کابل سبا ته د افغان سولې په نوم د نړیوالې ناستې کوربه دی

0 839

د افغان سولې په تړاو سبا په کابل کې نړيواله ناسته کيږي. په دې ناسته کې د ۲۵ هېوادونو او دريو نړيوالو سازمانونو مشران ګډون کوي او پتيل شوې، چې د افغانستان د وضعيت په تړاو به خبرې اترې وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل، د کابل پروسې د ناستې موخه دا ده چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې واحده اجماع رامينځته شي. مستغني وويل ولسمشر غني به په دې کنفرانس کې يو ځل بيا د سولې ټينګښت ته د افغان حکومت پر جدي ارادې ټينګار وکړي.
د ولسمشر سرپرست وياند شاه حسين مرتضوي هم د کابل د پروسې ناسته مهمه وبلله او زياته يې کړه، چې حکومت به له دې فرصته په استفادې يو ځل بيا له وسله والو مخالفينو سره د سولې پر خبرو ټينګار وکړي. د کابل د پروسې نړيواله ناسته سبا په داسې حال کې جوړيږي، چې کابل تېره اونۍ د خونړيو بريدونو شاهد و.
يادو بريدونو ته په کتو چارواکي له رسنيو، سياسي مشرانو او خلکو غواړي، چې د کابل د ناستې ملاتړ وکړي او له حکومت سره يو ځای د سولې غږ بدرګه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply