دلاریون کوونکو ټولې خبرې دروغ دي، خو یوه خبره یې سمه ده/ اجمل هوډمن

0 1,181

نن ماسخوتن مې د کابل ښار یوه لن‌‌‌‌‌‌ډه دوره وکړه. د مدني اعتراض په نوم مې چې کوم غیر مدني حرکتونه ولیدل ، په خپل حکومت مې زړه وخوږېد. د عامه واټونو مسدودول، د روغتونونو په څنګ کې راټولېدل، د ترافیکو د جریان په وړاندې موانع جوړول، تعلیمي ادارې له خطر سره مخامخ کول، د اقتصادي او تجارتی فعالیتونو په وړاندې خن‌‌‌‌‌‌ډونه جوړول د عامه نظم او عامه امنیت د اخلال سبب شوي.
د عامه نظم او امن اخلال د هېواد د کورني اوعامه امنیت ضد جرم دی. حکومت مکلف دی، چې د نظم اخلالونکي ونیسي ، قانون قهراً ور باندې تطبیق کړي او په ښار کې د سړیتوب وضعیت اعاده کړي.
موږ جمعیت څه کوو هغه خو هسې هم د شرارت مرکز دی. زموږ انتقاد په حکومت دی، چې د کابل د شپږ میلیونو خلکو امنیت یې په پنځو سوو لن‌‌‌‌‌‌ډه غرو ګرو کړی.
دا زموږ ملګري هسې چټي لګیا دي د اتمر صیب او ګل نبي احمدزي ننګه کوي. که امنیت شورا او ګارنیزیون امنیتي پالیسي درلوده نو نن به د کابل ښاریان په ساعتونو ساعتونو سره لمر ته په واټونو نه و ولاړ!
دلاریون کوونکو ټولې خبرې دروغ دي، خو یوه خبره یې سمه ده. هغه داچې دا حکومت د خپلو خلکو امنیت نه شي ساتلی، که یې ساتلی شوی نو نن به یې د همدې لاریون کوونکو لاسونه ور تړلي و!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply