روژه په اسلام اوساینس کي (۲)/عبدالغفار جُبیر

0 1,580
 روژه په احاديثو کي
۱: له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چي کله د روژې میاشت داخله شي نو د اسمان دروازې (او په یوه روایت کي د جنت دروازې او په بل روایت کی د رحمت دروازې) پرانستل شي او د جهنم دروازې بندي کړل شي او شیطانان په ځنځیرونو وتړل شي.
(مسلم شریف، بخاري شریف، مشکوة شریف)
۲: حضرت سعد رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي د جنت اته دروازې دي چي په هغو کي یوه دروازه د ريان په نامه ده چي پرهغې دروازې به یواځي روژه نیونکی داخلیږی. (بخاري شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف، شعب الایمان للبیهقی)
۳: له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم وفرمایل کوم کس چي دایمان اوثواب غوښتلوپه نیت روژه ونیسی دهغه تیرشوی ګناهونه به وبخښل شی اوکوم کس چي دایمان اواخلاص سره په روژه کی عبادت کوی دهغه مخکنی ګناهونه به معاف کړل شی، همدغه ډول کوم څوک چي دشب قدرپه شپه کې په ایمان اواخلاص سره په عبادت بوخت وی دهغه به تېرشوې ګناهونه معاف کړل شی۔ (بخاری شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)
۴: دابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي انسان ته پر هر عمل له لسو څخه تر اوو (۷۰۰) سوو پوري د ثواب بدله ورکول کیږي، مګر الله جل جلاله وایي چي روژه له شماره څخه بېله ده دا ځکه چي هغه خاص زما لپاره ده، او زه د هغې بدله رحمت ورکوم، ولي چي روژه نیونکي خپل خواهش، خوراک او څښاک خاص زما لپاره پرېیښی وو، د روژه نیونکي لپاره دوې خوشحالۍ دي، یوه د روژې د ماتولو پر وخت او دوهمه د الله تعالی سره د ملاقات پر وخت او د روژه نیونکي د خولې بوی الله ته د مشکو له بوی څخه هم خوښ دی، روژه د ګناهونو په وړاندی سپر (ډال) دی او کله چي کوم یو له تاسو څخه روژه نیونکی وي نو بدي خبري دي له خولې څخه نه راباسي او نه دي ښکنځل کوي، کله چي بل څوک بدي خبري ورته وکړي یا له ده سره جګړه کوي نو دی دي ځواب ورکړي چي زه روژه نیونکی یم. (بخاري  شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)
۵: حضرت ابوهريره رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي کله د روژې لومړۍ شپه شي نو شیطانان او سرکښه پېریانان وتړل شي، د جهنم ټولي دروازې بندي کړل شي یوه هم پرانستې نه وي، او د جنت ټولي دروازې پرانستل شي یوه هم بنده نه وي؛ یو اواز کوونکی اواز کوي چي ای خیر غوښتونکې!!! مخ را وګرځوه او ای شر غوښتونکې!!! شر پرېږده شاته ولاړ شه او الله جل جلاله په روژه کي ډېرخلک له دوږخ څخه ازادوي او دا معامله هره شپه تر سره کیږي. (ترمذی، ابن ماجه، مشکوة شریف)
۶: حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي روژه او قران کریم د بنده لپاره د الله په دربار کي شفاعت کوي، روژه به ووایي چي ای پروردګاره! ما دی په ورځ کی د خواهشاتو، خوراک او څښاک څخه منع کړی وو نو ځکه د ده په هکله زما شفاعت قبول کړه او قرانکریم به ووایي چي ای خدایه! ما دی په شپه کي له خوب کولو څخه بند کړی وو نو ځکه د ده په اړه زما شفاعت قبول کړه، نو د دوی دواړو شفاعت به قبول کړل شي. (مشکوة شریف، جامع الاحادیث)
۷: حضرت ابو هريره رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي د روژه نیونکي دعا نه ردیږي. (مصنف ابن ابي شیبه)
۸: حضرت ابو هریره رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي د درو اشخاصو دعا نه ردیږي:
۱: د روژه مات پر وخت د روژاتي دعا،
۲: د عادل پاچا دعا
۳: د مظلوم دعا (الترغیب والترهیب، شعب الایمان)
۹: حضرت عبدالله ابن عمر رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي د روژې لپاره جنت د کال له پیل څخه بیا تر دا بله کاله پوري ښایسته کیږي، بیا چي کله د  روژې لومړۍ ورځ شي نو تر الهي عرش لانده یوه ځانګړې هوا د جنت له پاڼو سره تېریږي ښکلو حورو ته چي کله ورسیږي نو هغوی وایي چي ای خدایه! زموږ لپاره له خپلو بندګانو څخه داسي جوړه غوره کړه چي زموږ سترګي په هغوی سړې او یخي شي او د هغوی سترګي په موږ سړې شي.
نوربیا…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply