خارجه وزارت اوښان په بډه وهي؛ څوک شته چې د لوټ شويو پنځه ميليونه ډالرو پوښتنه وکړي؟

0 1,216

خارجه وزارت اوښان په بډه وهي؛
څوک شته چې د لوټ شويو پنځه ميليونه ډالرو پوښتنه وکړي؟

سرخط دا ځل داسې اسناد تر لاسه کړي دي چې ښيي، په دوبۍ کې پخواني افغان کونسل د بهرنيو چارو وزارت له عوايدو څخه پنځه ميليونه ډالر په بډه وهلي، خو له تېرو دوو کالو راهيسې چې هر ځل د دغو پيسو خبره راپورته کېږي، په وزارت کې شته خواخوږي يې تله ورباندې تېروي.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او مالي او اداري مرستيال نصير اندېشه د پنځه ميليونه ډالرو د غلا پر يوه دوسيه له دوو کالو راهيسې پرده غوړوي او هڅه کوي چې دغه راز خوندي پاتې شي.
له بل لوري په دغه وزارت کې خپل‌سري اوج ته رسېدلې او درست وزارت يوازې د يوې ډلې په خواهش او فرمايش چلېږي.
د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، په تېرو پنځو مياشتو کې په بهر کې د افغانستان په سفارتونو کې ۲۳ مستشاران گومارل شوي چې له يوې مخې ټول د جميعت گوند غړي او يا انتخاب کسان دي.

مودې کېږي چې په دغه وزارت کې د فساد او درغليو کيسې کښته پورته کېږي، خو دا چې پر نظام واکمن توپک‌مار لا هم په واک او ځواک کې دي، تر ډېره د ياد وزارت د فساد قضيې او دوسيې پټې تېرېږي، خاورې پرې اړول کېږي، د حکومت لومړي کسان او سرکار پرې نه خبرېږي.
د بهرنيو چارو وزارت يوې باوري سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط سرخط ته وويل، په دغه کليدي او د هېواد په برخليک ټاکونکي وزارت کې خپل سري، فساد او درغلۍ اوج ته رسېدلې دي.
“ټول وزارت او په بهر کې د افغانستان سياسي نماينده‌ګۍ د يوې ډلې، ګوند او قوم په لاس کې دي چې ان تر ډېره له يوې کورنۍ کسان په‌کې ځای پر ځای شوي دي.”
د سرچينې له خوا سرخط ته په ورکولو شويو مالوماتو کې راغلي دي چې يوازې په تېرو پنځو مياشتو کې په بهر کې د افغانستان په سفارتونو کې ۲۳ مستشاران گومارل شوي چې له يوې مخې ټول د جميعت گوند غړي دي.
بده لا دا چې په دوبۍ کې پخواني افغان کونسل حاجي احمد راشدالدين د بهرنيو چارو وزارت له عوايدو پنځه ميليونه ډالر په بډه وهلي دي.
د تر لاسه شويو مالوماتو پر بنسټ، احمد راشدالدين چې د شمال ټلوالې د قوماندان احمدشاه مسعود اوښی دی، په دوبۍ کې د افغانستان کونسل و.
ده په دوبۍ کې د کونسلگري پر مهال د يادې کونسلگري پنځه ميليونه ډالر له ځان سره اخيستي دي.
د دغو پيسو قضيه په بهرنيو چارو وزارت کې د اداري مرستيال نصير اندېشه او صلاح الدين رباني له لوري له منځه وړل شوې ده.
د مالوماتو پر بنسټ، دا قضيه څو څو ځله د ياد وزارت د کنټرول او تفتيش مديريت مطرح کړې، خو هره پلا چې دولت ته بېرته د غلا شويو پيسو د ورستنولو غوښتنه شوې، د پیسو د بېرته ستنولو غوښتنه په کلکه رد شوې ده.
وروسته له هغه چې صلاح الدين رباني او د بهرنيو چارو وزارت اداري او مالي مرستيال نصير اندېشه دا قضيه پټه کړه، ورو ورو د خلکو له ذهنونو هم ووته او په لوی لاس د دولتي عوايدو پنځه ميليونه ډالر غلا شول.
اوس غوښتنې دا دي چې سرکار دې د دې دوسيې د څېړلو له‌پاره مټې را بډوهي او د دې تر څنګ دې په وزارت او بهر کې په سياسي نماينده‌ګيو کې دغه ډول نورې دوسيې هم وپلټي او د عدالت تر مېزه دې يې راکاږي.
د بهرنيو چارو وزارت بيا وايي، د مستشارانو بست درېيم دی، وزير صلاحيت لري چې ويې ګوماري، خو په يوه ځل تر دريو زيات نه دي ګومارل شوي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني زياتوي، د پنځه ميليونه ډالرو د فساد دوسيې په تړاو هيڅ راز مالومات نه لري او نه هم د اوس له‌پاره په دې اړه څه ويلای شي.
“تر څو په دې برخه کې د مالي او اداري مسوولينو مالومات راټول نه شي، څه نه شو ويلای.”
په دې اړه مو د دوبۍ له‌پاره له پخواني کونسل احمد راشدالدين سره د بيا بيا اړيکې هڅه وکړه، خو و نه توانېدو.
د افغانستان د ماليې وزارت وياند اجمل عبدالرحيمزی وايي، په دې اړه ورته مالومات نه‌شته، خو دوی به يې له خپلو همکارانو سره تعقيب کړي.

سرخط ورخباڼه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply