ارمان یې ارمان پاتي شوو!!/ناصرخان شیرزی

0 1,273

د روژې میاشتې پیشنمي ته پورته شوو،لمونځ یې وکړ،له خپلې کورنۍ سره یې په غذا خوړلو پیل وکړ، مور سره یې ډیرې خوږې خبرې کولې ،ناڅاپه یې ستونی له ژړا ډک شوو مورته یې وویل:

(( مورجانې یوازی په دې وچه ډوۍ به مونږ تر ماښامه روژه نیسو؟؟ ))

مور یې ورته وویل: ځویه! داهم شکر دی له دې دي بدتره نه وي.

د مورخبرې یې لا روانې وې ،چې جواد ورته وویل ، مورجانې سږکال له پوهنتونه هم فارغیږم یعنی  وظیفه به واخلم او داستونزې به حل شي،همداسی راته وایې؟

دمورجانې زړه یې هم له خفګانه راډک شوو ، خو ځان یې کلک کړ او په مهربانه لحجه یې ورته وویل ، هو ځوی جانه همداسی وایم.

جواد ورته وویل، مورجانې ایا پوهیږې چې د اوس لپاره څه ارمان په زړه لرم؟؟

مورکۍ یې ورته وویل ، نه ځویه وایه څه ارمان لرې!

جواد خپلې خبرې ډیر د زړه په درد شروع کړې او داسی یې وویل:

اوس دا ارمان لرم ، چې د نن ورځي  روژه ماتی مو د پیشنمي پشان نه اوسي  یعني څه ناڅه غذا خو باید ورباندي موجود وي .

مورجانې یې له ډيره درده  اخ ! وکړ ، او په دردجنه لحجه یې ورته وویل ، ځویه قصه کې یې مه اوسه هر څه به سم شي الله ج ته به صبر وکړواو  اخروي اجر ته به یې په تمه شوو .

جواد ټینګار وکړ ورته وایې ، مورې نن ښار ته ځم چوک په چوک ودریږم کیدای شي یو څوک مې کار ته بوځي او لاس مزدوري راته پیداشي، دومره خوبه وشي چې روژه ماتی پرې برابر کړم.

موریې ورته وایې ، اول مه ځه او که بیا هم کار ته ځي ، ګوره  د زړه سره ځان او روژې ته زیان ونه رسوی.

جواد ورته دتاییدۍ سر خوځوي یعني همداسی کوم .

جواد سهار وختي د کار په لټه د کوره ووتلو، دښار په بیلابیلو چوکونو ودریده خو کار ورته پیدانشوو،بیایی ځان سره وویل راځه له دوکاندارانو سره وګوره ، کیدای شي یوڅو روپۍ دکار په بدل کې راکړي ترڅو ننی ارمان پوره کړم نور ارمانونه خو هسی هم لا پاتې دي.

جواد د کار په لټه د سهار تر لسوبجو د ښارپه دوکانونو ګرځیده راګرځیده چې د کابل د زنبق څلور لارې ته په رسیدو د موټر بم چاودنه کې شهید شوو او ارمان یې ارمان پاتي شوو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply