په حلوا کې زهر، پاکستاني امونه مو په سرطان اخته کوي

0 1,542

د سرخط ورځپاڼې موندنې ښيي چې پاکستان افغانستان ته داسې امونه رالېږي چې په کلسيوم کاربوهايډرايډو لړلي او که وخوړل شي انسان په سرطان اخته کوي.

افغانستان ته له پاکستان څخه هر کال په ټنونو ټنونو خوراکي توکي راواردېږي چې تر نيمايي زيات يې بې کيفیته، بې ګټې او يو لويه برخه يې داسې هم وي چې خوړل يې انسان په بېلابېلو ناروغيو اخته کوي.

عام افغانان په دې باور دي چې پاکستان قصدا پر خپلو بېکيفيته توليداتو باندې “Only for export” نښه لګوي او بيا يې افغانستان ته راصادروي چې لويه برخه يې دلته د افغانو ژوند هم ګواښي.

د سرخط ورځپاڼې موندنې ښيي چې پاکستان افغانستان ته داسې امونه رالېږي چې په کلسيوم کاربوهايډرايډو لړلي او که وخوړل شي انسان په سرطان اخته کوي.

پاکستانيان هر کال هڅې کوي چې د ميوو د فصلونو تر را رسېدو وړاندې د خپلو باغونو مېوې په يوه نه، يوه توګه پخې کړې او په دې توګه يوه زياته اندازه پیسې لاس ته راوړي.

دوی له ونو او بوټو څخه اومې مېوې راشکوي او بيا ځينې کېماوې مواد ورسره ګډوي چې په مصنوعي توګه پخې او يا ورستې شي.
پاکستانيان عموما د امونو او نورو مېوو د پخولو لپاره له کلسيوم کاربوهايډرايډو څخه کار اخلي.

د دغو موادو په زور د مېوو پخول په نوره نړۍ کې په بشپړه توګه بند او ناقانونه کار بلل شوی، خو په پاکستان کې چې حکومت يې د هېواد پر ټولو سيمو حاکم نه دی او نه هم پکې څوک چندان د قانون پروا ساتي، لا هم مېوي د کلسيوم کاربوهايډرايډ په زور پخېږي.

دغه ماده داسې خاصيت لري چې که يوه وړه اندازه يې هم د انسان ګېډې ته تېره شي، نو په سرطان ناروغي اخته کېږي.

خو پاکستانيان له امونو نيولې، تر کېلو، مالټو، املوکو او نورو پورې د هرې مېوې کارټن ته يوه زياته کاربوهايډرايډ وراچوي او څو شپې وروسته د دغو موادو په زور پخې شوې مېوې بازار ته وړاندې کوي.

که څه هم دوی دغه مېوې په خپل هېواد کې هم کاروي، خو د سرخط ورځپاڼې موندنې ښيي چې يو لويه برخه يې تر ډېورنډ کرښه دې خوا هم را اړوي او دا بيا هغه مېوې وي چې له کلسيوم کاربو هايډرايډو څخه په سمه توګه پاکې شوې هم نه وي.

د سرخط په موندنو کې مالومه شوې ده چې افغانستان ته له پاکستان څخه راواردېدونکي امونه او ځينې نورې مېوې نه يوازې په کلسيوم کاربوهايډرايډو، بلکې په ارسينيک او فاسفورس باندې هم لړلې وي او که دغه مواد د انسان معدې ته ورسېږي، نو په سرطان سربېره يې، په بېلابېلو نورو ساري ناروغيو هم اخته کوي.

تر دې ورهاخوا هغه سوداګر چې دغه ام راواردوي او هغه مزوران چې د دغو امو کرېټونو يوه بله خوا کوي، هغوی پر امونو د پرتو کاربوهايډرايډو له امله د پوستکي په بېلابېلو ناروغيو اخته کېږي.

پاکستان دغه مېوې ځينو نورو هېوادونو ته هم لېږي، خو نور هېوادونه يې خپلو بازارونو ته تر رسېدو وړاندې معاينه کوي او داسې مېوې نه پرېږدي چې خوړل يې د هغوی د هېوادوالو ژوند وګواښي، خو افغانستان بيا له پاکستان څخه هر ډول راواردېدونکيو توکي پرته له کوې جدي څېړنې او شننې د هېوادونو بازارونو ته راپرېږدي.

یو شمېر روغتیايي ماهرین وایي، دا میوې په ټوله کې د انسان روغتیا ته مرګونې ضربه رسوي او له روغتیایي بحران سره یې مخ کوي.
د داخله ناروغیو متخصص پروفیسور احمد شاه رسولي وایي، که چېرې په دوامداره توګه له دې ډول مېوو ګټه پورته شي، لېرې نه ده چې افغانان به له یو ستر روغتیایي ناورین سره مخ شي.

خو د ټولنیزو چارو شنونکی فضل غني حقمل وایي، پاکستان له دې لارې هم غواړي چې افغانان د مجبورۍ په يوه بله رسۍ هم وتړي. “دوی پوهېږي چې افغانان د خپلې درملنې لپاره پاکستان ته ځي، نو د دې لپاره قصدا دا کار کوي؛ څو موږ ورته محتاج پاتې شو.”

د پاکستان له لورې هره ورځ په ټنونو ټنونو خوراکي مواد هېواد ته راوړل کېږي چې په کیفي لحاظ یې چندان مزه نه شته او خلک یې په بېلابېلو ناروغيو اخته کړي دي.
سرچينع:سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply