د تشدد او عدم تشدد مشخصه بېلګه! /د. صلاح الدین سعیدي

0 763

عدم تشدد له تشدده پرته مردود دی او تشدد که په عدم تشدد ختم نه شي هم مردود دی. دابه خطاء وي که د جناب ګلبدین حكمتيار او د كابل د حكومت تفاهمات او جوړع روغه د جناب حکمتیار ارګ ته د تسلیمدو په معنا وپېژندل شي. داسې نه ده او شکر چې داسې نه ده. دا حالت چې جناب حکمتیار دې ارګ ته تسلیم شوای وي نه د ارګ او نه د جناب حکمتیار په ګټه او نه د خېر د پروسې او نه د افغانستان او نه د سولې او استقرار په ګټه دی. سوله او استقرار دوه جدا مفاهیم، حدود او ابعاد لري! دا چې ارګ او جناب حکمتیار یوبل ته تسلیم شي لکه چې بعضې ګمان کوي زما په آند او شناخت داسې نه ده شوې. د ټوپک او د قلم معقول او پر ځای چلول، د خېر، او انسانیت د سولې او استقرار لپاره د دواړو چلول حتمي او ښه خبر ده. خو د توافق روسته غداري د انسان، اسلام او اصولو مخالف کار دی. پرون یوه خوښۍ کې ناست وم چې یو د اسلامي حزب یو ستر قومندان پخواني قومندان له خولې چې بل میز کې ناست وه واوریدل چې د کابل حاکمیت جناب حکمتیار ته د خیانت اراده لري. خبره راته هوایي او بې بنیاده ښکاره شوه خو د افغانستان د مصالحو او دسولې د ساتلو لپاره دغه نظر ته د پوره دقت او متناسب دوامداره احتیاط سپارښت کول غواړم. زما په پوه حزب اسلامي د جناب حکمتیار په مشرۍ د کابل له حاکمیته امتیاز ونه غوښت او خپل مشروعیت د دغه حاکمیت څخه نه اخلي او په دې توګه خپلو مبارزو، خپل آرمان او شهیدانو ته توهین نه کوي. ددې لپاره متعهد ښکاري او بیانوي او شرع خو ظاهر ته ګوري چې افغانستان کې د ملت اراده، د مسلمان او مجاهد ملت اراده پلي او دا مسلمان ملت قدرت ته ورسي او دا د تسلیم په مانا نه ده. زه د حزب اسلامي سره تړاو نه لرم خو ددوی توافق او د افغان ولس د سیاسي ځواکونو توافق ته سخت خوشاله یم. د ملي اجماع د جوړیدو لپاره سخت لېوال او د سیاسي مصالحې د ريښتینو لارویانو څخه یم. سیاسي مصالحه تسلیمی او بې هویته کیدل او تسلیمیدل او د مقابل لوري نسخې منل نه دي. سیاسي مصالحه د سیاسي ژوند او د خپلو برنامو دتحقق لار کې د مبارزو او هلو ځلو متمدن کول دي. نو په ده لار کې د تشدد او عدم تشدد وقت پېژندل په کار دي. له دغه فرصته په استفادې د طالبانو په سلیم مشرتابه غږ کوم چې مخکې له دې چې د الله ( ج) په غضب او د ناریخي نابودۍ کندې ته غوزار شئ د الله( ج)او د سولې او نېک تفاهم او د سیاسي مصالحې درسته پورتنۍ لار غوره او د پردو له خدمته ځان خلاص او ملت او سولې ته جوګه شئ. بعضې تاریخي فرصتونه نه تکراریږي او تاریخ مو څاري او د الله ( ج) له قهر او غضبه ځان وساتئ. ان بطش ربك لشديد.

د. صلاح الدين سعيدي

و من الله التوفیق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply