څومره چې انګلستان کې اسلام ته ازادې ده همدومره ازادې نړئ کې هیڅ ملک کې نیشته

0 1,024

څومره چې انګلستان کې اسلام ته ازادې ده همدومره ازادې نړئ کې هیڅ ملک کې نیشته. د مسلمانانو استوګن ځایونو کې هره څلورمه کوڅه کې جومات او مدرسه موجوده ده. ملایانو د سنت په طریقه ږیره پریښې او هیڅ څوک ورته د نفرت په نظر نه ګوری. هره دوهمه ښځه به په حجاب کې وګورئ حتا داسې حجاب کې ګرزې چې صرف دوه سترګې یې ښکاري.
هر چوک کې به تبلیغیان وګورئ سره د اسلامې کتابونو خرڅولو او سره د لا‌‌‌‌‌‌ډو سپيګر چې د قران تلاوت به یې ور اچولې وې.
د دومره ازادئ با وجود پښتنو هغه ملایانو ته د شيطانانو لقب ورکړئ چاچې د تیری ورځې تروریستانو چې بې ګناه خلک یې لندن کې ووژل جنازی کولو نه انکار وکړو او د برتانېې غلامان یې وبلل. حلانکې قران کې د بې ګناه انسانانو وژونکې د ټول انسانیت قاتل بلل شوی، خو پښتنو ته به دا نوې اسلام د کوم ځایه ‌‌‌‌‌‌ډانلو‌‌‌‌‌‌ډ شوی وې چې د بې ګناه انسانانو قاتلینو ته د جنت او شهادت زیری ورکوې.
پښتنو نیتونو ته خدای لیدلې همغسې دهشت ګرد ملایان یې ورباندې نازل کړی او د برتانیې امن پسند مسلمانانو نیتونو ته خدای لیدلې همغسې امن پسند ملایان یې هم ورکړی. که خبره د مسلمانۍ شې نو د برتانیې مسلمانان د هر چانه ښه مسلمانان دې ځکه چې کفری ملک کې یې هم خپل مذهب ټينګ کړئ او که ته هلته د همدومره ازادئ نه برخمن شې نو اسلام به سل میله لری پریدې ته هلته د مجبورئ نه مسلمان یې ځکه چې ټوله جامعه مسلمانه ده او د برتانیې خلک د خدای لپاره مسلمانان دې ددې با وجود چې اسلام پریښوده ورته هیڅ مشکل نه جوړوې بیا هم مسلمانان دې. لږ ګریوان کې سر ښکته کړئ په تا چې خرمرګۍ کیږې نو هغه دهشت ګرد دئ خو که په بل کیږې هغه مجاهد دئ دا منافقت دئ.

ګل مینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply