دیپلوماتیکه زلزله/ فضل الله رشتین

0 844
سعودی عربستان، مصر ، متحده عربی اماراتو او بحرین له قطر سره خپلې دیپلوماتیکی اړیکې وشلولې. او د دې اړیکو د پریو کولو دلیل دا ویل شوی چې د قطر دولت تروریزم تشویقوي، په لبنان او فلسطین کې له بنسټ پالو ډلو سره مرسته او همکاري کوي او همداشان له ایران سره هم ډیرې نږدې اړیکې ساتي. دغو هیوادونو خپل ځمکني او هوايي لارې او بندرونه د قطر په مخ وتړل. سعودي عربستان همدا شان قطر له هغ, عربی هیوادونو له ائتلاف څخه وویست چې په یمن کې په جکړه بوخت دي. د دغو روابطو د شلیدلو نه پس د قطر او څلورو نورو عربي هیوادونو ترمنځ په روابطو کې یو سیاسي بحران پیدا شوی دی، له قطر سره د روابطو د پرې کولو نه د مخه د څو ورځو نه په پرله پسې ډول د سعودي عربستان په رسنیو کې د قطر په ضد اعلامي یرغل پیل شوی ؤ، او په دې یرغل کې د قطر امیر په دې تورن کیدلو چې نوموړی په لبنان کې د حزب الله ، په فلسطین کې د حماس د ډلې ، او ایران په پلوي خبرې کوي او له هغوي سره مادي او معنوي مرستې کوي. او له بلې خو ا د قطر امیر دا بیان ورکړی چې سعودی عربستان غواړي چې په قطر کې به یو بل انقلاب واقع شي تر څو د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثانی له قدرت څځه لر شي. د قطر او څلورو نور عربی هیوادونو تر منځ اړیکې ډیرې حساسې او خطر ناکې مرحلې ته رسیدلې دي. د کویت امیر شیخ صباح الاحمد الصباح خپلې سیاسي او دبلوماتیکی هڅې او کوششونه پیل کړی دي چې د قطر او نورو څلورو هیوادونو تر منځ وساطت او روغه جوړه وکړي. د متحده عربي اماراتو رسنی هم د رسنیو له لارې د قطر په ضد په ډیر شدت سره هجوم پیل کړی دی . داسې معلومیږي چې دا څلور هیوادونه دې ته حاضر نه دي چې له قطر سره روغه جوړه وکړي، او سیاسي راوبط بیرته عادي حالت ته راولي .
دا هیوادونه کوشش کوي چې د هرې وسیلې نه کار واخلی چې په قطر فشار را لولي چې د دوي غوښتنو ته سر ټیت کړي. خو د قطر د باندنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي دي چې قطر به د دغو هیوادونو تر فشار لاندې رانه شي، ځکه چې د سعودي عربستان او نورو دریو هیوادونو غوښتنې بې ځایه او غیر موجه دي. د قطر په مخ هوايي او ځمکنی لارې او بندرونه بندول په قطر کې د قطریانو اود مقیمو خارجیانو په روزمره ژوند منفی اثر کړی دی او همداشان یې قطر له اقتصادي ستونزو له خطر سره مخامخ کړی دی کوم سیاسي بحران چې په قطر کې پیدا شوی دی، دا بحران د څلورو هیواد او قطر تر منّځ په روابطو کې یوه دبلوماتیکه زلزله ګڼل کیږي چې دا زلزله سیمې ته دامریکې دجمهور رئیس له سفر څخه پنځه لس ورځې پس واقع شوه. د امریکی ولسمشر د خپل سفر په ترڅ کې له اسلامی هیوادونو څخه غوښتي وو چې دوي باید په عملي شکل فرقه وارانه تطرف ته د پای ټکی کیږدي. د امریکې دو لسمشر اشاره شاید قطر ته وه چې له متطرفو اسلامي ډلو سره ( په لبنان او فلسطین ) نږدې اړیکې لري او له هغوي سره مادي او معنوي مرستې کوي. اصل خبره داده چې قطر په لبنان کې د حزب الله پلوی کوي، په فلسطین کې د حماس په ګټه تبلیغات کوي او همداشان له ایران سره هم ښې دیبلوماتیکې اړیکې ساتي، نو همدا سبب دی چې دا څلور عربی هیوادونه د سعودي عربستان په زعامت د قطر په مقابل کې دیبلوماتیکه جکړه پیل کړی ده ، او دا جکړه به تر هغه روانه وي تر څو یې چې خپل اهداف تر لاسه کړي نه وي . په مقابل کې قطر په خپل موقف ټینګ ولاړ دی، د څلورو هیوادونو غوښتنو ته سر نه ټیټوي او بهتره ګڼي چې دا لانجه له دبلوماتیکو لارو حل شي. د همدې سیاسي لانجی د حل په خاطر د قطر د باندنیو چارو وزیر کویت ته سفر وکړ، قطر همداشان له ترکیې، روسیې او ایران سره نږدې دوستانه اړیکې لري نو ځکه یې له دغو هیوادو سره هم د لانجې د حل لپاره هڅې پیل کړي دي.
په هر حال، د سعودی عربستان، عربی متحده اماراتو ، بحرین او مصر روابط له قطر سره ډیرې خطرناکې مرحلې ته رسیدلې دي ، که چیرې د قطر او د دې څلورو هیوادونو تر منځ د منځګړتوب کوششونه نتیجه ورنه کړي نو ډیر امکان لري چې خبره مصلحانه جګړې ته ورسیږي ، که چیرې داسې وشي نو ټوله منطقه به په اور کې وسوزیږي، او اسرايل به هم د دغه اور له لمبو څخه په امان کې پاتې نه شي. یهودان تل دا کوشش کړی او کوي چې د اسلامي هیوادونو تر منځ اختلافات پیدا کړي، یهودان په خپل دې کار کې کامیابي حاصله کړې ده ، همدا د یهودانو استراتیجۍ دي چې په عربي هیوادونو او اسلامي هیوادونو کې د جکړو اور بل شوی او نه خاموشه کیږي. له بلې خوا په اسلامي او عربي هیوادونو کې د جکړو شدت هغو هیوادونو ته ګټه رسوي چې په فابریکو کې یې ډول ډول وسلې جوړیږي ، د دغو وسلو د خرڅلاو لپاره باید په اسلامي او عربي هیوادونو کې د جکړو اور خاموشه نه شي. قطر په تیر لسو کالونو کې ځان امریکې ته ډیر نږدې کړی دی. شیخ خلیفه بن حمد ال ثاني د قطر یو پوه امیر ؤ خو د هغه زوي شیخ حمد بن خلیفه ثاني په کال ۱۹۹۵ کودتا وکړه او خپل پلار یې له قدرت څخه لر کړ. بیا په کال ۲۰۱۳ کې شیخ حمد قدرت خپل زوي شیخ تمیم بن حمد ال ثاني ته پریښود چې تر اوسه د قطر امیر دی. څرنګه چې شیخ تمیم بن حمد ال ثاني یو اوه دیر ش کلن ځوان دی نو په بین المللي سیاستونو، چلونو او نزاکتونو یې چندان سر نه خلاصیږي.
قطر د خلیج د جکړې نه پس امریکې ته نظامي هډه ورکړه، په همدې لحاظ یې له امریکې سره روابط ډیر نږدې شو، سعودي عربستان امریکې ته د نظامي هډې له ورکولو څخه ډډه وکړه. بل کار چې قطر وکړ هغه له اسرائیلو سره د تجارتي نږدې اړیکو ټینګول وو، په همدې خاطر قطر په تیره یوه لسیزه کې ډیر ستر اقتصادي پرمختکونه وکړل. همداشان یې په نورو فرهنګي، سیاسي او تجارتي برخو کې هم لاس ته راوړنې درلودې. خو د دې په خواکې له حماس سره نږدې اړیکې درلودل ، له حزب الله څخه حمایت کول او له ایران سره ډیر نږدې روابط ساتل د قطر د واکدارانو ستره تیر وتنه وه. قطر یو کوچنی خلیجې هیواد دی، او په مقابل کې سعودي عربستان ځانته د اسلامي نړۍ او عربي نړۍ واکدار وايي نو ځکه د سعودي عربستان او قطر تر منځ لانجه پیدا شوه او دا لانجه له ډیرپخوا څخه پیل شوې ده. د څلور و عربي هیوادونو او قطر تر منځ د روابطو د پرې کیدو تر شا یهودان او د یهودانو مدافع هیوادونه قرار لري. تر اوسه پورې په دې شپږو خلیجې هیوادونوکې امنیت بر قرار ؤ ، سیاسي کشمکش موجود نه ؤ ، دا شپږ هیوادونه د خلیج د همکاریو په شورای کې سره یو ځای وو، خو اوس د دوي تر منځ د مسلمانانو دښمنان راننوتل او دوي یې سره واچول. د عربانو تر منځ په روابطو کې یوه دبلوماتیکه زلزله راغله او دا زلزله به ټول عربي هیوادونه داسې ولړزوي چې د دوي کورونه به ونړوي او دوي به له سترو اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخامخ کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply