوټي دجنرالۍ په ګدی ناست اودادی وسله وال پوځ چې هره ورځ کابو۱۴ میلیونه ډالره لګښت لري اوکلنۍ بودجه یې په ۲۰۰۸ کال کې دوه میلیارده اووه سوه میلیونه ۲،۷میلیارده ټاکل شوي د ۷۰۰ تنوداعشیانواوڅوزریزومدرسي طالبانوپه وړاندې په تکتیکي اوستراتیژیک میتود له خپلومورچلودفاعي ډزې کوي اودهیواد په ۳۴ ولایتونواو۳۶۴ ولسوالیوکې دخرپ اوترپ جګړه روانه اوله بده مرغه په زیاتروولایتونواوډیریو ولسوالیوکې هډو وسله وال ځواکونه نشته.
وایې په یوه لویه لاره کې یوه لویه ډله څوتنو غلو لوټ کړه .چاترې وپوښتل چې ولې یې لوټ کړئ لکه چې تاسولږاو غله ډیروو؟
د ډلې مشر ورته وویل: نه!نه! دوی اته وو.موږشپیته وو.
بیا یې ترې وپوښتل ؟ ښایې له دوی سره به وسله وه اوله تاسوسره به نه وه؟
د ډلې مشر ځواب ورکړ: نه!نه! له هغوداووسانوسره کوتک وو اوزموږسره توپک.
بیایې ورځیني پوښتنه وکړه نوبیا څه وشول؟
د دلې میروګي ورته وویل : دغو نامردو پرموږ خرپ کړ اوموږپه نره ترې ترپ . موږ داسې تښتیدو لکه زمري او دوی راپسې ، پسې وو لکه سپي.
هو! همدا حال دپچودغلوجنرالانوله لاسه زموږ د اتلو اوغیورووسله والواوباتوروافغانانوراغلی اودادی دریغه!دریغه!هره ورځ دهیواد تنکي شاه ځلمیان اودوطن بچیان د دفاع په حالت کې پخپلومورچلو اوقول اردو اوبې وزلي هیوادوال موپه کورونواوجوماتونوکې شهیدان کیږي.
د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان تسبیح په لاس ، سپینه پګړۍ پرسرپه سپینونازکوکالیو کې په زوټه،زوټه نارې وهي اولا د غزني ولایت او سرپل کې د دوښمنو چورلکوپه اړه یې دبیړني مکتوب په وسیله یو پلاوی ټاکلی څوپه دې اړه عاجل معلومات ورکړي اود شرم ځای دی چې هوایې ځواک یې په۲۱ مدرنه پیړۍ کې هوایې رادار او د هیوادنۍ فضا دڅار اوکنترول اړین وسایل نه لري اود فاع وزارت څو،څوځلې دسرپرستانوپه ناکامواوبې کفایته منګولوکې لویدلی اود معلوم الحاله کړیو د سبوتاژ او خرمستی مخه نه شي ډب کولی.
د شهید دوکتورنجیب الله د باتورو، میړنیو او اتلو وسله والو ځواکونو د جسارت او سرښندنې کارنامې او د لوی نـنګرهارپه ستره تاریخي معرکه کې چې د دویمې نړیوالې جګړې څخه راوروسته خوراستره او مجهزه جګړه بلل شوی دتورپنجاب دسیمي اونړیوالې ارتجاع شرموونکي ماتي څخه دې دعبرت اوپند درس واخلي دهیواد زمری عقابانودسپین غراوپامیرګوربتانواواتلوزمروډګرجنرال محمد مصطفی، امیرمحمد صافي،عتیق الله شیرازاد او وحیدالله او نوراتلوشهیدانو دهیواد دخپلواکی اوملي نوامیسوپه ساتنه کې دافغانستان دحرب په معاصر ویاړلي تاریخ کې تلپاتې ځلیدونکی اوپرتمین نوم اونه هیریدنکی وجاهت ګټلی دی.
دافغانستان دهغه باتوروسله وال پوځ ټول هوایي اوځمکني مدرن تجهیزات اووسایل چې دتنظیمي غلواود ای اس ای دلاسپوڅوله خوا کباړاوبیا دپچو په بیه په پاکستان وپلورل شول اوناشریف نوازشریف ته یې دافغان اتل وسله وال پوځ د دړې وړې اوتس،نس کیدو کریدت ورکړ.
زه په وسله وال پوځ ،پولیسواوامنیتي ځواکونوکې وطنپالواومبارزوافسرانواوسرتیروته د درنښت اوستر وجاهت سر ټیټوم اود افغانستان په روانه استخبارتي اوپردی تپل شوي نړیواله جګړه کې دهغودبري هیله کوم .دغلو،داړه مارانواومافیایي کړیو لاسونه دی لنډ اورسوا وي.
اکبري هالینډ
۲۹/۵/۲۰۱۷

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply