د ‌‌‌‌‌‌ډيورن‌‌‌‌‌‌ډ د کرښې په هکله غلطې مشورې او سپارښتونه:/د. صلاح الدین سعیدي

0 1,164

د ‌‌‌‌‌‌ډيورن‌‌‌‌‌‌ډ د کرښې په هکله غلطې مشورې او سپارښتونه: وايي چې دا کرښه په زور په افغانانو او پښتنو ومنل شوه او … دا کرښه نه چامنلې او نه به ومني! دا كرښه د کاغذ د مخ کرښه ده، مشروع نه ده، او له هماغه اولې نقطې فسخه ده. void د دې کرښې سرنوشت د تاریخي، حقوقي اسنادو او نړیوالو قوانینو پر بنیاد فیصله او یا دقیقه ووایم یکطرفه کیدای شي او کیږي. دا خبر د پاكستان سره په تفاهم نه حلیدای شي او نه حلیږي. دا کرښه د افغان انګلیس د راولپن‌‌‌‌‌‌ډی د معاهدې د دوهمې ضمیمې پر بنیاد چې د لندن د نشنال ازشیف د 88 شمارې لاندې ثبت ده د انګلستان جانب رسماً فسخه کړې او افغان اولس بیا په اومه شورا کې ملغې اعلان کړې.‌‌‌‌‌‌ افغان او پښتون ولس د دې کرښې نړېوال غېر مشروع والې په خپلو قیامو د بنو خونړي قیامه تر دا نننه ثابته کړې او حتی په نوم کې ورته د پردي نوم اېښودلای او رد کړې. د افغان او پښتون ولس د تصمیم بحث ددې تصوري کرښې په هکله د حقوقي او تاریخي مستنداتو پر بنیاد ښکاره دی. د افغان ولس له پښو درېدو او قوت سره به دا په ‌‌‌‌‌‌ډانګ بېل شوې اوبه یوځای کیږي او د پنجاب د جبر او تجاوز نه روسته او د افغان ولس د قوت او تصرف نه روسته دا به هغه وخت وي او دې چې افغان ولس د بحث او تصمیم فرصت لري. په اوس کې څه د بحث او تصمیم نه شته.

لر او بر یو افغان! دې څه د بحث کولو او تصمیم دي؟ پښتانه، بلوڅ او ټول افغان ولس به هغه وخت بحث پېل کړي چې پنجابي پوځ له سېمې پسې واخیستل شي او بیا دا خلک او ملت په دې بحث وکړي چې په څه ‌‌‌‌‌‌ډول نظام او کوم سیاسي جوړښت او نظام کې سره ژوند کول غواړي؟ دا د دې لپاره وایم چې د هغه پر بنیاد هغه د پنجاب اوږد مهاله برنامې د ریفراندم او پلبسیت او یا بلې غولونې په نامه له همدا اوسه رد او مردو وشمارم، کوم ته چې پنجاب اوږد مهاله ورته تیارې نیسي. ملت به هغه وخت نور بحث كوي چې د پنجاب پوځيان به له سیمې کله وځي او ددې وطن سرنوشت به مېشته خلکو ته تسلیمیږي او افغان ولس به د سیمې مالك کیږي. نو دقت پکار دی چې خپله په خپل لاس دپردو د لومو ښکار نه شو. افادو او برنامو کې دقت پکار دی. د نن بحث د ‌‌‌‌‌‌ډیورند لاین غیر مشروع او د منلو نه وه، نه دی او نه به ومنو. سبا به بیا په نورو خبرو بحث کوو. د نن بحث همدا دی او خپلو کې مو پنجاب نباید مصروف او یو بل ته په غاړه کې واچوي. له تېرو غلطو لارو زده کړه او نوې لارې موخې او هدف ته د رسېدو لپاره مخ ته کړو. نو تأکید کول غواړم چې د بعضې دوستانو افادې او د حل لارې راته خطاء او په پورتنیو مواردو کې دقیقې او حسابي خبرې نه بریښی او خامي لري!

د. صلاح الدین سعیدي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply