سیاسي بحران / فضل الله صدیق الله

0 699

د هیواد سیاسی بحران د ولسمشر په استعفی نه حل کیږي، بلکې د استعفی په صورت کې بحران نور هم زیاتیږي. بهتره دا ده چې ټول د ولسمشر په خوا کې ودریږو او دا هیواد له سیاسي بحران څخه وباسو. ولسمشر هم ملامت دی ، دا سیاسي بحران  د چارو په ښه مدیریت کې  د نوموړي د عدم توجه په نتیجه کې مینځ ته راغلی دی، ولسمشر باید د بحران د ختمولو لپاره ملت ته مراجعه وکړي او د علماؤ، قومي مشرانو، مخور و،  پوهانو او په سیاسي برخه کې سیاسي کارپوهانو له مشورو څخه کار واخلي.
د هیواد اداره په یو نفر یا دوه نفره نه شي جوړیدای ، په دې اداره کې باید ډیر پوه او اهل کار برخه ولري.
ولسمشر او اجرائیه رئیس باید د تقسیم د ویش په سر خپل وخت ضایع نه کړي، بلکې دوي باید د وطن او ملت د خدمت لپاره جدي فکر او پاملرنه وکړي.  یوه کیسه ده چې وايي دوه کسان په یوه خر سره جګړه کوله ، دریم شخص راغی او خر یې له ځان سره یوړ. اوس داسې نه شي چې دوي دواړه د قدرت په سره په جکړه بوخت  ووسي او دریم شخص راشي او قدرت ورڅخه واخلي.
له سیاسي کشمکش او بحران څخه د خلاصون یواځنۍ لار داده چې ټول خلک او سیاسي مشران د وحدت ملي  حکومت شاته ودریږي او په دې حکومت فشار راولي چې اصلاحات راولي او د هیواد اقتصادي، سیاسي ، امنیتي ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.
د دې حکومت په ضد تظاهرات او بد رد ویل کومه ګټه نه لري، او نه هم اوضاع مثبت لوري ته سوق کولای شي.
که دا حکومت نسکور شي ، نو بل حکومت به له دې بد تر راشي ، او بیا به وایو چې هغه زوړ کفن کش له دې نوي کفن کش څخه بهتر ؤ. پخواني کفن کش به کفن پټولو ، خو دا نوی کفن کش کفن پټوي خو دا بل کار هم کوي.

ما علینا الا البلاغ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply