مجید قرار-نه ماتېدونکی سړی!!!/ نجیب ننګیال

0 1,345

دا ځینې چې لس کاله بې مالګې ډوډۍ وخوري هم، که به د مجید قرار ځای ونیسي. د هغه د فکر ژوروالی، د قلم رسايي، د وجدان ويښتيا او بې خوفه مبارزه هغه څه دي چې الا ماشاالله که به په دې وطن کې پنځو تنو هم کړې وي. د يوه غريب سپين ږيري ملا دې مېړني زوی چې په يواځې ځان د ټول نړېوال تروريزم او د وحشي افراطيانو پرخلاف کوم قلم وچلاوه، کومه منطقي او فکري مبارزه يې وکړه که به له ټول نړېوال ملاتړ او امکاناتو برخمن حکومت په پنځلس کاله کې کړې وي.

که غاړې بندې نکړو، عقدې شا ته وغورځوو او په انصاف خبره وکړو. د اروپایي طالب ذهنه پیزا فروشانو او کابل مېشته نیکټايي پوشه طالبانو په خبرو غوږ و نه ګروو. دا نن چې ځينې د سولې او انسانيت خبرې کوي، اکثرو يې له قراره زده کړي. همدا فيسبوک يې شاهد دی چې پنځه کاله پخواني طالبان چې په افتخار به يې زمونږ د نظام دښمني کوله، د سرتېرو په مرګ به يې چکچکې وهلې، نن د سولې او انټي-طالبيزم نغارې غږوي. قرار يو له هغو مستقل مزاجو او نه ماتېدونکو ځوانانو څخه دی چې دريځ يې سهار ماښام نه دی تغير شوی. که به ټول ولس يوې خوا ته رغړېده، د ده لاره به بېله وه. تر ټولو به منطقي او عالي وه. امريکايانو يې د کورنۍ ډېر نژدې خلک او طالبانو يې د يوې کاڅې ملګري شهيدان کړل.

د دې ټولو په بدل کې مونږ څه ورکړل؟
درې کاله د مخه يې کوچنۍ لور روښانې تېزاب څښلي و. د مرګ و ژوند سوال يې و. زمونږ ډېرو درنو او اصيلو ملګرو په ځای د دې چې انساني خواخوږي ور سره وښآيي خپلې عقدې ان په هماغه بده ورځ هم سړولې او ډنډوره يې جوړه کړې وه چې لور يې د قرار د شرابو بوتل په سر اړولی. هغه قرار چې که به يې حجرې ته ورغلې څو ږيرور، خړ پړ، شډل پښتانه به هر وخت پکې دېره و. څوک به محصل و، څوک به يتيم او څوک به سوچه ملا و. ښار کې به يې انګليسي زده کوله، ماښام به يې ده کره شپه وه. په کور کې يې تلويزون نه ساته، خو درنو پښتنو به د شرابي ټاپه پرې لګوله. اتيستان يې مذهبي افراطي بولي او مذهبي افراطيان يې ملحد.
خدای شاهد دی، زه يې شاهد یم. همدې قرار د څوارلس کاله پرله پسې وظيفو او ډالرو په باران کې په وروستۍ ورځ دومره پيسې نه درلودې چې د خپلې په کوما پرتې لور درملنه پرې وکړي. د معدې په جراحۍ يې ۱۲۰۰۰۰ کلدارې مصرف راته، خو د اوښي او مېرمنې سره يې په روغتون کې ټوله پانګه ۲۰۰۰۰ کلدارې وې. رڼې رڼې يې کتلې، تر څو پيسې را پيدا کړي او لور ته د ژوند ساه وبښي.
هغه قرار چې د غني د کمپاين روح و. د همده لپاره يې د ۴۰۰۰۰ زره ډالرو دنده پرېښوده په پای کې د غني په واکمنۍ کې يو کال داسې مفلس وګرځېد چې دوه مياشتې يې ډيوه لور ځکه ښوونځي ته نه لېږله چې فيس يې نه درلود. بيا يې د ولسمشر مطبوعاتي مشاور کړ خو مياشتی معاش يې تر ۷۰۰ ډالرو نه زياتېده او تر ارګه به په ټيکسي کې ته راته. هغه هم د يوې خبيثې خودخواه کړۍ پر ونه لورېده او له وطنه فرار ته يې مجبور کړ. په خورا سيستماتيک ډول يې تبعيد او د حکومت له بدنې وويست. دا په داسې حال کې چې ډېر واړه واړه ماشومان د غني په شاوخوا کې مليونران شو. ګونګيان وياندان شو او هغوی چې خپله پزه يې نشوای پاکولی د ولسمشرۍ ماڼۍ پروټوکول ور له غاړې شو.

نن طلوع پرې راپور جوړوي چې قومي تعصب ته لمن وهي. ولې لنډغر ته لنډغر وايي. یوه خاصه کړۍ هڅه کوي له اوسنۍ دندې یې هم ګوښه کړي. تر څو یا یې په کابل کې لنډغر ووژني، یا ترهه ګر.
مه پرېږدئ چې هغه غږ خپ شي، چې ستاسې د ژوند لپاره لوړ شوی. هغه ناره چې خورا ویده ضمیرونه یې ويښ کړل. ګنګس سرونه یې خلاص کړل. هفه قلم چې سل پوښتنې را ولاړوي، زر پوښتنو ته ځواب وايي….

دا په تن کوچنی او فکر لووی انسان لنډغرو او ترهه ګرو ته یواځې مه پرېږدئ. له حکومته شړېدلې. حکومت د نظام تر ملاتړو، د نظام مخربینو ته ډېر قدر ورکوي. ارګ د هغو ځاله ده، چې په ارګ یې د مرګ نارې وهلې. له پاچا هغوی تاو دي، چې یو وخت یې د همدې پاچا په ملاتړ مونږ ته ناموسي   ښکنځلې کولې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply