د کابل روستی آشوبګرۍ! / دوكتور صلاح الدين سعيدي

0 969

تمام شواهد او قرائن ښکاره کوي چې د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره ایران او پاکستان بیا نوي دلایل پيدا کړي. کابل د نړېوال مهم کنفرانس په درشل کې دی. ایران او پاكستان نه غواړي او نه پریږدي دا کنفرانس دې کابل او افغانستان کې وشي. نو ستون پنجم او نورو افغان دشمنه او افغانستان دشمنه د پردو لاسپوڅو کړیو او میدیا ته وظيفه ورکړې چې دا د سولې پروګرام او هڅه ناکامه کړي. دوی نړۍ ته وښودله چې د کابل با امنه منطقه هم نا امنه ده او دادی آشوب او مظاهرې روانې دي. د کابل د روستیو تاو تریخوالو د ادامې عوامل به ‌‌‌‌‌‌ډېر وي خو دا د کابل د سولې راتلونکی کنفرانس عامل یې اوس راته د زماني مطابقت له کبله مهم او جوت اړخ ثابت ښکاري. دپدرام ، ضیا او نورو د مدني مشروع اعتراض نه د سوء استفادې افراد او کابل کې اشوب او قومي او سمتي فتنو ته لاس او عمل پکارول هماغه د پاکستاني استخباراتي مشرانو وړاندې وینې دي چې دوی پرې خبردي او دوی ورته سازمان ورکوي.

پټه دې پاتې نه وي چې د پښتنو دبعضې افراطي حرکاتو او شعارو تر شا لاسونه او تمویل راته دهمدغو بهرنیو استخباراتي کړیو برنامې ښکاري. د یوتیوب او فیسبوک هغه ویدیوګانې چې لر او بر پښتانه سر بېلوي او یو بل ته سره کنځلې کوي له اندکترین شک او تردید نه پرته د ای اس ای برنامې او تمویل دی. نو د کابل حکومت او یا ټول دولت ته په کار ده چې لاندې برخو کې عاجل او کوټلي با جرئته اقدامات وکړي: هغه پردیپاله او دشر او فتنې مخکښ عناصر لکه پدرام، ضیا او ….چې شر او فتنې ته دعوتګر او اجرا کوونکي دي، ژبنیز او سمتي تعصباتو شعارونه ورکوي او د نظام د ړنګولو لپاره ښکاره کار کوي باید جزایی مسوولیت ته راکش کړي. حکومتداري په داسې ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډارې او په داسې ‌‌‌‌‌‌جبن او ترس نه کېږي. هغه خلک او افراد چې مدني اعتراض لري چې حق یې دی د اعتراص او تحصن محل ورته تعین او د هغو نه چې دداسې اعتراض او تحصن سازمان دهان دي مادي تضمینات او لیکلي تعهدات د نافذو قوانینو له مخې اخیستل په کار دي او متخلف ته جزا ورکول او قانون تطبیقول په کار دي. هغه میدیا او تلویزیون چې 24 ساعته د شر او فساد مظهر او وسیله ده د قضایاو ټولو خواو ته د اظهاراتو مساوي فرصت ورکولو کې عملي کارنه كوي، دې کار ته د قانوني وسایلو او میکانیزمونو د پکار اچولو په واسطه دغه کار ته مجبورول پکار دي. حاکمیت مکلف دې چې د بې کفایتو امنیتي. چارواکو ته چې د جرم او جنایت له وقوع نه یوه اونۍ مخکې هم خبر وه اما امنیت یې و نه شو تأمینولای او نیولای او ونه نیوه ، سر مججار وشو، ژر تر ژره تحقیق او له دندو ګوښه او یا تبدیل کړي. دا کار د امنیتی نظامی داخلي قوانینو په چوکات کې او جزایی مسوولیتونو په چوکاټ کې باید بلا تأخیر خلکو ته محسوس اقدامات وښودل شي. ددې حالت او جرم عمدي مشکوکو متهمینو حکامو باندې باید عدالت نافذ او عدلي او قضایی ارګانو نو ته د مشخص تاریخ سره چې تر کوکې مودې به عدالت تأمین کړای شي، معرفي او اقدامات وشي.

حاکمیت مکلف دی د هغو چارواکو قدر داني وکړي چې د پدرام او ضیا مسعود د آشوب ګرۍ مخه نیولې. حکومت مکلف دی چې مدرن، عادلانه کادري سیاست داسې عملي کړي چې د افغانستان ټول خلک، د یوسیمې او درې نه بهر هم خپلو امنیتي ځواکونه خپل وبولي. دښمن د امنیتي او نورو برخو کې پر هغه ملي او با کفایتو کدرو تمرکز کوي چې له صحنې لېرې کړي او تر مختلفو فشارو لاندې ونیسي چې پوهیږي ددوی د لاسه ‌‌‌‌‌‌ډېر څه پوره دي، نو اول دوی ته ضرر رسوي او ستر تیلیغات یې د مربوطه میدیا او سوسیال میدیا او نورو دسایسو له لارې د هغو پر ضد عیاروي او عیار کړي. داسې هم شوي چې بې کفایته او زبونو چارواکو ددې افغان دشمنه او افغانستان دشمنه تبلیغاتو تر تأثیر لاندې ملي، باعزته او با تعهدو افرادو مخه نیولې او موانع یې ورته ایجاد کړي دي. دا پروسه لا دوام لري. که زمونږ امنیتي ځواکونه باور ونه لري چې پر ارګ او ملت د حملې په صورت کې ددع ه دعا او. کارنامو او همت نه دفاع او ستاینه نه کیږي او حتی لا مجازات کیږي نو سبا به بیادملت او یا ارګ دفاع ته څوک حاضر شي؟ داسې شواهد لرم او ملت لري چې دې برخه کې د امنیتي او نورو برخو کې په تېرو ١٧ كلو كې د افغانستان د ملت په برخه کې سترې جفاوې شوي او حاكميتونو ممکن د مشروعیت د نه لرلو او جبونۍ له کبله او يا هم د موقتې فتنې د ټپولو په خاطر د خپلو تعهداتو او وعدو خلاف په دغه برخه کې عادلانه اقدامات نه دي کړي او په دې توګه په یو شمېر افرادو کې د خدمت او عدالت روحیه او انګیزه له مېنځه وړې. كه حاکمیت غواړي او که غواړئ ملت ستاسې شاته ودریږي نو تعهد ورکړئ او تعهد د عمل سره جوګه کړئ. صادقانه، با جرئته، افغانستان شمول او عادلانه عمل وکړئ. ملت ‌‌‌‌‌‌ډېر هوښیار او ‌‌‌‌‌‌ډېر حساس هوښیار دی او د هرچا حتی د وریځو په حرکت او د حرکت په معنا پوهېږي او خبر دی.

داسې تصور و نکړئ چې تخلف مې وکړ او ملت پرې پوه نه شو. ځان غولولای شئ خو ملت نه. لعنت د الله دې پر هغو افرادو او سیاسي حلقاتو وي چې ژبنیز، سمتي او قومي تربګنیو ته لمن وهي او تېرې بې عدالتۍ د افغان ولس د اوس او سبا د جدا کولو او تقسیمولو او فدرالي او نورو فتنو په چاغولو دا ملت سره تقابل او تربنګنیو ته هڅوي او په دې توګه ځان مطرح کوي او خپل جیبونه ‌‌‌‌‌‌ډکوي! الله (ج) دې داسې افراد او حلقات په خپل قهر او غضب مبتلا کړي. آمین درنو وطنوالو، خویندو او ورنو! لږ همت په کار دی. د حوادثو ناظر او یواځې خالي منتقد مه پاتې کیږئ! خپل رسالت اداء کړئ او د حق خبره او منطق یې عام کړئ! تاسئ خپل قوت وپيژنئ او نا امیدي مه کوئ! يقين ولرئ چې دا خس او خاشاک چې د حق او عدالت مخ ته ولاړ دي ستاسې د یو موټي كېدو او عمل په صورت کې د حق او انصاف لپاره په یقین هیڅ ، زبون او ناکام به شي او ناكام دي! ددغه خاين لږګکي او ددغه منحوس پردي پالو افغان دشمنو او افغانستان دشمنو همت او شجاعت له سره ضعیف دی. د هغوی د قوي بریښېدل زمونږ د بې نظمه، بې پروا او بې مسوولیته برخورد پایله ده چې هغوی قوي ښکاره کوي! شور او شعف، قوت او ځواک شئ او همدا نن او همدا اوس پېل وکړئ او رسالت مو اداء کړئ! د حق، عدالت او ریښتیا ممد، همکار او ممثل شئ! حقایق او منطق یې عام کړئ او ملت ته دې لار کې د بسیج او نظم ممثل شئ! حق كاميابيدونكی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply