دعربستان او قطر ترمینځ کړکیچ د ترامپ غوښتنی او په منطقه باندی یی تاثیرات نصیر احمد څپاند

0 1,446

 

سعودی عربستان یو پاچایی دولت دی چی د عرب په ټاپووزمی کی پروت دی او د عرب دټاپووزمې تر ټولو لوی هېواد دی. د سعودی عربستان په جنوب کی د الیمین سره، په جنوب ختیځ کی د عمان سره، په ختیځ کی د قطر سره او په شمال کی د عراق، کویت او لاردن سره گډې پولې لری. مساحت یی ۲۲۴۰۰۰۰ کلومتره مربع دی. پایتخت یی الریاض دی. د سعودی عربستان سطح اواره ده. د سعودی عربستان په جنوب کی لوی دښته پرته ده چی د رب الخالی په نوم یادېږی. د هېواد په لویدیځ کی غرونه سته چی د المدیان او الحجاز په نوم یادېږی او په جنوب کی د عسیر غره شته. په سعودی عربستان کی هیڅ سیند نسته.

دعربستان اوقطر ترمینځ کړکیج د کال1992دسرحدی سیمو پرسره دیو نظامی کړکیچ چی دهغه په نتیجه کی یو دسعودی نظامی افسر او دوه دقطر دنظامیان په وژنی سره پا ی ته ورسیدو دهمدی کال دنوامبر په میاشت کی دخلیج فارس هیوادونو دهمکاری شورا دوزیرانو دسطح غونډی تحریمولو سره ددوی تر مینځ اړیکی  ټکنی او تربګنی شولي خوددسامبر دمیاشتی د 20 نیټه د ریاض او دوحه  تر مینځ په موقته ټوګه یو موافقه لیک امضا شو او دغو اختلافاتو ته یو سر پوښن کیښودلو او دهمدی قطعنامه په بنسټ عربستان څوکیلومتر خپله خاوره د قطر حکومت ته پریښودله. مګر په کال 1365 دابوالخفوس چی له یوی سمندری هډی  سره موقعیت لری او همدارنګه خود العدید چی دخلیج دجواهر په نوم یادیږی او یو کوچنی خلیج ته ورته دی او 158 نفر نفوس لری او دقطر په جنوب کی موقعیت لری او دقطر لپاره دافتصادی  له نظر با ارزښت سیمه ده او دوی کولای شی له دی لاری له اماراتو  چی ددوی  لوی تحارتی شریک دی  دارتیاط او نښلیدو مهمه لاری په ټوګه ګټه تری اخیستلی شی په سر اختلافات راتازه شول همداراز بل داختلاف ټکی دخلیج فارس دهمکاری دهیوادونو  دشورا دمشری او ریس په ټاکنه اختلاف نظروو چون دوی دواړه دعربی هیوادونو درهبری داعیه لری  او په منطقه کی د سیاسی نفوذ دزیاتوالی لپار په اختلاف کی دی او دیو بل د راپریزولو په تکل کی دی. په کال  1995 د جون میاشتی کله چی دقطر بادشاه یوی رسمی سفر باندی قاهره ته تللی وو دیوه کامیابی سپینیکودتاه چی دشیخ حمد بن خلیفه ولیعهد قطردخپل پلار په خلاف وکړه اوداسپینه کودتاه دامریکا په حمایت اودهغوی لخوا په رسمیت پیژندنی سره دعربی خلیج فارس هیوادونواندیښنی یی راوپارولی. دعربستان ،امارات،بخرین او مصر نظامی دخالت په فوریه کال1996 دحمد بن خلیفه دقطرپخوانی امیر او دهغه پلار بیرته قدرت په ګیډی کیښنوی چی دابوظبهی په یو هوټل کی یی اقامت لرو.دا دخالت کامیابه نه وو او دعربستان او قطر ترمینځ نورهم کړکیچ او تاو تریخوالی توند شو ، اوعجیبه داچی دقطر امیر سلیمان بن عبدالغزیز د سعودی  اوسنی  بادشاه اوورور یی امیر سلطان دسعودی ددفاع دوخت وزیر یی د کودتا واقعی او اصلی طراحانو په نوم تورن کړل.

په کال 2005 کی دقطر دولت حدود4000 نفر د بنی مروه دقبیله په دی تور چی ګواکی دکال 1997 به نارامیو کی په لاس درلودلو یی دهغوی ټولی دارایی او ملکیتونه ضبط او هغوی یی د قطر څخه اخراج کړل دبنی مره قبیله هغه قبایل دی چی اصلآ دجزیره العرب یعنی اوسنی عربستان استوګن  او دقطر په جنوب کی استوګن وو د دوی تابعیت یی لغو کړو ، او داکړنه د شاهزاده طلا بن العزیز د سعودی دبادشاه ورور او دخلیج فارس د برنامو دریس له خوا په اعتراض او غبرګون بدله شوه او دقطرڅخه یی وغوښتل چی ددوی په اړه تجدید نظروکړی. او په کال 2011 کی دقطر لخوا داخوان المسلمین څخه پلوی او حمایت او د سعودی لخوا داخوان المسلمین سخت دریځه ډله د ترورستی ډلو په نوملړکی دشاملولو په سره هم جور اختلاف نظر رامینځ ته شو همدارنګه په 2011 کال قطر دخپل مطبوعاتی رسنیز او سیاسی نفوذ په ذریعه دعربو دپسرلی په نوم اعتراضاتو په جریان کی په څو عربی هیوادونو کی داسلامپالو سخت دریځو عورځنګونو څخه  ننګه ته ډه ډه ورکړه. په کال2013 کی کله چی  دمصرحمهور ریس د مصر دفوځ له خواګوښه شو او ښاغلی عبدالفتاح سیسی جمهور ریس شو دمصراو قطر ترمینځ هم اړیکی کړکیچن شوی مصر او یوشمیر نور عربی هیوادونو قطر د اخوان المسلمین څخه په پلوی تورن کړو درحالیکه چی عربستان اومتحده اماراتو د عبدالفتاح سیسی په مشری د مصر نوی تاسیس شوی  حکومت ننګه او حمایت وکړو. یو کال وروسته 2014 دمارچ په میاشت کی عربستان ،بحرین او متحده اماراتو څپل سفیران او دیپلوماتان د اعتراض په توګه  چی ګواکی قطر ددوی په کورنیو چاروکی مداخله کوی له دوحه څخه راوغوښتل او دغه کړکیچ ددغو دریو هیوادنو ترمینځ تقریبآ اته میاشتی دوام وکړو. اما ددوی تر مینځ سمندری، هوای او ځمکنی دخلکو تګ راتګ اړیکی نورمال جریان درلودو او داتباعو اخراج ترسره نشول همدارنګه  ریاض ،منامه ،ابوظبی په هغه وخت کی دوحه  داسلامی سخت دریځو ډلو په حمایت تورن کړو.

په کال 2017 کی دڅلورو عربی هیوادونو دعربستان سعودی په مشری باندی چی عبارت دی  له عربستان ،مصر،بحرین او متحده امارات دقطرسره خپلی دیپلماتیکی اړیکی پری کړی اویو شمیر نورو عربی هیواودونو چی عبارت دی له لبیا ،یمن ،سنکال ،مورتیانی،چارکومور، نیجروګابن له دی اقدام څخه خپل خکایت وکړو او څپل اړیکی یی د قطر سره پری کړی.او اردن هیواد هم وویل چی خپل دیپلماتیک اړیکی به له قطر سره راکم کړیږاو دا لمړی ځل دی چی دعربی حوزی خلیج فارس دقطر سره په کړکیچ او هغه هم لاډیر جدی کړکیچ اوتاو تریخوالی ته لاړل.

ډیری په دی نظر دی چی دخلیج فارس دهیوادونو دهمکاری شورا کی موجوده بحران دقطر په سر چی ګواکی دا هیواد د اخوان المسلمین  یا دایران سره داستراتیژیک اتحاد  او د ښاغلی شیخ تمیم د قطر دامیر اخری اظهارات دی. مګرپه خواشنی سره باید ووایم چی  د بخران اصلی دلیل  کووم چی په رستیو او مطبوعاتو او یاهم  اجتماعی شبکو کی انعکاس شوی دی داسی ندی صرف دا یو صوتی بمب ته ورته دی چی دخاور او دوړو بادول وی او اصلی هدف پټولو په مانا دی.

او تل مونږ ددی شاهدان یو چی په جهان کی دهیوادونو ترمینځ تل اختلافات او بخرانونو اصلی دلالیل اکثرآ د اقتصادی کټو او منافعو پرسروی او په بله مانا پیسی او یا هم ډالروی. دقطر او عربستان  ترمینځ اختلافات  هم په همدی ټکی  ولاړل دی. او دااختلافات  خاورمیانه ته دامریکا دمتحده ایالاتو دجمهور ریس ښاغلی ترامپ د سفر څخه وروسته رامینځ ته شوی دی،اوتقریبآ500 میلیارد دالرو معامله پرسر ده  او وافعیت دادی چی  دارقم وافعی  رفم ندی په دی خاطرچی تراکپ مخکی دسعودی عربستان  ته  د خلیج فارس دری عربی هیوادونو نه غوښتلی وو چی په حدود د یونیم تریلیون ډالر (1500 میلیارد دالرو په ارزښت به دعربو سره  قراردادونه بایدامضآ شی. همدارنګه  مخکی له دی چی ترامپ له ریاض څخه لاړشی او سفر پای ته ورسوی دلته باید یوټکی ته اشاره وکړو چی ښاغلی ترامپ یو کاوبای لرونکی ذهنیت لرونکی دی او کاوبای مانا غوایی ساتونکی او دادی نطر ته  رسیدلی دی چی  دخلیج فارس عربی حوزی دری هیوادونوخلک د غوایانو ساتونکو حخه کم ندی . داچی دوی ډیری  پیسی او هستی لری مګر ددی لیاقت او ارزښت دومره نلری. او ترامپ  هغه شخصیت دی  چی په دی لټه کی دی چی دامریکا ملت ته باید هر څه ورکړی او په دی عقیدی دی چی دالوړ رقم کولاشی  د امریکا اقتصاد تقویه کړی او هغه  به دی هم پوهیږی چه اخرینه خبره پیسه کوی او دامریکا ملت لپاره ترهرڅه نه اړینی دی او دا هغه حه دی چی ترامپ په خپله ټوټیرپاڼه که هم ورته اشاره کړی او ویلی دی(تاسی ته می دخاور میانه نه په میلیاردونو ډالرراوړی دی،کار،کار،کار) او په دی ټوګه ترامپ غواړی چی خپل مخالفین غلی او ارام کړی، او ورته وایی چی زه  اقتصادی لاسته راوړنی لرم جی تراوسه پوری  هیڅ یو حمهور ریس هم نه درلودلی چی دخپل څلور میاشتی کاری موده کی دومره لوی مالی قراردادونه  امضا کول دی. او دعربی خلیج فارس دری هیوادونو ، دقطر ، امارات او عربستان ژمنه کړی وه چی دالوی رقم به ورکوی. سوال دادی چی دادری عربی هیوادونه ولی دومره لوی رقم باید ورکړی؟ اویا نور هیوادونو کی امریکای پوځی هډی  نشته اوپه سلهاو زره بحری اوفوځی عسکرو شتون هلته نشته او که څنګه؟ او هعه هوکړه چی دغو دری عربی هیوادونو کړی وو چی دا رقم به تادیه کوی دځان دساتلو لپاره وو ؟ دافتصادی راکړی ورکړی پربنیاد وو ؟ او که دامریکا دحمایت لپاره ترڅو ددوی داقتدارا، قدرت او حاکمیت کرسی ساتنه او مخفوظی کړی شی؟ ولی ددوی ترمینځ حالات هغه وخت تربګنی شول چی دقطر هیواد امیر دشوی ژمنه نه په شاه شوو . د قطردی عمل د سعودی عربستان او اماراتو  داندیښنی  سبب وګرځیدو او دوی  شخصآ د قطر دامیر نه دانتقام اخیستلو په فکر کی شول او دقطر دحکومت رسانی یی هک کړی او دقطر هیواد په رسانیو یی وحشنتاکه حملی سازمان دهی  کړی اودقطردامیر پرضد یی پراخ اوتوند اظهارات پیل کړل اوتراوسه پوری جاری دی او دغه لګیدلی اور به خاموشه نشی .

یادشوی رقم ډیر زیات دی او ددغو هیوادونو داقتصادی حالت ته په کتو سره دوی یی امریکاته نشی ورکولی او نه یی امکانات لری او دا یو خیالی رقم دی  چی د دی دری واړو هیوادونو دکلنی مالی بودیجی څخه هم زیات دی اوداسی هم اټکل کیږی  جی دیادو دری عربی هیوادونو افتصادی حالات به دسختو  بحرانونو سره مخ شی ددوی بازارونه به په ډراماتیکه توکه سقوط وکړی او ډیری پانګه وال به خپلی پانګی بهرنیو هیوادونوته انتفال کړی  او پانګه والو ته  به دسوداګری حالات سخت او ستونزمن شی او بهر ته به وتښتی او داکړنی به  داقتصادی وضعیت ترڅنګ په امنیتی حالاتو باندی هم په مستفیمه توګه اغیزی وکړی اوامنیت حالات به ورسره خراب شی. دریاض دسفر څخه دترامپ دراستنیدو سره سم دامریکه غصه او قهرراوپاریدو او امریکایی سیاستمدارنو بی دمخکی خبرداری نه شدیدی او لفظی حملی دقطر دهیواد او دهغوی امیر باندی وکړی  حتی  داتهدید یی هم  وکړو چی دامریکایانو پوځی هډه د العدید چی دوحه کی ځای پرځای شوی دی  دقطرنه وباسی اردن او یا خلیج فارس ته یی انتقال کړی.

دقطر هیواد هغه مرستی چی لبیا ،سوریه او مصر او عراقی تروریستی او سخت دریځو ته  په بیشماره ټوګه ورکړی اوس دبودیجوی کسر  سره مخامخ دی او ددومره لوی رقم دورکړی ظرفیت نلری چی خپله ژمنه ترسره کړی. همداشان د2022 دورزشی جهانی جام ته داستدیومونو په جوړولوکی چی قطربه یی کوربه وی هم  ډیره زیاته پانګه ونه وشوه  چی داهم د فطر هیواد په اقتصادی او زیربنایی  بنبادونو باندی اثراچونکی دی قطر د ژمنه شوی رقم نه خاص انکارندی کړی بلکه څان یی یو خواته کړی دی. د قطر دی حرکت  خپل دواړه ګاونډیان یی خفه کړی او هغوی داسی احساس کړی چی ګواکی د قطر امیر دوی دوکه او تیر باسلی دی او یا خندا ورباندی کوی له همدی امله دشدیدوغبرګونونواولفظی حملو سره مخ دی.

همدارنګه د قطر قوی ا قتصاد نه عربستان اونه هم امریکا ته برداشت وړدی او نه هم دوی ته دقطردا چتک اقتصادی پرمختګ زغملو وی په قطر کی  دسړی سره عاید دکال 146000 امریکایی ډالر دی  په نړی کی دوهم  هیواد دی  چی تقریبآ 30 زره میلونران لری ،  دتعلیم دښه کفیته له نظر  په عربی هیوادونو کی لومړی او  په نړی کی دجاپان نه  څلورم هیواد دی دروغتیا دښه کفیت او  دفساد سره  د مبارزی په ډګر کی عربی هیوادونو کی لمړی او په نړی کی شلم مقام لری  په رقابتی ډګر کی  عربی هیوادونو کی لمړی  او په نړی کی  دولسم مقام لری دبی روزګاری ګراف یی ټیټ دی  دقطر دبانک سرمایه 1.1 قطری ریال چی( 273497267759.5628) امریکای  ډالر کیږیاو دنړی تر ټولو ستر پانک دی چی 520 میلیلرده ریاله  سرمایه لری حکومتی  شتمنی یی 300 میلیارد دالرو ته رسیږی او په 39 هیوادونو کی یی سرمایه ګذاری کړی ده په 17 هیوادونوکی د مخابراتی  سکتور په برخه کی  107 میلونه ګډونوال (مشترکین)لری دانګلسنان په هیواد کی تقریبآ28 فیصده ټاورونه یا لوړ تعمیرونونه قطر پوری اړوند دی او په ټوله نړی کی  يواخینی هیواد دی چی مالیه ورکی نشته او دملی سپما  له پلوه لمړی مقام لری او دطبیعی پیښو دکمښت  او غذایی مصونیت تر ټولو مصنون هیواد دی  او لمړی هیواد دی چی نوری فایبر شبکه  یی تر ټولو اول وغځوله او دانترنیت  دسرعت له پلوه  په عربی هیوادونو کی لمړی مقام لری د LPG دتولید  کی قطر هیواد لمړی مقام لری  او 15 میلیارده بیرله تیل لری  چی دا رقم  یی د 40 کالو لپاره  بسنه کوی او دنړی په سطحه دپترولو او مشتقاتو (پترو شیمی موادو په تولید کی ځلورم مقام لری او دساینس او ساینسی تحقیقاتو په اړه ځانګړی پاملرنه کوی.

دقطر هیواد کوښښ کوی  چی په منطفه کی په نو اتیلافونو سره خپل رول په منطقه کی مهم او بارز وښایی دترکیه څخه وروسته دایران  سره نږدیکیدلو او دهند دحکومت سره د سوداګری نوی ټړون یادونه وکړو همدارنګه دقطر ،کویت ،عمان ،  او روسیه سره دقطر نږدی کیدلو احتمال همم لیدل کیږی. او دقطر امیر دعربی نړی ی لمړنی مشروو چی حسن روخانی ته یی دجمهوری ریاست په ټاکونوکی دیریا له امله مبارکی ورکړه او دایران سره یی داړیکو اومناسباتو ژمنه وکړه چی دانه هم عربی هیوادنوته اونه هم امریکاته دمنلو او برداشت وړوی. بل اړخ ته عربی هیوادونه  امارت چی تقربنآ دایران سره 6 میلیارد ډالر کلنی سوداګریزی اریکی او دعمان  دپادشاهی حکومت چی دایران استراتیژیک ملګری دی او اشتثنایی اړیکی  لری  او دوی ټول  دخلیج فارس هیوادونو دهمکاری دشورا غړی دی او دهمدی توافقاتو پربنا پریومیز سره راغونډیږی هغوی ته ولی نه عصبانی کیږی ؟بواځی قطرته په قهر او ګوټه څنډنه دی. اصلیدلیل دا دری اړخیزه اختلاف ندی  چی ایران اویاهم اخوان المسلمین  سره یا خماس  سره دقطر داړیکو ندی بلکه  اصلی  دلیل دامریکا حفګان او دقطر دامیرڅخه دی چي خپله ژمنه شوی وعده یی پوره نکده او تعهدی ییمات کړو او خپله حصه یی امریکا ته ورنه کړه  او دقطر خارجه وزیر اوس هم دخپل هم سیاله امریکایی خارجه وزیر سره مذاکره کی بوختدی جی دغه  رامنځ ته شوی  بخران ته دپای ټکی کیږدی.ولی ددی حل لاره داده چی دقطر له خوا شوی وعده او هغه رقم  چی تعهد یی کړیو هغه باید  که داقساطو په ټوګه هم وی دترامپ حکومت ته ورکړی. مګر دا اختلافات لا هم  دوام لری او دقطر او سعودی عربستان دمشرانو ترمینځ  دزیاتیدونکی تاوتریخوالی له کبله دکویت د تیلو  داجراییه شورا په غونډه کی ددواړو هیوادونو دورغلو پلاو داستازو ترمینځ یی فزیکی جګړه ښه ثبوت کیداشی.

اخذونه

يورونیوز

خبرانلاین ایران

الصوت الاخر

خبرګذاری نسیم

بی بی سی فارس:

Sputnik

ګوګل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply