د پرديو استخباراتي لوبو لوبغاړي/ اصف بارز

0 712

افغانستان کې څلورلسیزې له جګړې څخه وځي، په لسګونو استخباراتې کړۍ هڅه کوي، چې په افغانستان کې د مېشتو قومونو تر منځ د نفاق او کرکې تخمونه وکري او دوی ځانونه هدف ته ورسوي.

د شوروي له یرغل څخه وروسته د جهاد بريا د مجاهدينو ترمنځ هم کرکې او نفرت لامل شوه، په هر ولايت او سیمه کې تنظيمي جبهې د پاکستان استخباراتي شبکې په مستقيمه لارښوونه تنظيم او ووېشل شوې.

د پاکستان سامراجي ادارې يواځينۍ موخه په افغانستان کې د قومونو ترمنځ نفاق ته لمن وهل دي، دوی همېشه هڅه کوي، چې اوبه خړې او ماهيان ونيسي، بل لور ته ايران هم له وخته  په افغانستان کې قومي او ژبني وېش  ته پکی وهلی دی، تر څو دوی شومو موخو ته په اسانۍ سره ورسېږي او واحد ملت يې  د سپر په توګه رامخې ته نه شي.

د طالبانو واکمني چې غټه برخه يې پښتنو تشيکيلوله، له همدې امله يې  دوام ممکن نه شو، چې تر ډېره پښتانه پکې د واک په ګدۍ ناست و او په افغانستان کې نور قومونه ناديده ګڼل شوي و.

خو د لنډ مهالې ادارې په راتلو سره شمالي ټلوالې، چې په جهاد سربېره يې د مقاومت وياړ هم د ځان ګڼل په امريکايی ټانګونو سپاره کابل ته راغلل او په کابل کې ورسره د دولت ډېره برخه ووېشل شوه او په نظام کې پراخه ونډه ورکړل شوه.

د شمال ټلوالې جنایتکاره تل د خپل قدرت په نشه کې ډوب و، چې له همدې امله دوی تل په دولت کې هم چوکۍ لرلې او هم د دولت په وړاندې اپوزيسیون و.

خو کله چې ولسمشر محمد اشرف غني د خلکو په رايو د ارګ تر چوکۍ ځان ورسول او احمد ضيا مسعود د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر سلاکار و، هغه وخت هيڅ کومه ستونزه نه وه، نظام هم مشروعيت درلود او احمد ضيا مسعود  چې د ټلوالې مهم کس دی، د نظام  ننګه کوله.

هغه مهال امرالله صالح له واک څخه بېرون پاتې کېږي، نو د نظام په وړاندې کرکه ښيي او خپلو شومو موخو ته له هرې هغې چارې کار اخلي، چې  نظام ته سرخوږی وي.

څنګه چې افغانستان د ټولو قومونو او ټبرونو ګډ کور دی او هيڅ کله پکې قومي حکومتونه د قومي ګټو د خوندي کولو لپاره تر هدفه رسېدلي نه دي، نوځکه خو ولسمشر محمد اشرف غني هم د اصلاحاتو په لړ کې ښاغلی احمد ضيا مسعود له دندې لرې کړ، چې په دې سره ښاغلي احمد ضيا مسعود د ميليوني لاریون د راایستلو ګواښ وکړ، ترڅو د ملي يووالي په حکومت فشار راوړي. په کابل کې ترهګريزه چاودنه، چې د سلګونو هيوادوالو د مرګ او ژوبلې لامل وګرځېده، احمد ضيا مسعود، امرصالح او د شمالي ټلوالې  همدا فرصت وموند، تر څو د ولس له احساساتو څخه ګټه واخلي او د تېرې جمعې په ورځ يې  د زنبق څلور لارې سره لاریون وکړ.

د افغانستان د تظاهراتو د قانون له مخې باید امنيتي ځواکونه په جريان کې وي، د لاريون مسیر او ساحه مشخصه شوې وي، خو شمالي لنډغرو صبر پای ته رسېدلی و، ځکه دوی ټول وخت د همدې ولس په وينو او احساساتو منصبونه او چوکۍ ګټلې دي، نو په بېړه لاریون په لاره واچول شو، د ولسمشر، اجرایه ریس، د امنيت شورا مشاور، د ملي امنيت د ریس او کورنيو چارو وزير د استعفا شعارونه ورکړل شول، د احمد ضيا مسعود له لوري ځينې مخريب  کسان لاريون ته لېږل کېږي، تر څو د خلکو له منځ څخه په دولتي سرتېرو ډزې وکړي او د لاریونوالو احساساتو نه ګټه واخیستله شي.

د احمد ضيا او امرالله صالح په نغوته مسلح کسان لاريون ته ننوزي او په پوليسو ډزې کوي، چې په دې سره امنيتي ځواکونه اړ کېږي، تر څو لاریون تيت او پرک کړي، نو هوايي ډزې کوي او په پايله کې د ايزديار د زوی په ګډون څو تنه ځوانان  په شهادت رسېږي او يو شمېر نور ټپيان کېږي.

لاریون په تاوتريخوالي واوښت، د جمعې ماسپښين لاريونوال لاريون پرېږدي او د دوی په وينا د عدالت خېمه دروي، د محمد سالم ايزديار د جنازې په مراسمو کې ځانمرګي بريدونه هم د ای، ایس، ای يو بل پلان و، تر څو قومي تربګني رامنځ ته  کړي او قومونه د يو بل په وړاندې  ودرېږي، په لاريون کې هم ځينو مغرضو کسان د پښتنو پر ضد شعارونه ورکړل.

د ایزد يار د زوی د  ښخولو له مراسمو وروسته جنایت کاران  په خېمه کې  خپل غږ بورته کوي او دغه خېمه د ايمرجنسي روغتون سره جوخت دروي، ترڅو هيوادوال له ستونزو سره مخ کړي.

نظامي تاسيساتو، روغتنونونو، وړکتونونو ترڅنګ اعتصاب او لاریون تر سره کېدای نه شي، افغانستان د تظاهراتو قانون اتمه ماده  وضاحت لري.

ټولنه، اعتصاب او مظاهره په لاندې ځايونو او وختونو کې نشي جوړېدای:

۱: د نظامي تاسيساتو په څنګ کې

۲: د منفجره، منفلقه او محترقه موادو د زېرمو په څنګ کې

۳: د روغتونونو په څنګ، دوړکتونونو او شيدې ورکولو د ځايونو په دننه او نورو ځايونو کې له لمر لوېدو وروسته او تر لمر ختو پورې اعتصاب له دې حکم څخه مستثنی دی.

که احمد ضیا مسعود، لطيف پدرام او ځينې نور متعصبين چې د ای، ایس، ای د غلامۍ مخينه لري، څنګه چې د تېرې چهارشنبې په ورځ ترهګريز بريد هم د پاکستان د ای، ایس، ای له لوري طرحه شوی و، نو ولې بیا احمدضيا مسعود، پدرام او امثالهم يې له افغانانو بدل اخلي او د بهرنيو چارو سرپرست وزير ګوتڅنډنه وکړه، چې په نظام کې د ننه تروریستانو نه به غچ واخلي، په نظام کې دننه تروریستان خو هر وخت په نښه کېدای شي، که لاریون د قدرت او چوکۍ په خاطر نه و، نو ولې مو د تروریست پاکستان سفارت مخې ته دغه لاریون تر سره نه کړل؟

همدارنګه بغير له دې پېښې د ډيورنډ فرضي کرښې په خلاف موهم  کله د عدالت غږ اوچت کړی دی؟

نه هيڅکله هم نه، بلکې تاسې هر وخت په ولسي احساساتو قومي رنګ شيندلی او د يوه قوم د واک او قدرت غږ مو پورته کړی دی.

تاسو يواځې او يواځې ددې لپاره هلې ځلې کوئ، چې پاکستان استخباراتي اداره او د ايران اخوندان درنه خوشاله شي او ستاسو دا هڅې چې د قومي تفرقې او بېلتون سبب کېږي، لاسونه پړکوي.

دوی د ولس کړول د خپل ځان د مطرح کولو په خاطر کوي، تر څو په حکومت فشار راوړي، چې ولسمشر او اجرايه ریس استعفاګانې وکړي او دوی د ارګ په غولي حاکم شي.

نظار شورا چې په هره ورانکارۍ کې يې سامراجي استخباراتي شبکې د مشاوريت چارې پر مخ وړي دي، دا ځلې يې د خلکو له احساساتو د خپل ځان په ګټه د قدرت راوړلو مشوره ورکړه.

خو دوی له دې خبر نه دي، چې که احیانا ولسمشر استعفا ورکوي يا ډاکتر صاحب عبدالله عبدالله له دندې لاس په سر کېږي، د واکمنۍ چارې کوم چاته سپارئ، نظار شورا او مجاهدينو خو د افغانستان په تېرو څلوېښتو کلونو کې خپله ازموينه ورکړه او هيوادوال هيڅ کله  دا نه مني، چې يو ځل بیا دې جنګي مجرمين په کابل واکمن شي.

کمونيستانو ماضي هم توره ده، د کمونستانو تر سره شوي ظلمونه او له هيواد سره کړې جفا د هيڅ کوم هيوادوال له سترګو پټه نه ده، نو هغوی هم د هيواد اوسني حالت ته تغير ورکولی نه شي، يواځينی کس چې دغه هيواد د بدبختيو له توپان څخه ژغورلی شي، ولسمشر محمد اشرف غني دی، علميت، صداقت، رښتينولي او ژمنتيا يې د يوه ښه رهبر په توګه هر چاته مالومه ده، ددې لپاره چې موږ او تاسو د قومي ګټو او د پرديو استخباراتي شبکو د شومو موخو لپاره قرباني ورکړو، له هغې به دا غوره وي، چې د نظام د پايښت لپاره قربانۍ ته تيار شو، په نظام کې د شته نا انډوليو مخه ونيسو، ملي يووالي حکومت باید ملي يووالي وساتي او د ټولو ټبرونو لوستو او د کار کدرونو ته کار ورکړي او له ځوانې انرژي څخه دهيواد د جوړېدو په لار کې کار واخلي.

احمدضيا مسعود، امرالله صالح او په ټوله کې ټولو ګوندونو  استازو نه هيله لرم، چې په ګران افغانستان کې تر ټولو خطرناکه لوبه د قومونو جنګول دي، که خدا مکړه نظام ړنګ شي او بېرته ملوک الطوايفي نظام حاکم شي، هغه مهال نه زما خیر شه او نه هم ستا د سر ژغورلو کومه سند شتون لري.

راځئ، چې د سیمې استخباراتي شبکو شومې موخې شنډې کړو، د قومي تفرقو پر ځای د قومونو د يووالي چارې ته کار وکړو، چې هم مو ځان ژغورلی وي او هم به  مو د ګران افغانستان ابادۍ لپاره قرباني ورکړې وي.

په نړيواله ټولنه او ځانګړې ډول په امريکا غږ کوم، چې نور په پاکستان باور ونه کړي، پاکستان يو تروريست هيواد دی او د ټولې نړۍ لپاره د سرطان ناروغۍ ده، ددغه ناروغي درملنه پاکستان يواځې پرېښودل دی، امريکا باید له دې وروسته خپلې پيسې تروريستانو حاوي ته په واک کې ورنه کړي.

تل دې ملي يووالي قايم وي.

ژوندی دې وي د لوی افغانستان تحريک

اصف بارز

اسټراليا

د لوی افغانستان تحريک د نړيوالو اړيکو مسوول

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply