د ډاکټر اشرف غني وجان مکين د پام وړ/ سيد حسين پاچا

0 803

د ډاکټر اشرف غني وجان مکين د پام وړ :

له پاکستان سره د ډيورنډ په کرښه په هم مهاله عملياتو موافقه شوې

مذهبي اشتباه ((تېروتنه)) پر توبه واستغفار او پر سجده سهوه جبيره کيږي،

خو سياسي اشتباه ((تېروتنه)) په هېڅ نه جبيره کيږي

نوټ : تېر ته په کتو چې خبره دومره رسوا شوه هممهاله يا ګډ عمليات به هغسې بريالي نه وي. موږ د کرښې او هغوی د سرحد کليمه کاروي داسې نه چې بيا مو دا ځل د مشر لالا ((امريکا وناټو)) په شتون کې غاښونه ووځي او هماغه د انګليسي استعمار تپل شوې کرښه راباندې دا ځل د رسمي سرحد په توګه ومنل شي. موږ بايد په دا ډول عملياتو کې محتاط و زيرک واوسو. پاکستان خپل روزل شوي پر يوه اشاره ((بس ارام، مه غپېږئ!)) باندې هم د حقاني و نورې ترهګرې ډلې رام ومهارولی شي، ولې ورته دومره عذر و زارۍ وکړل شي؟ افغانستان ته دې حق ورکړل شي چې هغو ۳۲ روزنځايونو ته ورپسې ورشي او خپله عمليات ترسره کړي او هم دې هغه ۸۵ ښوول شوي ترهګر وروسپاري چې افغانستان يې ليست ورکړی وو.

ټوني شيفر :

د امريکې مخبرانو په واڼه کې د ايمن الظواهري ځای ځايګی معلوم کړ. د امريکا د پوځي استخباراتو مامور ټوني شيفر موږ داسې معلومات ترلاسه کړل چې ډاکټر ايمن الظواهري هلته په يوه کور کې دی چې د مرکز په توګه کارېده.:

We found out that Dr. Zawahiri was hanging out there and…

دا معلومات مو له پاکستاني چارواکو سره شريک کړل چې پر ضد يې عمليات وشي. عمليات وشول، خو پايله يې نه درلوده. جنرال داويد راجبود چې د عملياتو مشري يې پر غاړه لرله.

I was in Wana and I’m the one who carried out this operation, and once we …

زه په واڼه کې وم او ما دغه عمليات ترسره کړل. کله چې مو معلومات ترلاسه کړل، سهار وختي عمليات پيل شول. ځانګړي ځواکونه سيمې ته ورغلل، نښته وشوه. کله چې موږ ورسېدو، ځينې کسان وژل شوي وو او هغوی چې ژوندي باقي وو هغوی ښايي تښتېدلي وي، خو ښاغلی شيفر وايی چې ايمن الظواهري ته څليريشت (۲۴) ساعته د مخه خبر ورکړل شوی وو چې ورباندې بريد کيږي او له سيمې بايد ځان ووځي. پاکستان دا تور ردوي او وايی چې ګوندې په لوی لاس يې الظواهري ته د تېښتې لاره پرانېسته، خو امريکايان له دې امله پرې پوه شوي وو چې په دې ټوله موده کې پاکستان هغه طالبان ونه ځپل چې په افغانستان کې يې پر امريکايانو بريدونه کول. په همدې حال سي آی اي دا هم وموندله چې طالبانو ته په پاکستان کې ګڼ روزنځايونه جوړ شوي دي.

http://www.bbc.co.uk/pashto/in_depth/2011/12/111228_aa_secret_pakistan.shtml

تېر ته په کتو که لږه يې په سپينو ټکو ووايو امريکا

پاکستان او په ځانګړې توګه پروېز مشرف د بوش اداره په ډېر مهارت سره خطا ايستله. مونږ ته يې يوازې د القاعدې هومره کسان راکول چې د بوش اداره خوشاله وساتي. هومره نه چې القاعده دړې وړې شي او د طالبانو برخه خو يې هېڅ څه رانه کړل.

مشرف پوهېده چې له هرې غونډې نه وړاندې خپلې ذخيرې ته نور توکي ورواچوي. د مشرف او د بوش د کتنې په درشل کې به يې د القاعدې يو فعال راوويست چې دا دی څلورم کس، دا دی په القاعده کې درېيم کس مو ونيوه او په دې توګه به يې د انتقاد مخه ډب کړه.

په همدې مهال کې له اسلام اباد نه برېتانيا ته رسېدلو ريپوټونو هم د امريکا ادعا پياوړې کوله. ډګروال ريچارډ کيم Richard Kim د برتانيا د کابيني د استخباراتو پخوانی مشر وو چې د ايم آی شپږ (MI 6) او ايم آی پنځو (MI 5) له ادارو ريپوټونه ورته سپارل کېدل.

I think it was quite clear to us that the Pakistanis were playing very much a double game and a lot of …

زما په اند دا موږ ته تر ډېره څرګنده وه چې پاکستان دوه مخې لوبه کوي. ډېر هغسې چې يې ويل او يا يې کول د لويديزوالو د پام له امله يې کول او اصلي نيت يې دا نه وو. مونږ احساس کولو چې د طالبانو داسې عناصر به وي چې پاکستان به يې ملاتړ کوي او يا چمتو دی چې پخپله خاوره کې يې وساتي.

د پاکستان د دوه مخې څرګنده بېلګه د بلوچستان د کوټې ښار وو. په دوه زره او درېيم (۲۰۰۳) ميلادي کال طالبانو هلته په جلا وطنۍ کې حکومت جوړ کړ.

خبريالې کرېستينالم هغه مهال کې له پاکستانه ريپوټونه راکول.

In 2003, I was in Quetta and …

کويټه د طالبانو د مرکز په څېر وه. طالبان هر چېرې ليدل کېدل. چندې ټولېدې او په ليکو کې يې خلک ورګډېدل او روزنځايونه يې درلودل. طالبانو له همدې خوندي ځايه د نوي افغان حکومت او د امريکايي ځواکونوپرضد بريدونه پيل کړل او پاکستان يې مخنيوی ونه کړ.

د سي آی ای پخوانی کار کوونکی ګولي سريډر په دې باور دی چې د بوش ادارې د ډېر وخت لپاره دا نه منله چې پاکستان سم رول نه لوبوي. دی وايی چې پاکستان د القاعدې پر ضد له امريکا سره ملګری وو، خو دوه مخي يې بيا دا وه چې د طالبانو ملاتړ يې کاوه. او د بوش ادارې نه غوښتل چې ځانه له دغه حقيقت سره مخامخ کړي.

په همدې حال کې پاکستان د دې لپاره چې د طالبانو سره د پاکستاني کړيو مرستو ته د امريکايانو پام وانه وړي، د القاعدې يو شمېر کسان يې نيول. دې کړنې ته په غبرګون کې پر ولسمشر مشرف دوه ځله بريدونه وشول.

Fourteen people have died in a failed assassination attempt on the president of Pakistan.

دغه بريدونه دواړه له القاعدې سره د تړلو تندلاريو د پاکستانيو ډلو له خوا پلان شوي وو او په غبرګون کې يې بيا ولس مشرف په وزيرستان کې د دغو تند لارو پر مرکزونو عمليات پيل کړل.

د دغو عملياتو پرمهال داسې يوه پېښه رامينځته شوه چې امريکايان يې د القاعدې د سر سر مشرانو په نيولو کې له پاکستاني استخباراتي ادارې سره د همکاريو په تړاو شکمن کړل.

د امريکې مخبرانو په واڼه کې د ايمن الظواهري ځای ځايګی معلوم کړ. د امريکا د پوځي استخباراتو مامور ټوني شيفر :

We found out that Dr. Zawahiri was hanging out there and…

موږ داسې معلومات ترلاسه کړل چې ډاکټر ايمن الظواهري هلته په يوه کور کې دی چې د مرکز په توګه کارېده. دا معلومات مو له پاکستاني چارواکو سره شريک کړل چې پر ضد يې عمليات وشي. عمليات وشول، خو پايله يې نه درلوده. جنرال داويد راجبود چې د عملياتو مشري يې پر غاړه لرله.

I was in Wana and I’m the one who carried out this operation, and once we …

زه په واڼه کې وم او ما دغه عمليات ترسره کړل. کله چې مو معلومات ترلاسه کړل، سهار وختي عمليات پيل شول. ځانګړي ځواکونه سيمې ته ورغلل، نښته وشوه. کله چې موږ ورسېدو، ځينې کسان وژل شوي وو او هغوی چې ژوندي باقي وو هغوی ښايي تښتېدلي وي.

خو ښاغلی شيفر وايی چې ايمن الظواهري ته څليريشت ساعته د مخه خبر ورکړل شوی وو چې ورباندې بريد کيږي او له سيمې بايد ځان ووځي. پاکستان دا تور ردوي او وايی چې ګوندې په لوی لاس يې الظواهري ته د تېښتې لاره پرانېسته.

خو امريکايان له دې امله پرې پوه شوي وو چې په دې ټوله موده کې پاکستان هغه طالبان ونه ځپل چې په افغانستان کې يې پر امريکايانو بريدونه کول. په همدې حال سي آی اي دا هم وموندله چې طالبانو ته په پاکستان کې ګڼ روزنځايونه جوړ شوي دي.

سناتور جان مکين :

My colleagues from the United States …

ما او ملګرو مې يو ډېر مهم معلوماتي سفر درلوده. په ستونزو او برياليتوبونو خبر شولو او پر دې هم خبر شولو چې مخکې پرتې ستونزې څه دي؟ د حل لاره زموږ په خپل مينځي همکارۍ کې نغښتې ده. موږ پر دې خبرو وغږېدلو او د افغانستان وپاکستان ترمينځ په ستونزو او سرحدي اړيکو هم خبر شولو.

سناتور ليندسي ګراهم :

One of the great successful story …

په دې هم خبر شولو چې د پاکستان اردو په تېرو څو کلونو کې د سيمې په تغيير ((بدلون)) کې څومره بريالی نقش لوبولی دی. زه د پاکستان د اردو او د دې سيمې د خلکو برياليتوب ستايم، خو دا مهم پرمختګ دی چې اوس دا خلک د ترورېزم پر ضد دي او بيرته پر شا تګ نشته او بيا به دې سيمې ته ترهګر پرېنږدو.

نويده خوشبو :

د نړۍ ځواکمن هېواد د دې جګړې د ختمولو توان لري. د افغانستان لپاره بايد ستراتيژي مشخصه شي. د جګړې لوری بايد معلوم شي. دا معلومه شي چې موږ دلته څه کوو؟ او حضور مو د څه لپاره دی؟

د هجرت وجهادي چاپيريال يوه ترخه خاطره :

زموږ او د فلسطينيانو د اجرتي قاتل او د جهنمي ضياء له ارمانونه يوه دا وه چې افغانستان د تل لپاره کمزوری، بېثباته او ناارامه او تل د پاکستان ټپ سيوری او د پاکستان تر لاس لاندې وي او د خپل ستراتيژيکو موخو لپاره يې داسې يوه طرحه وړاندې کړه چې افغان جهاديان، عربي او نور مذهبي تندوره ډلې ټپلې دالقاعده په شمول له سرحد سره په نژدې سيمو په تېره بيا وزيرستانونو، ايجنسيو او نورو ناارامه سيمو کې ځای پر ځای کړل. مالي ونظامي ولوژيستيکي ملاتړ يې د امريکا او ملاتړو او د عربي شېخانو پر غاړه وو، روزنه يې د پاکستان پر غاړه وه او د سوون توکي يې افغانان ول.

ضياء يو وخت باړې خيبر ايجنسۍ ته د چرسو، اپيونو او هيرويينو پر پلمه خپلې ملېشاوې او پوځيان د ترياکو، چرسو او مخدره موادو سره د مبارزې په پلمه چې هغه وخت يې هم له امريکا او له ملاتړيو يې مالي مرسته ترلاسه کړې وه. ان تر دې چې هغو کسانو ته چې ملېشو يې په ظاهره د هغوی کورونه وسېځل او نړۍ ته يې داسې ښکاره کړه چې موږ د چرسو، ترياکو او د مخدره موادو د قاچاقبرانو د مخنيوۍ او نيونې او د هغوی پر ضد مو عمليات ترسره کړل، خو په حقيقت کې هغه افرېديان او فراريان يې له مخکې نه خبر کړي ول او هغوی خپلې مينې او کورونه له مخکې نه پرېښي وو او هم يې ورته يو پر دوه تاوان ورکړ، خو پر ميلياردونو ډالره يې له امريکا او له ملاتړو يې وشکول. اصلي موخه پاکستان خپلې قواوې د افغانستان پولې زخه خېلو او تيرا ته ان آخوا له کوهاټ، هنګو، ټل او د سدې له ليارې تيرا ته ورنژدې کړل. بيا په دې وروستيو کې دا پروسه د منګل باغ او نورو امپړو ورکزيو په وسيله زموږ د شينوارو سيمو ته يې د مجاهدينو، طالبانو او نن د داعشيانو پر پلمه سرايت وکړ چې ټرمپ پرې د بمونو مور هم وکاروله، خو لا هماغسې شته دی.

له يو لورې طالب نه ورکيږي، خو له بل لورې داعش راپيدا کيږي. تېر ته په کتو پاکستان تل دغسې پروژې په ارزانه بيه مخته وړي او هم يې پرې خپلې سياسي موخې مخته کړي دي. امريکايي سناتوران پر دغه ستونزه له موږ ښه پوهيږي چې ستونزه چېرته ده؟ دوی هم کرل کوي او هم رېبل.

دا بايد موږ، امريکا و ناټو ومنو چې دوی حراميانو امريکا هغه وخت او بيا د بُش په وخت کې ښه په اسانۍ سره دوکه کړه. د اوباما په وخت کې يې هم دوکه کړه او نن به يې د ټرمپ په وخت کې هم دوکه کړي. درست ده چې د روسانو په وخت کې دوی يو بل ته مجبوره ول، خو نن هغسې مجبوره نه ښکاري. دا ځکه چې پاکستان ترې خپل کار وکړ او ځان يې اتومي ځواک کړ او د همدغو ځينو مشترکو وجوهاتو او د ځينو ارزانه روزنيزو مرکزونو او پروژو له برکته نن هغه دی چې د امريکا د مرستو سره سره ځان چين ته لا څه ان چې روسيه ته يې لا ډېر ورنژدې کړ او روسيه يې د امريکا له موخو او پلانونو خبره او د پوتين ذهنيت يې د امريکا پر وړاندې واړولو.

ښاغلی کرزی پخپله يوه مرکه کې همدې ټکي ته اشاره کوي :

زه په دې باره کې پوره معلومات لرم. په ۲۰۰۸ ز کې ما اول ځل پوټين ته د شنګهای په کنفرانس کې د شنګهای په ښار کې د امريکا خلاف شکايت وکړ. ما به هرکله چې پوټين ته شکايت کولو پوټين به زما خبره ردوله تر ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ ز کال پورې. هلته چې ما بيا شکايت وکړ په قرغزستان کې پوټين راته وويلې چې ستا په خبرو کې يو انځور د حقيقت شته. نو دا څه پېښه شوله چې له امريکې سره متحد پوټين، له امريکې سره همکار پوټين، له امريکې سره همکار چين، له امريکې سره همکار هېوادونه پر امريکې باندې شکمن شول او اوس د امريکې په مقابل کې ولاړ دي.دا ځواب بايد امريکا ورکړي.

http://www.taand.com/archives/89057

پاکستان په ډېره اسانۍ او حراميتوب سره زموږ له پخواني ولسمشر څخه دلته ګټه پورته کړې چې همدا اوس يې هغه ده چې هر اړخيزه ګټه پاکستان ته ورسېده چې له روسانو يې روزنه ترلاسه کړه. روسان يې د حقاني شبکې په مرسته خوست، پکتيا او وزيرستانونو کې وګرځول لکه نن و پرون يې چې جان مکين او روسي پوځي مشاورين ګرځولي ول. د تېر جهاد په وخت کې يې هم همدغسې ناوړه ګټه له موږ پورته کړه. اوس به د ښاغلی حکمتيار سر پرې هم ښه خلاص شوی وي.

دا زموږ په ګټه نه دي چې پاکستان هر ځل امريکايي و روسي پوځي مشاورين د خپل ځان د سپيناوي لپاره هلته وړي. پاکستان په حقيقت کې دغې سيمې ته ځان رسول موخه وه او دا کار يې د په وزيرستانونو او نورو سيمو کې د همدغو تندروو ډلو ټپلو د پټنځايونو او روزنځايونو پر پلمه په اسانۍ سره وکړ. مالي ونظامي مرسته يې له امريکا ترلاسه کړه او هغه پښتانه يې پرې ووژل چې هغوی ځانونه افغانان بلل او له مينو او شتمنيو او له ژونده يې خلاص کړل.

پوښتنه دا ده چې جان مکين او ملګري يې ولې داسې سيمې ته ولاړ شي چې هغه د افغانستان برخه ده. ولس يې ځانونه افغانان بولي او له برتانوي استعماره تر ننه همداسې خپلواک پرېښوول شوي ول، خو د زاړه استعمار ميراثخور نن هماغه د زاړه استعمار خوبونه د نوي استعمار تر چتر لاندې ويني او خپلو موخو ته ځانونه رسوي. په بله مانا د افغانستان خاوره يې لاندې کړه. د همدوی د مالي ونظامي مرستو پر وسيله د همدې مزدور پنجابي اردو په وسيله خرابه شوې او ولس يې ووژل شو او دوی لا نن بيا هم هملته د خپلې مزدورې اردو سره هلته ځي او د خلکو پر زخمونو مالګې دوړوي.

يو متل دی :

که ابۍ وغواړي پيتي ته هم تبی کولی شي.

که امريکا رښتيا وغواړي په هر ډول چې وي پاکستان رام او مهارولای شي. نورې ډېرې لارې هم شته چې پاکستان پرې له خوږې ګوتې نيولی شي. د بېلګې په توګه د کشمير په تړاو هند ته شين څراغ ځلولی شي. همداسې د سنديانو، بلوڅو، مالي مرستو په درولو او ان عربان ورته راپارولی شي. د F16 الوتکو تېکنالوژي، اتومي فعاليتونو څارنه، د قرضونو غوښتنه، د ځينو لوړپوړو چارواکيو د سفر محدوديتونه، د ترهګرۍ په ليست کې شاملونه او داسې نور ډېر شيان شته چې پاکستان پرې له خوږې ګوتې نيول کيږي او له دې ډتو نه غورځيږي، خو که دا کار وکړي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

ارګ: له پاکستان سره د ډيورنډ په کرښه په هم مهاله عملياتو موافقه شوې

https://www.pashtovoa.com/a/afghan-and-pakistan-agree-on-joint-border-operations/3928838.html

امريکا غږ : د جان مکين مرکه

https://www.pashtovoa.com/a/3927677.html

چې کمزوري شي؛ هله به سوله وکړي! / نويده خوشبو

http://rohi.af/fullstory.php?id=57305

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply