مدني ټولنې ته د ولسمشر ځوابونه

0 842

د سې شنبې شپې روژه ماتی مو په ارګ کې ولسمشر غني سره و، دغه روژه ماتې ته د مدني ټولنو بیلا بیل نهادونه راغوښتل شوي وو، تر روژه ماتي، لمانځه او او ډوډۍ خوړلو وروسته د ولسمشر او مدني ټولنو د استازو ترمنځ ناسته پیل شوه، لومړی مدني فعالانو خپل نظریات وړاندې کړل خو زه د ټول بحث نچوړ د مدني ټولنو پوښتنې او نیوکې او د ولسمشر ځوابونه را اخلم.
د مدني ټولنې فعال: ښاغلی ولسمشره! تاسې ته د خلکو هیلې وې خو ورستي وضعیت ته په کتو ستاسو او دخلکو ترمنځ واټن زیات شوی، تاسو په قوم پالنه او د واک په انحصار تورن یاست او ستا ستو د حکومت پر مهال د قانون واکمني کمه شوې او سرکونه زور واکانو بند کړي دي.
دولسمشر ځواب: ښاغليه ډيره مننه چې د سپینو خبرو وړاندیز او پیل مو وکړ، یوې یوې خبرې ته مو ځواب لرم او بیا قضاوت تاسو وکړئ، په تیرو لسو ورځو کې مې د ۴ زره بیلا بیلو قشرونو له استازو سره کتلي، خلک د نظام تر شا ولاړ دي او د حکومت ملاتړ کوي.
خلک وايي چې قوم پالنه کوم، راشئ وګورۍ د یو ولسمشر په توګه زما د ناستې خلک څوک دي؟ زه لس دقیقې په دري خبرې کوم هغه چې ما په قوم پالنه تورنوي را دې شي او لس دقیقې دې په سهي پښتو یا دري خبرې وکړي، دلته وګورۍ د مولانا، علي شیر نوايي؟ او ،،، انځورونه لګیدلي مونږ دا خپله ملي شتمني ګڼو، څوک دي چې خوشال خان خټک یې خپله شتمني ګڼلې ده؟ هغه وخت چې د ځینو غیر مدني کارونو له کبله زه خپل ورور ارګ ته نه پریږدم نو ځکه څنګه قوم پالنه کوم؟ دملي وحدت حکومت د جوړښت فلسفه همدا وه چې ملي وفاق رامنځ ته شي او ټاکنیز رقابت په سیاسي سوله بدل شي، مونږ سره د کار په ساحه کې بوخت اشخاص راشئ تاسو و ګورۍ چې په کومو کومو قومونو پورې اړوند دي؟ مونږ د قوم له پاره نه بلکې د ټول افغانستان له پاره کار کوو.
تاسې د واک په انحصار نیوکه کوئ: اوس مهال هیڅ د چا له سترګو نه پټيږي دلته هره پریکړه په عالي شورا کې له بحث وروسته نیول کيږي زه یواځې بحث مدیریت کوم او دلالیل اورم څوک دې وښايي چې ما څوک له خبرو منع کړی او په خپل سر مې پرېکړه کړې، شخص بیل بحث دی او ریاست جمهوري بیل بحث دلته څو عالي شوراګانی چې بیلا بیل اشخاص او نهادونه په کې کار کوي خپلې چارې پر مخ وړي، د ملکي خدمتونو اداره په کارونو بوخته ده، او همدا ډول د واک انحصار نه زه خپلې کورنۍ ته میراثي کوم او نه کوم حزب لرم چې هغوی یې وویشي. دا خبرې هغه څوک کوي چې زه اصلاحات راوړم هغو سیاسون زما مخې ته دريږیږي او موضوع قومي کوي او یا مې د واک په انحصار توروني، دا چې تاسو وایی چې بې قانوني زیاته شوې او زورواکو لارې بندې کړي، زه سر له سبا د زورواکو څخه پوښتنه پیل کوم، نه پریږدم چې د پلانکي خان زوی ترافیک یا د عامه نظم پولیس ووهي بیا وګورم چې همدا تاسې زما تر شا ودریږئ، مونږ د کابل له پاره نوی امنیتي پالیسي اعلانوو وګورو چې ددغه خلکو چغې کله پورته کيږي او تاسو زمونږ تر شا ودریږئ. د زور دور تللی او چاته به اجازه ور نه کړو چې د پلانکي خان او بیستانکی خان په نوم لارې بندې کړي.
مونږ دوه کاله کار وکړ چې په پاکستان مو اتکا کمه شي او دمنځنۍ اسیا هیوادونو سره مو لارې خلاصې شي اوس بریالي یو، سل ورځې خو دې پاکستان دروازه بنده کړي کابل به دهیڅ شي مشکل سره مخ نه شي اوس هغه وخت دی چې د سوک ځواب به په سوک ورکوو.
شپږ میاشتې کار مو د امریکا سره وکړ ترڅو هغوی د افغانستان په اړه قانع کړو چې په کې بریالي شو، نړۍ ته مو قناعت ورکړ چې مونږ د ترهګرۍ دجګړې په لومړي خط کې جنګيږو له چا مو خیرات ونه غوست او میلیاردونه ډالره مو افغانستان ته راوړل ایا دا ممکن وو؟
د چین د بهرنيو چارو وزیر کابل ته راځي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ دخبرو د پرانیستلو له پاره منځ ګړي توب کوي ایا دری کاله وړاندې چین داسې و؟
پاکستان سره چې هره خبره کوو هغه به لیک وي او نړۍ ته به روښانه وي چې مونږ سوله خوښي یو؟
ستاسو خو دا هم مسولیت دی چې دا کارونه مو وستایۍ ایا ومو ستایل؟ امنیتي ځواکونه چې ستاسې او دوطن له ناموس دفاع کوي ایا یوه غونډه مو ورته ونیوله که هرورځ یې تاسو او حتی پارلمان کې په یو او بل سپکو نومونو یادوي؟
تاسو انصاف وکړئ تاسو په دې کې څه کړي دي، زما په اړه سیاسیونو څه ډول خبرې ونه کړې ایا ما دهغوی پر وړاندې کوم عکس العمل وښوده؟ دا خو ستاسو هم مسولیت دی چې یې ومنئ.
مدني فعال: اداري فساد زیات شوی، د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې دی، مدني ټولنې نه حمایه کيږي.
ولسمشر: مدني ټولنې خو هغه وي چې د خلکو له منځه راپورته شي او حکومت او ولس تر منځ یو پول وي اوس چې بهرني فنډونه کم شوي دي ایا مدني ټولنې پیسې غواړي او کار په پیسو کوي؟ ایا دا خلک او وطن په تاسو حق نه لري؟ تاسو دحکومت سره مرسته وکړئ چې د فساد مخ نیوي کې ګړندي ګامونه واخلو مونږ چمتو یو چې د ټولو عالي شوراګانو کې له امنیتي شورا پرته مدني ټولنې ته ځای ورکړو وڅارۍ د حکومت کارونه د تداراکاتو، د اقتصاد او بشري خدماتو برخه کې جوړ کړئ مستقل کمېسيونونه او کار وکړئ مونږ مو ملاتړ کوو.
مدني فعال: د ښارواليو ټاکنې دې وشي.
ولسمشر: زه هم د ټاکنو پلوی یم خو لومړی باید نهادونه جوړ کړ چې نهادونه باورمند شي نو بیا په کې ټاکنې کول ستونزې نه جوړوي.
ټاکنې یوه ملي اجماع ته ضرورت لري او په دې برخه کې د ټولو همکاري ضروري ده. خو که نهادونه جوړ نه شي نو ستونزې به وي تاسو ولیدل چې عازي امان الله خان ددې هیواد له پاره استقلال راوړه او د غازي لقب یې وګته خو د وطن دښمنانو ایا هغه د کفر په تور له هیواد وونه ویسته؟
اوس هغه وخت تیرشوی مونږ به د غازي امان الله خان نیمګړی فصل بشپړوو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply