سامسونګ ارزانه نوټ۷ موبايل بازار ته وړاندې کړ

0 1,099

سامسونګ په خپله يوه تازه خبرپاڼه کې ويلي دي چې تېره ورځ يې د ګلکسي نوټ۷ ايف اې بياځلي ترميم شوې بڼه بازار ته په ارزانه بيه وړاندې کړې ده.
د دغو موبايلونو پلور وروسته له هغه بند شو چې مالومه شوه بېټرۍ يې ستونزې لري او چوي.
هغه مهال سامسونګ خپل پلورل شوي موبايلونه بېرته ټول کړل او اوس يې له سره جوړ او بازار ته وړاندې کړي دي. 
سامسونګ وايي، دا ځل يې د بېټرۍ ستونزه ورحل کړې ده او په ارزانه بيه يې هم پلوري.
دا مهال د ګلکسي نوټ۷ ايف اې بيه شپږ سوه امريکايي ډالر ده او پرون په جنوبي کوريا کې پلور ته وړاندې شوي دي.
سامسونګ ويلي چې په لومړي ځل يې بازار ته څلور سوه زره دغه موبايلونه وړاندې کړي او ژر به يې نورو هېوادونو ته هم ولېږي.
ګلکسي نوټ۷ ايف اې د فينګر پرنټ او سترګو پېژندلو قوي وړتيا لري او په دې سربېره يې چلوونکی سيسټم هم پياوړی شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply