سر تاج عزیز عصبي تکلیف لري؛ د طالبانو ملا څوک تړي، افغانستان که پاکستان؟

0 1,080

سید غفوراحمد «جاوید»
د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سر تاج عزیز څو ورځې وړاندې په یوه مرکه کې وويل چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو ملاتړ!؟ کوي، دا هغه څه دي چې دا ثابتوي چې دغه کس عصبي توازن له لاسه ورکړی دی، ځکه داسې څرګندونوي کوي.

په ۲۰۱۶ کال کې ده پخپله وویل چې په افغانستان کې یو شمېر زیات جنګېدونکې طالبان په پاکستان کې اوسېږي او همدلته دوی کورو نه لري او ژوند کوي. د دې تر څنګ عزیز دا هیر کړي دي چې په تېرو شپاړسو کلونو کې د طالبانو مشران چېرته ووژل شول، مرکزونه یې چېرته دي او فکري روزنه چېرته ورکول کېږي؟

۱. د طالبانو د تصمیم نیونې مزکرونه
یو هغه مرکز چې طالبانو ته تصميم ورنيسي او په افغانستان کې يې جنګوي، د کویټې شورا ده، دا شورا په بلوڅستان کې ده او هلته دوی له ټولو هغو امکاناتو برخمن دي په مستقیم شکل يې د پاکستان حکومت ورته برابروي. دا اوس ټولې نړۍ او خپله د پاکستان ولس ته هم مالومه ده چې په افغانستان کې دننه جګړه ټوله د کويټې شورا رهبري کوي.

دا شورا چې په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان کې د طالبانو تر ماتې وروسته هلته رامنځ ته شوه، خپله د بلوڅستان یو سناتور عبدالرحیم «مندوخېل» وویل، «دکویټې شورا په کویټه کې ده او په افغانستان کې ټوله جګړه له دې ځایه رهبري کېږي.»
د ښاغلي مندوخېل په وینا، د پاکستان استخباراتي اداره د دې شورا بشپړ ملاتړ کوي او ټول امکانات یې ورته برابر کړي دي.(۱)

دويم؛ حقاني شبکه د طالبانو یوه تر ټولو خطرناکه شبکه ده چې مشري یې د پخواني جهادي قوماندان حقاني زوی کوي، د دې شبکې مرکزونه په میرانشا کې دي. (۲)
دا شبکه په افغانستان کې تر ټولو خطرناک بريدونه کوي، وروستی هغه یې په روژه کې په کابل کې داوبو د یو ټانکر په واسطه ځانمرګی برید و چې سلګونه افغانانو ته مرګ‌ژوبله پکې واوښتله.

د دې شبکې ټول غړي په پاکستان کې اوسېږي او پاکستان د دوی له‌پاره د ښه ژوند زمینه برابره کړې ده. همدارنګه د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې د دې شبکې ګڼ شمېر مشران هم د ډېورنډ په هغه خوا سیمه کې وژل شوي دي، چېرته چې اوس د پاکستان پوځ او استخبارات بشپړ حاکمیت لري او یو قوماندان یې د روان کال په جون میاشت کې د خان ابوبکر په نوم د امریکا بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې په هنګو کې ووژل شو. (۳)

د دې تر څنګ له تېرو څو کلونو راهیسې چې امریکا پر وزیرستان، میرانشا او نورو برخو د بې‌پيلوټه الوتکو بریدونه پيل کړي دي، د حقاني نیټ‌ورک لسګونه کسان پکې وژل شوي او همالته وژل شوي. دې شبکې ته پاکستان دا زمینه برابره کړې چې د خپلې جګړې له‌پاره عربي هېوادونو ته ولاړ شي او هلته بسپنه راټوله کړي.

۲. د طالبانو او القاعده مشرانو وژل
• اسامه
پاکستان هر وخت ویلي دي چې د طالبانو او القاعده مشران د دوی په خاوره کې نه اوسېږي، خو کله چې په ۲۰۱۱ د می پر لومړۍ شپه امریکايي عسکرو د پاکستان د تر ټولو ښکلې هوا لرونکي نظامي ښار ایبټ‌اباد چې د کاکول پوځي اکاډمي هم هلته ده او د پاکستان د پوځ زیاتره جنرالان هلته ژوند کوي، په نښه او وواژه. په دغه مرکز کې په ۲۰۰۶ کال کې پاکستان له چین سره په ګډه د ټرویرزم پر ضد پوځي تمرینات هم وکړل.

• نصرالدین حقاني
نصرالدین حقاني د حقاني زوی و، دی د حقاني نیټ‌ورک تر ټولو پياوړی غړی و چې په عربي هېوادونو کې به يې د جګړې له‌پاره مرستې ټولولې، هغه د ۲۰۱۳م کال د نومبر میاشتې په یو ماښام د پاکستان د مرکز اسلام‌اباد په زړه کې په داسې حال کې په ډزو ووژل شو چې د کور له‌پاره یې ډوډۍ اخيستله.(۴)

• اخترمحمد منصور
اخترمحمد منصور په ۲۰۱۵۵م کال کې د ملا محمد عمر تر مړینې وروسته د پاکستاني استخباراتو په مټ د طالبانو مشر شو، ځکه د ده له مشرۍ سره د طالبانو په منځ کې بېلتون را منځ ته شو او پاکستاني استخباراتو په زوره دی د طالبانو مشر وټاکه، ځکه منصور د پاکستان ګټو ته زیات وفادار شخص بلل کېده، خو منصور هغه وخت په ۲۰۱۶ کال کې ووژل شو چې کله له ایرانه پاکستان ته تازه داخل شوی وو، د منصور هغه پاسپورټ هم څرګند شو چې پاکستان ورکړی و او ده پرې څو ځلې عربي هېوادونو ته هم سفرونه کړي وو.(۵)

د طالبانو او القاعده زیات شمېر مشران او چارواکي په تېرو ۱۶ کلونو کې په پاکستان کې ترور شوي او یا هم پرې بریدونه شوي دي چې له وزیرانو نیولې ان د والیانو تر کچې لکه اغا جان معتصم، قدرت الله جمال، استاد یاسر، ملابرادر او دې ته ورته سلګونه کسان چې د نمونو یادول به یې دلته وخت ونیسي.

۳. د طالبانو د فکري روزنې مرکزونه
د افغانستان د جګړې له‌پاره یو تر ټولو مهم توکی هغه ځوانان دي چې په پاکستاني مدرسو کې روزل کېږي او بیا له هغه ځایه افغانستان ته رالېږل کېږي. د پاکستان په خاوره کې تقریبا ۶۰۰۰ مدرسې د افغان جګړې له‌پاره تنکي ځوانان روزي، دلته يې را استوي او د جګړې میدانونه يې پرې ګرم کړي دي.

د دې مدرسو له‌پاره مرسته هم د پاکستان حکومت کوي، خو د دې ټولو مرکزونو له شتون سره سره حقانیه مدرسه د طالب د روزنې هغه مرکز دی چې د طالبانو مشرانو هم هلته درسونه لوستي دي او په ۲۰۱۶ کال کې د خیبر پښتونخوا حکومت په ښکاره ۳۰۰ ملیونه پاکستانۍ کلدارې (۶) دې مدرسې ته تخصیص ورکړ چې دا په ښکاره په پاکستان کې د پاکستاني حکومت له خوا په افغانستان کې د جنګېدونکيو طالبانو د فکري روزنې له مرکز سره مرسته او ملاتړ دی.

پایله!
پورتینو ذکر شويو مواردو ته په کتو سره ویلي شو چې پاکستان په ښکاره يوازې طالبان نه، بلکې د ټولو هغه ټروریسټي ګروپونو ته ملاتړ کوي او هغوی ته پنا‌ځایونه ورکوي چې په نړۍ او افغانستان کې ټروریسټي بریدونه کوي او ټروریزم ترویجوي، خو دا چې د پاکستان د لومړي وزیر د سلاکار سر تاج عزیز سترګې پټې دي او ولسمشر محمد اشرف غني په دې تورنوي؛ نو ښکاره ویلای شو چې سرتاج عزيز د نړیوالو او سیمه‌یزو هېوادونو د زیات فشار له امله عصبي توازن له لاسه ورکړی دی.

1-https://en.wikipedia.org/wiki/Quetta_Shura…
2-https://www.voanews.com/a/what-haqqani-network/3883271.html
3-https://www.rferl.org/a/pakistan-afghanistan-…/28545228.html
4- https://www.theguardian.com/…/senior-leader-haqqani-network…
5- http://www.bbc.com/news/world-asia-36352559
6- http://www.tolonews.com/…/pakistan-gives-28-million-afghan-…

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply