غوڅ ملاتړ به د حکومت ملا غوټه ماته کړي

0 791
  • سرخط ورځپاڼه

د امريکا په مشرۍ د ناټو د غوڅ ملاتړ الوتکو پرون سهار وختي د کندوز د ولايت مقام په پنځه سوه مټري کې يو ښوونځی بمبار کړی، ښوونځی او ورڅېرمه د عامو خلکو کورونه يې ويجاړ کړي او څو تنه يې ژوبل کړي هم دي.
هغه ورځ يې په روزګان کې پر عامو خلکو بمونه ويشتي وو او تر هغه وړاندې د هېواد په بېلابېلو برخو کې همدا بمونه دي چې د بهرنيو همکارانو له الوتکو راغورځول کېږي او د ولس پر سر لګېږي.
کاشکې په دغو بمباريو کې طالب، داعش او يا بل جګړه‌مار په نښه کېدای، غم دا دی چې د هوايي بمباريو ټکه همېشه د خوار او غریب ولس پر سر رالوېږي.
بده خبره دا ده چې حکومت په دې برخه کې داسې ځان کوڼ، ړوند او ګونګ اچولی دی، ته به وايې، هيڅ پېښه نه ده شوې، بلکې لا خوشحاله پرې ښکاري، لکه د دوی په خوښه چې بهرنيانو د عامو وګړو کورونه ويشتي وي.
پر دې خاوره د بمونو مور وازمايل شوه، حکومت د دې پر ځای چې پوښتنه ځنې وکړي چې ولې پر دې خاوره دومره ستر بمونه غورځول کېږي، ولې دوه تنه داعشيان چې په لاسي بم هم وژل کېدای شي، په يو ټن بم وويشتل شي، ولې د يوې سپږې له‌پاره بشپړ پوستين اور ته وغورځول شي، لا يې د امريکا د دغه کار ملاتړ وکړ، حتا د حکومت وياندويانو هغه افغانان وښکنځل چې پر خپله خاوره يې د دومره درانه بم غندنه کوله.
دا حکومت د امريکا په يارانه کې د جنون مرحلې ته رسېدلی دی او دغه جنون به که ژر و، يا وروسته، د ولس د ازادۍ، د هېواد د خپلواکۍ، حاکميت او تماميت په مرګ تمام شي.
دا څه ډول سټراټيژيکه ملګرتيا ده چې دښمن له بيرغونو او لاوډسپيکرونو سره پر رڼه ميدان روان وي، تر ګل ترخه ورته څوک نه کوي، خو د عامو خلکو کورونه، روغتونونه، جوماتونه او ښوونځي دې په بمونو وويشتل شي. خلک دې اندام اندام شي او حکومت دې د فيل په غوږ کې خوبونه کوي. دې خلکو دې حکومت ته رايه د همدې ورځې له‌پاره ورکړې وه؟
له امريکا سره د دوه اړخيز امنيتي تړون لېونتوب چې د واک په اولو ساعتو کې وشو، د همدې له‌پاره و؟
امريکا نه پوهېږي چې ترهګر له کومه ځايه راځي، پر کومو لارو راځي، چېرته په وسلو بارېږي او چې دلته زموږ سرتېري سخته ورباندې راولي، کومو پټن‌ځايونو ته فنا وړي؟
امريکا نه پوهېږي چې پاکستان ترهګر روزي، ترهګري يې کاروبار دی او د سيمې پر ټولو هېوادونو بدماشي چلوي؟
امريکا څنګه پر يوه وخت هم د ترهګر هېواد او هم د ترهګرۍ د قرباني هېواد سټراټيژيک ملګری کېدای شي؟
موږ به له امريکا سره تر پايه ملګرتيا وپالو، خو دا ملګرتيا بايد له دواړو غاړو وي. که مو دښمن شريک دی، بايد په شريکه يې مخه ونيسو، داسې خو نه کېږي چې هم دې دښمن ما ووژني، هم دې ملګری پر ما بمونه وغورځوي.
دغسې بمبارۍ، خپل سرۍ او د حکومت دغسې شومه چوپيتا نه يوازې په هېواد کې د امريکا دښمنانان زياتوي، بلکې دا ولس اړ کوي چې د دې حکومت ګرېوان ته لاس ورواچوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply