تېرکال مې د پېښور د کډوالو اتشه کې یوه لنډه موده دنده درلوده/ نجیب ننګیال

0 1,643

تېرکال مې د پېښور د کډوالو اتشه کې یوه لنډه موده دنده درلوده.
یو ډله د ماجرو مشران و. خړ خړ څټونه به یې و. د تشناب په چپلکو کې به ګرځېدل. خلاص خلاص کالي به یې اغوستل. ملا اذان به له کمپونو را روان چای به یې د کډوالو اتشې ته رساوه. تا به لووووی لیکچر ورکړ چې نور به ټول وطن ته ځئ. خپلو اولادونو ته به هویت ورکوئ. دلته د سیاستونو او ترهه ګرۍ قرباني کېږئ. ذلیله کېږئ.

غټ پټ سړی به و. خوله به یې وازه کړه: وای نه، که یوه نومره زمکه را کوئ، ځو، کنه نه ځو.
وا سړیه! تا څو توره کړې چې یوه نومره زمکه درکړي؟ خو ټول عمر دې په راشنونو، طالبانو ته په بوټ پاکۍ او جي جي ویلو تېر شو. دلته خلکو سرونه په دې خاوره بایلل. میندو درې، څلور حتا شپږ زامن په یوه ورځ ځنې قربان کړل. تا ټول عمر په شمشتو کې د ګلبدین ویناوې اورېدې. د کابل اداره دې مرتده بلله. کابل دې په اور سوځاوه او د جنرال اختر عبدالرحمن خوب دې رښتیا کاوه. نن زمکه هم ته غواړې؟

بل به چې داسې ملا ګوټی غوندې و. بنګالۍ خولۍ به یې په سر وه، پکې را غږ به یې کړ:
نه، نه هجرت مو خرابېږي.

هلکه د چیشي هجرت؟ کوم هجرت؟ له کوم کافره تښتې؟ همدا اوس په سلو هېوادونو د امریکا بیرغ رپېږي. مستقیم یا غیر مستقیم یې اشغال کړي. ښه ته له دې سلو هېوادونو کومې خوا ځې؟ چېرته هجرت کوې؟ مګرمریخ ته هجرت وکړې.
دا بېله خبره ده چې یو ډله ملا صیبان. د سولې مدعیان، د جېکب اباد، قطر او عربستان د امریکایي اډو تر څنګ پراته دي. خو وطن ته ځکه نه راځي چې هلته امریکایان دي. سړیه خو لکه مولوی محمد نبي یې ولې سپینه نه وایاست، چې د وطن هوا مې په صحت بد تاثیر کوي. مولوي محمد نبي د حرکت انقلاب اسلامي مشر و. د مجاهدینو حکومت کې وزیر شوی و. چا ورته ویلي و چې ته خو وزیر یې. کابل ته ولې نه ځې؟ وای، یا هغه هوا مې په صحت بده لګېږي.

د سړي زړه ورته درد وکړي. “ځینې” ماجر سخت بې عقل دي. اوس به هم په تمه وي چې اشرف غني زمکې را کوي او الهام هوتکي به پړي نیولي وي، نقشې به ورته اچوي.

راځئ مړه! تېر شئ نور د خیرات له ډوډیو. لږ منډه وکړئ. نور خدای روزي رسان دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply