د معدی مریضی او زخمونه / نبیله یوسفي

0 2,707

دي مريضي ته په انګليسي پيپتيک اولسر peptic ulcer disease او
په اولسي ژبه معدي او اثنا عشرکلمي زخمونه ورته وايي .ددي مريضي څخه په نړي کي ډير انسانان ځوريږي او داناروغي تقريبآ دسن سال په ټولو عمرونو کي پيداکيږي .

دازخمونه په عمومي ډول دمعدي په اخيري برخه کي او کلمو دشروع په برخه کي پيداکيږي. دامريضي ډير سببونه لري چه مهم يي په لاندي ډول دي.

1:–هليکوباکترپلوري (ميکروب) HP Helicobacter pylori
2:– د NSAIDs ګروپ د ردد دواګانو استعمالول لکه اسپرين, بروفين ,ډاي کلوفينک اوداسي نور.,
3:– ارثي
44:– دسګريټو څکول: سګريټ څکول دمعدي دداخلي طبقي مقاومت راکموي او په اساني سره تيزاب يا اسيد تآثير پر کوي او دزخم سبب يي ګرځي.
55:– ځني ناروغي هم دمعدي دزخم سبب ګرځي لکه دتشويش مريضي ,دسږو مريضي,پښتورګو مريضي …
66:– دالکولو خوړل ,دزيات تيزابي مواد استعمالول هم دمعدي دزخم سبب ګرځي.

دپورته سببو څخه تر ټولو مهم , خطر ناکه او ډير ليدونکي سبب Helicobacter pylori باکتري ميکروب دی چه دمعدي دزخم سبب ګرځي او دوخت په تيريدوسره کلونه ورسته دا زخم په کنسر يا سرطا ن باندی دتبدیلو احتمال سته.

د معدي د مريضي نښي نښاني:

1– درد : دمريضي مهمه نښه ده چه ځګر په لاندي برخه کي دپښتيو په منځ کي يي حس کوي او اکثره وخت ځني مريضان داسي هم وايي چه زړه مي درد کوي يا زړه مي ايشي

اکثره وخت دمعدي دزخم درد تر ډوډي خوړلو شل 20 دقيقي وروسته شروع کيږي او کلمو دزخم يا دنس درد ترډوډي خوړلو دوه نيم يا دري ساعته وروسته شروع کيږي او ددوا په خوړلوسره يي درد کميږي.
2–دزړه بدوالي : اکثره وخت دغوړين موادو دخوړولو وروسته دزړه بدوالي زيا تيږي.
3– بي اشتها يي ورسره ملګري وي.
4– دلږ ډوډي خوړلو څخه وروسته دموړتيا حس کوي.
5– سرچرخي او خوگرځي ورسره وي.
6– دمعدي تخريش ورسره.
7– دغا يطه يا بولو رنګ يي په تور رنګ بدليږي.
88– دنس پړسوب , غوسه او داسي نوري نښي هم ورسره ملګروي.

دمريضي په تشخيص کي پر دغه نښو نښا نو سربيره داندوسکوپي پواسطه هم با يد دمعدي اوکلموپه داخل کي څيړنه وشي .اندوسکوپي داسي يواله ده چه په سرکي يي يو کوچني او پر مختللي کامره ده چه ددي کامري په واسطه دمعدي او کلمو داخلي ديوالونه په ډيري اساني سره دتلويژن پر پرده په واضح ډول ښودلاي شي چه هلته زخم يا غيري نورمال حالت موجود دي که يا.او همدارنګه داندوسکوپي پواسطه دداخلي برخو څخه کوچني ټوټه غوښه اخيستل او څيړل هم مهم دي.

دلاندي شيانو څخه بايد پرهيز وشي.

— هغه دواګاني چه پرمعدي ښه نه لګيږي لکه درد دواګاني اسپرين بروفپن …بايد زياته تري استفاده ونه شي.
–دسګريټو دڅکولو څخه با يد ځان وساتي.
— دتشويش او ذهني فشارو څخه بايد ځا ن لري وساتي.
— دزيات غوړ او تيزابي شيانو څخه بايد ځا وساتي.
–دمرچکو , اچارو, چکنيو داستعمال څخه بايد ځان لري وساتي.
— په منا سب مقدار با يد هر وخت خواړه وخوري نه لږ نه ډير متوسط مقدار باندي بايد خواړه وخوري.
— روميانو ,مالټي ,نارنج, او زياته مالګه بايد استعمال نه کړي.

دهليکوباکتر پلوري مکروب:HP

غواړم چه د دي مکروب په باره کي لږمعلومات درکړم.
دايو مکروب دي چه دهليکوباکتر Helicobacter pylori په نامه سره ياديږ چه مخفف نو م ايچ پی HP دي . دا مکروب دمعدي په داخلي ظبقه کي يعني دمکوزا په طبقه کي ځاي پر ځاي کيږي او چه يواري يي ځاي ونيوي بيا يي ددي طبقي پاکول مشکل وي.

دا مکروب چه کله وجودته دخل شي په اول وختوکي نښي نښاني نه ورکوي خوڅه وخت وروسته په ميده کي دالتها ب سبب ګرځي دمياشتو په تيريدوسره التهاب په زخم بدليږي اودا زخم چه نور ډير وخت پرتيرشي او چاره يي ونه شي په کنسر يا په سرطان باندي يي دبدليدو احتمال زيات دي.

نو هغه انسانان چه دډيروخت لپاره دمعدي دشکايت څخه ځوريږي بايد ددي ميکروب يا ايچ پي HP معاينات وکړي ډير ددي احتمال سته چه ايچ پي HP یي مثبت وی خوددی میکرب دمخنیوی لاری چاری او دواگانی هم سته.

دا مکروب دنړي په سطه تقريبا نيمايي نفوس ددي ميکروب سره مخ دي .پر مختللو هيوادو کي يي فصيدي %40 ښودل شوي او په پس پاته هيوادو کي يي فيصدي %70-75 ښودل شوي ده.

دا ميکروب چه کله وجود ته داخل شي په اول وختوکي په اکثره انسانانو کي داسي خاص نښي او نښاني نه ورکوي خو کله چه په معده کي التهاب او زخم پيداشي بيا نښي نښاني ورکوي.

اکثره هغه انسانا چه په معده کي دامکروب ولري يعني ايچ پي مثبت وي دخولي څخه يي يو رقم تخريش کونکي او بد بوي ځي ,ددي بد بوي علت دادي چه دامکروب په معده کي فعاليت لري او دفعاليت په وخت کي په معده کي د امونيا غاز ( گاز ) تو ليدوي څرنګه چه مو پو هيږ چه امونيا يو کيميا وي مرکب دي چه بد او تخريش کونکي بوي لري خوکله چه دمعدي څخه دخولي دلاري خارجيږي نو بد او تخريش کونکي بوي ورکوي چه پر انسان بد لګيږي.

داميکروب دانسان څخه انسان ته دخولي دلاري په اساني سره انتقال کيداي شي او همدارنګه دچټلو شيانو دلاري دانسان ومعدي دي انتقال کيداي شي.

هغه خلګ چه دامکروب ولري دخپل خوراک دپاره استعما ل شوي لوښي بايد دبل سره شريک نکړي , استعمال شوي لوښي اول بايد ښه پاک او پريمينځل شي ورسته استعمال شي ,همدارنګه هغه ميرمني ,اناګاني,او نيکه ګان چه پدي مکروب اخته وي وخپلو کوچني ماشومانو او لمسيانوته بايد يو شي په خوله ميده نکي او ور يي نکي ځکه اکثره وخت بعضي داسي عادت لري چه ډوډي په خوله کي ميده کوي بيا يي ماشومانوته ته ورکوي چه دايي دانتقال ډيره خطري لار ده.

دهيلکوباکتر تشخيص: Helicobacter pylori

1-دمعدي د داخلي طبقي څخه ټوټه اخيستل او څيرل(biopsy)
2- ديوريا تنفس معاينه (urea breath test)
3-دويني معاينه (blood testt)

د پورتنی ذکرشو معایناتو سربیره نور معاینات هم سته چه دمکروب په تشخیص کی کومک کوی خو دغه یی شه کامیابه طریقی دی.

تداوي: دتداوي لپاره مختلفي دواګاني سته خودهغوي ليکل دلته مناسب نه ګنم نوځکه دليکولوڅخه يي تيريږم .

خداي دي وکړي چه معلومات مو د خوښي او د فايدې وړ ګرځيدلي وي مننه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply