مُلایت ولې پاچا په بې دینۍ تورنوي؟

0 1,249

مُلایت ولې پاچا په بې دینۍ تورنوي؟

امير امان الله خاناونۍ دوه وړاندې د ټولنیزو شبکو، انلاین رسنیو او د خلکو په منځ کې د یو سپین ږيري ملا چې په وېډیو کې له خبرو د تور ذهنیت خاوند ښکاري، د افغانستان ملي اتل غازي امان الله خان په بې دینۍ تورنوي او پر وړاندې یې د سقاو د زوی ستاینه کوي او د ګوډ په حق کې دومره بلند پروازي کوي چې ګواکې ګوډ ملا به چې چېرې کېناست، هغه ځای به شین کېده.

د ملا عبدالصبور په نامه دا دیني پنډټ کټ مټ د منځنیو پېړیو د اروپایي کلیسا ګانو کشیش ته ورته کېده چې د وخت خلکو ته به یې د دین له مورچل نه د وېرې او افسانې کیسې کولې. ملا عبدالصبور د یو مدني جریان په جامه کې پټ د مدنیت ضد جریان (جمعیت اصلاح) مشر غړی دی. دا جریان چې ایډيالوژي یې د مصر د ایخوانیانو ده او په سیاسي تفکر کې له پاکستاني سرکار نه خړوبیږي، د ټولو ملي او دیني ارزښتونو خلاف د افراطیت په خپرولو بوخت جریان دی.

د دوی غړي عملاً د طالبانو له پاره په کابل کې ټولنیز، سیاسي او اخلاقي لابینګ کوي. دوی دقومي فاشیزم سربېره د ملي دیموکراتیکو ارزښتونو په نقض هم متهم دي. دوی هېڅکله په هېڅ ملي قضیه کې د غیر جانبدارانه سهم نمایش نه دی وړاندې کړی.

د دوی د اوسني عمل په تاریخي شاید او سیاسي – اجتماعي موقف ځغلنده نظر کوم!

سید جمال الدین؛ له پاچا سره د ملا لومړنۍ کشمکش

سید جمال الدین افغانسید جمال الدین افغان د نوي دیني تفکر سر لاری بلل کېږي. دی په دې زیات مشهور دی چې د اسلامي نړۍ د علماوو سره د تفاهم نظریه او اتفاق نظر په رامنځته کولو کې مهمه ونډه درلوده.

سید جمال الدین لومړنی افغان ملا بلل کېږي چې د وخت له پاچا امیر شیرعلي خان سره یې لانجه راغله. پاچا ځکه ملا سید پسې واخیست چې هڅه یې کوله تر څو پاچا او اداره یې د یو افراطي نظریې له مخې د سیمو له یو شمیر نو فکره جریانونو اړیکې پرې کړې او هغه څه ومني چې دی او د ده  پلوي ملایان یې وايي.

سید په دې ډارېده چې که د افغانستان اداره په راتلونکي کې د وخت له ترکیې، مصر، هند او ایرانسره اړیکې پیدا کړي، بیا سخته ده چې د دوی دیني انترناسیونالیستي نظریه څوک ومني. هماغه وه چې ملا سید له افغانستان څخه ترکیې، مصر،فرانسې، هند او بیا اېران ته ګډه شو تر څو هلته د ده د ذهنیت مطابق افکار ومومي او د افغانستان په شمول د اسلامي نړۍ لپاره یوه واحده افراطي نظریه را پورته کړي.

سید په هند کې د سر سید احمد خان چې د وخت یو مترقي او ملي ګرا شخصیت و، پر خلاف یوه ځانګړې نشریه د (رد نچریه) په نامه خپره کړه او سر سید احمد خان ټولې ملي، مترقي، علمي او فلسفي هڅې یې مردودې وګڼلي. کله چې ملا سید پوه شو چې په هند کې کار نشي ورکولای له هغه ځایه هم پسې ووت او ملا سید د خپل لیدلي خوب د نه پوره کېدو په آرمان ومړ.

غازي امان الله خان ولې د ملایانو لپاره تکفیر شوی پاچا دی؟

غازي امان الله خان که له یوې خوا یو ځوان، مدبر، روڼ اندی، سنجیده او مترقي پاچا ګڼل شوی دی، له بله لوري دا هم ښکاره ده چې پاچا د وخت داسلامي نهضت یو سرلاری شمېرل کېده. د پاچا امان الله خان د هغه وخت اړیکې ښکاره او اغېزناکې وې. د ترکیې له مترقي پاچا کمال اتاترک، د مصر له مترقي پاچا جمال عبدالناصر، د هند د وخت له دیني علماوو د اېران له شاه خاندان، د اروپايي نړۍ له ګڼو مشرانو سره د پاچا اړیکې د یوې افراطیت ضد نړۍ سره مرسته کوله.

ټول هغه ملایان چې په افغانستان کې امان الله خان بد ګڼي، د هغوی هم فکره یې په ترکیه کې اتاترک، په مصر کې جمال عبدالناصر، په هند کې د سر سید احمد خان کوششونه، په اېران کې د شاه کورنۍ او په کوزه پښتونخوا کې د پاچا خان مبارزه ردوي او مردوده یې ګڼي.

په اسلامي ټولنو کې ملایان د ښوونې او روزنې خادمان بلل کېږي. دوی ته ځمکې او پیسې ورکول کېدې چې مدرسې جوړې کړي او ماشومانو ته سبق وښايي. ملایانو دې ته تر پایه، حتی تر اوسه هم پام ونه کړ چې ماشومانو ته د ژوند کولو او د ژوند په سیند کې لامبو چل ور وښايي بلکې زیات تمرکز یې پر دې و چې څنګه دیني عقاید خوندي شي؛ نو ځکه ټول دیني درسي نظام له داسې مضامینو جوړ شو چې عقیده ورسره پخېده او هغه شیان له نصاب نه وویستل شول چې سوالونه به یې پيدا کول.

د تاریخ په ټوله دوره کې هغه مدرسې او د تعلیم ادارې چې د ملایانو په لاس کې وې، داسې شاګردان ونه روزل چې له نویو تحولاتو سره آشنا وي.

ملایانو حتی په ډېرو مډرنو زمانو کې هم د اتلسمې او تر دې ورهاخوا زمانې د درسي نصاب د مضامینو د خوندي کولو کوشش وکړ چې په هغه کې بهعربي ژبه او ګرامر، منطق، حدیث، فقه، تفسیر او کلام شامل وو او دې ته یې پام نه وچې دا نصاب به په بدلو شویو حالاتو کې هم د کار وړ وي، که نه؟

غازي امان الله خان د درسي نظام تر څنګ د نویو شاګردانو روزل او دوی اروپايي هېوادونو ته استول، د خپل اوږدمهالې ستراتېژۍ برخه وه، تر څو هلته په مډرنو علومو ورزول شي، ملایانو چې ساینس او فلسفه کفر بلل، دا غازي د کار یې په بې دینۍ تفسیر کړ او ورته قهر شول.

غازي امان الله خان څه غوښتل چې ملایانو ورته قهر دي؟

ملایانو له پاچا غوښتل چې د دولت دارۍ ټولې چارې له دوی سره په تفاهم کې پر مخ بوځي، چون دولت او حکومتي نظامونه ځانګړي او مشخص اصولوب لري، پاچا له دې غوښتنې سترګې پټولې.

د امان الله خان په راتګ او خصوصاً د خپلواکۍ په ترلاسه کولو سره نه یوازې دا چې په ټولیز ډول په اجتماعي او اقتصادي جوړښت کې تغیرات راغلل، بلکې د نوي ساینس ټیکنالوژي او د تعلیم یوه پراخه څپه هم افغانستان ته راغله. د ساینس او ټیکنالوژۍ په اړه د افغانستان او اروپا د ولسونو په ذهنیت کې ښکاره توپير و؛ د اروپا خلکو ساینس د پرمختګ او روښانفکرۍ سره مرستندوی بلل او پرته له مخالفته یې منل ولې افغانستان کې بیا له مخالفت سره مخ شوه چې د دې مخالفت زیاته برخه یې د ملایانو وه.

ملایان له دې وډار شول او د ساینس په اړه په بدګمانۍ اخته شول او فکر یې کاوه چې دا به د دیني عقیدو د کمزوۍ او عیسویت ته د مسلمانانو د اړولو سبب شي. همدا ملایان چې د سنتي او له وخته د تېرو درسي سیستم پيداوار وو، د ساینس په اهمیت پوه نه شول او هر نوي شي ته یې په داسې سترګه وکتل چې دین ته خطر پېښوي.

غازي امان الله له یو الماني خبریال سره د ملایانو سره د خپلو اړیکو په مورد کې وايي:

“خیالي او بې پروا نه یم. غوښتل مې له ملایانو سره خبرې او روغه جوړه وکړم. هغوی نه غوښتل نوښتونه قبول کړي. حتی د ټکنالوژۍ لومړني تغیرات او نوښتونه ورته د منلو نه وو. د بېلګې په ډول: ټلیفون یې د شیطاني کشفونو په نامه ردولو. د دوی له خوا له مکې او مدینې منورې سره د ټلیفوني لینونو او اړیکو په اړه زما دلایل ردېدل. ویل به یې، هلته اسلام تحریف شوی دی. روغتون مې نه شو جوړولی، ځکه چې تعویذ یې د ناروغیو څخه د ژغورنې یواځينۍ وسیله ګڼله.

نه یې غوښتل، چې منظم مالیات په رسمیت وپېژني، ځکه چې الله ج په داسې شیانو حکم نه دی کړی. د پېژندپاڼو په مقابل کې یې سخت دریځ کوله، ځکه اړ وو، چې د پېژندپاڼو لپاره عکسونه ضرور وو. ملایانو به ویل، که څوک غواړي عکس واخلي؛ په یو کال، یوه میاشت یا یوه ورځ کې به مړ شي. خلک به د پولیسو ماموریتونو ته راتلل او ویل به یې، د دې پر ځای چې عکس یې واخیستل شي او مړ شي؛ ښه ده، چې ۵۰ دورې ووهل شي.”

پورتنيو عواملو د ملایانو په زړونو کې د پاچا له پاره عقده وزېږوله چې لا یې بڅري ژوندي دي او د پخواني مُلایت اعزاز غواړي.

د سقاوو زوید سقاو زوی؛ په دین کې قومي فاشیزم!

په دین کې د قومي فاشیزم نمونې د تاریخ په ډېرو دورو کې مشاهده شوې دي. د دین په نامه د شخصي ګټو د ترلاسه کولو په موخه قومي فاشیزم ته لمن وهل د ملایت یوه بله بده او منفوره څېره ده. د سقاو زوی په دې نامه چې ګواکې مجاهد و؛ د یو دیني امتیاز په کارونې د ټولو هغه ارزښتونو پر وړاندې درېږي چې تر ده وړاندې یو بل غازي او مجاهد د انګریزانو پر وړاندې تر ده زیات مجاهدت کړی و.

غازي امان الله خان د کفارو پر وړاندې جهاد وکړ، غازي شو او د یو لوی ملت او هېواد خپلواکي یې ترلاسه کړه، بې دینه دی. یو بل غل، فاجر او قطاع الطریق او بې سواده چې بېرته د همدې مجاهد او غازي پر وړاندې یې د خپلو غلو او قطاع الطریقانو په مرسته مخالفت وکړ، مجاهد او دیندار وبلل شو. دا د دیني پراډکس یو متشنج شکل دی.

ملا عبدالصبور، جمعیت اصلاح او د دوی همفکره پلویان لا هم د خپلو خبرو په تفسیر او تعبیر نه پوهیږي چې د خپلو کړیو خبرو اصلي او عمیق مفهوم څه شی دی. دوی عملاً د دیني توهم  په اختناق اخته دي.

باچا خان، د هند دیني – اسلامي افراطیت او له دولت سره تضادات

باچا خانباچا خان د هند په نیمه وچه کې د پښتون د آزادۍ او مبارزې د بې تاوه پاڅون سرلارۍ او مخکښ مشر دی. له غازي امان الله خان سره د باچا خان اړیکې د افغانستان د آزادۍ د ۱۹۱۹ کال وروسته په ۱۹۲۰ کې په کابل کې پیل شوې. باچا خان د دې لیده کاته په اړه په خپل کتاب (زما ژوند او جدوجهد) کې وايي چې کله مې له غازي امان الله خان سره ولیدل نو د هغه پښتو نه وه زده او دري یې راسره خبرې وکړې، ما ورته وویل چې باید پښتو زده کړې او بیا مې چې کله په ممبۍ کې ولید چې ایټالیا ته په سفر روان و، راته ویې ویل چې پښتو مې زده کړه او په پښتو سره وغږېده.

باچا خان د امان الله خان د ملاتړ په موخه د ملایانو پر ضد د خپلو غونډو او هلو ځلو په اړه وايي:

“دوره مې شروع کړه، کلي په کلي وګرځېدم. جلسې مې وکړې. په بعضي علاقو کې مُلایانو څه نا څه مخالفت شروع کړو، لیکن چې د قوم په جذبه پوه شول؛ نو خپل مخالفت یې پرېښود. که بعضي ملایان د خپلو ذاتي فایدو په وجه قلار نه شول؛ نو قوم په زور او بې عزتۍ د هغوی خولې بندې کړې. موږ سره په دې معامله کې د قوم شاعرانو هم ډېر زیات امداد او اخلاص کړی و او د قومولۍ یوه نوې جذبه یې په قام کې پيدا کړې وه او په دې معامله کې تورسم خان د “دوه سرو” زموږ سره ډېر مدد کړی و. ده به اشعار جوړول او موږ به په (پښتون اخبار) کې شایع کول، چې د هغې یو بیت دا دی:

ما وې دا سړی زموږ قوم کې خلل دی
اوس دې وپېژاند چې د ږیرې خاوند غل دی

دا بیت دومره مشهور شو چې د ږیرې والا به چې خلکو لیدو، چغه به یې کړه: د ږېرې والا غل دی! او په دې ورځو کې د قصه خوانۍ په بازار کې د ږیرې خاوند ګرځېدای نه شوی”

د دې شعر اردو متن هم په هغه وخت کې زیات مشهور شوی و: داړی والا چور هی!

د هند پر خلاف د پاکستانیت د داعیې په ملاتړ د جهاد تحریک هم د سیمې د دولت دارۍ لپاره یوه ستره معضله وه. د جهاد د تحریک چې مشري یې سید احمد شهید کوله، د کوزې پښتونخوا، قبایلو او له پنجاب سره د پرتو سیمو په امتداد یې د حاکمیت ادعا درلوده.

تاریخونه کاږي چې سید احمد به د جهاد د تحریک له لارې هڅه کوله تر څو په شمالي هندوستان کې واک ترلاسه کړي او هلته په مېشتو سیکانو د حاکمیت د پیدا کولو د صدر اسلام کارنامې بیا را ژوندۍ کړي. سید احمد ته په دې کار کې ساده ولې عقیدتي مسلمانان په کار وو چې دا کار ورته پښتنو او مېشتو قبایلو ښه کولای شوائ.

کله چې پښتنو د سید احمد شهید سره د سیکانو په ماتولو کې جګړې وکړې، وروسته د جهاد تحریک خادمانو وغوښتل چې په قبایلو او پښتنو حاکمیت پیدا کړي. دې کار پښتانه بیداره کړل او د ټولو هغو کسانو پر وړاندې ودرېدل چې د جهاد په نامه په لوټ او تالان پسې راوتلي وو.

د دیوبند د علماوو د ساینس او پرمختګ پر خلاف عکس العمل بې له کومې ملاحظې پر افغانستان او ښکته پښتنو تاثیرات درلودل. د دیوبند د یو موسس مولانا راشد احمد ګنګوهي د فتواګانو یوه ټولګه چې فتوای راشدیه نومېده؛ د عکس اخیستلو د تحریم او منع کولو، ورزش، سینما، راډیو،موسیقۍ، په راډیو کې د قران کریم تلاوت منع کول، ګرمافون، د ښځو د نوي موډ جامې، حواله، بانک، لارډسپیکرونه، په اورګاډي کې سفر کول،عصري درمل، نويو روغتونونو ته ورتلل، اروپايي لباس او په کاچوغه او پنجه ډوډۍ خوړل… د فتوای راشدیه د فتواګانو د صادرولو اصلي مضامین و. په ټولو فتواګانو کې پورته ذکر شوي شیان منع بلل شوي او لویه ګناه ګڼل شوې ده.

پاچا به د ساینس، پرمختګ او رشد خبرې کولې ولې مولانا ګنګوهي او ورته د دین ټیکدارو علماوو به دا هر څه په فتواوو ردول، همدا علت دی چې له پاچا سره د هند د نیمې وچې په جغرافیه کې د ملایانو یو تاریخي شخړه موجوده ده.

نیو اخوانیزم د څه شي بدل اخلي؟

ایخوانیان نن تر بل هر دیني – سیاسي جریان د انزوا او نابودۍ مرحله تېروي. دوی د خپلو کوششونو استخباراتي حیثیت پای ته رسېدلی او اسلامي نړۍ عملاً د دوی په غوښتل شوي افراطیت کې سوزي.

لومړني ایخوانیان د اسلامي دولتونو له لوري په خپل وخت کې تر یو بریده منزوي کړای شول. دوی چې د متجددو افکارو په نامه اکاډمیکو او دولتي ادارو ته ننوتلي وو، وویستل شول او په کور کېناستل او یا یې هم اېخوانیت پرېښود.

سلام پوهنتوند مصر په الازهر کې روزل شوي دین ګرایان د افغاني ایخوانیات لومړنۍ څپه وه. دوی ته ور سپارل شوی هدف پای ته ورسېد. د پاچا او نظام پر ضد د دوی هڅو افغانستان یوې اوږدمهالې نابودۍ ته ور ټېله کړ.

د اسلام اباد په اسلامي پوهنتون کې روزل شوي او روزل کېدونکي ځوانان د افغاني ایخوانیات دویمه څپه ده چې په خپل شدید او جدي ماموریت بوخته ده. دوی عملاُ د نظام برخه دي او د نظام او ډیموکراسۍ له مزایاوو خوند اخلي، ولې د نظام او پاچا مخالفت کوي او په کفر یې تورنوي.

د ټولو ډیموکرایتکو لاسته راوړنو او ارزښتونه ضد دي او په دې هڅه کې دي چې څنګه وکولای شي چې د خپلو مشرانو ایخواني نوستالوژي هضم کړي.

سلام پوهنتون د اسلام اباد د اسلامي پوهنتون افغاني څانګه ده. په دې پوهنتون کې چې د افغان حکومت د قوانینو په برکت او امتیاز جوړ شوی دی، د ټولو ملي ارزښتونو خلاف روزنې کېږي. د سلام پوهنتون فارغین به د نیو اخوانیزم چې هماغه د افغاني ایخوانیات په دویمه څپه کې ورګډیږي، د ایخوانیات اصلي روح ته ورسیږي.

نیو ایخوانیزم څه غواړي:

  1. طالبان یو اسلامي او ملي جریان دی، دوی ته باید سهم ورکړل شي.
  2. حزب اسلامي حق و، دی او باید د سیاسي سیستم برخه شي.
  3. خلافت غوښتل، افراطیت نه دی.
  4. القاعده تروریستان نه دي، باید وهم نه ګڼل شي.
  5. پاکستان دوست دی. د هغوی دیني تولید او تجربه سپېڅلې ده.
  6. انتحار ګناه نده، بلکې سپېڅلی شهادت دی؛ مه یې غندئ.
  7. ښځې حق نه لري چې کار وکړي یا د کار حق ولري. [اوسني منل یې هم په ټولنه کې د ذوب کېدو هڅه ده.]
  8. دیموکراسي کفر دی. دیموکراتیک ارزښتونه مردود دي.
  9. غرب د اسلام دښمن دی. اړیکې ورسره ناروا دي.
  10. اردوغان او د اسلامي نړۍ سیکولار او غیر دیني مشران بهترین ناجیان دي؛ بد ورته ویل او نه منل یې، ګناه ده.

پورتنۍ غوښتنې د جمعیت اصلاح او ورته ډلو د تاریخي انتقام او بدل نوستالوژیک ذهنیت دی. دوی به چې هر ډول وي، وبه غواړي چې دا غوښتنې تر لاسه کړي.

د دیني تکفیر سنتي ستراتیژي

په اسلامي دولت کې دا د مفتي کار دی چې د قاضي د لارښوونې لپاره د قرآن او احادیثو په رڼا کې فتوا جاري کړي. تکفیر په ټولو دینونو کې وروستۍ مرحله ده. له دین څخه د سنتي استفاده جویو متولیانو دین د خپلو ګټو سره په متقابل امتیاز کې تعبیر او تفسیر کړ. په دې لړ کې د منځنیو پېړیو کلیسا به چې کله له خلکو ځمکې او جایدادونه اخیستل نو د دین د ښېګڼو په نامه به یې تعبیرول، هماغه و چې کله به له مخالفت سره مخ شول، په خلکو به یې د کفر ټاپه لګوله.

دا ستراتیژي د مسلمانانو تر منځ هم رواج شوه. د اسلامي تاریخ په ګڼو دورو کې اسلامیستانو د خپلو ګڼو شخصي ګټو پر وړاندې را ولاړ شوي تضادات په دیني کفرګویی تفسیر شول او و رټل شول.

د طالبانو امارت، حزب اسلامي، القاعده، آزادو ایخوانیانو، حزب التحریر او جمعیت اصلاح له کټ مټ ستراتېژۍ ګټه واخیسته؛ حتی د خپلو شخصي ګټو لپاره یې د نورو د کافر کولو په خاطر د ږېرې له خرییلو هم استفاده وکړه.

ملا صبورد جمعیت اصلاح محترم شاګردان چې کله له ملي او اسلامي خاین ملا عبدالصبور څخه ننګه کوي، ټول مخالفین یې له ملا او جمعیت اصلاح سره د دښمنۍ په خاطر د دوی د شخصي ژوند په ټارګيټ کولو، کفر ته سوق کوي.

جمعیت اصلاح نن تر بل هر دیني جریان زیات د تکفیر په اختناق ور ګډ دی. د دوی هر مخالف باید په دیني تفکیر منزوي کړای شي؛ ولې باید وپوهیږي چې دوی د دین یوازیني مفسرین نه دي. دین د یوې پراخې عقیدې په شکل، د هر چا د انتخاب حق دی. د جمعیت اصلاح دا عملونه د سنتي او تر ډېره د بایلونکي ذهنیت پیداور دی.

پایله

د قومي فاشیزم د تقویې په پلمه د سقاو زوی ښه سړی دی او ستر اتل غازي امان الله خان بې دینه دی او بد سړی دی. د همدې ستر بحث وروستۍ پایله همدا ده چې جمعیت اصلاح او محترم پلویان یې د خپلو شخصي، غیر ملي، استخباراتي او فاشیستي ګټو لپاره د هر ډول عمل د ترسره کولو جوهر لري.

ملا د ساینس او پرمختګ لومړنۍ او اخرنی مخالف دی. ملا څېره بدله کړې ده او نن تر پرون زیات چې ځان به یې د ګوډ او سقاو په جامه کې پټاوه د ساینس او ټیکنالوژۍ له ټولو وسیلو ګټه اخلي او د خپلو پلرونو (ګوډ ملا او د سقاو د زوی) د روح د خوشحاله کولو لپاره دیني او قومي فاشیزم ته لمن وهي.

دیني ټیکه داري پای ته رسېدلې، هېڅوک د دین یوازینۍ مفسر نه دی. دین د عوامو او خواصو ګډ ملکیت دی. د دین دارۍ په سر امتیازات او احسان فروشي د منځنیو او وروستیو پېړیو د ټولو دینونو د اسلام کارو ګډه مشخصه وه.

حکومت باید جداً د ملي او اسلامي نوامیسو د ساتنې او د حیثیت د اعادې لپاره خپل ماموریت ترسره کړي او دا د نظام مکلفیت دی.

له محور نیوز څخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply