که چېرې تاسې د ولسمشر پر وړاندې غبرګونونه ارزيابي کړئ نو

0 1,116

د تېرو څو میاشتو څخه را په دېخوا که چېرې تاسې د ولسمشر پر وړاندې غبرګونونه ارزيابي کړئ نو وه به وينئ چې دغه غبرګونونو په خاصه توګه هغه وخت شدت واخيست چې کله ولسمشر د اوبو مهارولو ته جدي پاملرنه پیل کړه، د ولسمشر دغه کار د بېلابېلو ډلو د خفګان لامل شو چې لاندې ذکر شوي:
• خاينين خفه
• رشوتخواره خفه
• غله خفه
• د ځمکو غاصبين خفه
• لنډغران خفه
• پوډريان خفه
• د شورای نظار بوټ پاکان خفه
• د ISI معاشخواره خفه
• د ايران جاسوسان خفه
• د انتحاريانو ساتونکي خفه
• قاچاقبران خفه
• همجنسبازان خفه
• چوکۍ غوښتونکي خفه
• بې سواده تحليلګران خفه
• جنګسالاران خفه
• د پارلمان وکيلان خفه
• پاکستان خفه
• ايران خفه
له یو خوا د روحاني پاروونكي غبرګونونه، بلخوا د جنبش تاریکي خواخوږي له روحاني سره او فشارونه یې، بلخوا په ترکیه کې د لنډغرو مسخره ايي ائتلاف، د ګلابي پوشانو لاريونونه، د احدي شمرموونکي کارونه او حرکتونه، د کندهار شرمناکې غونډې، د کرزي د دورې د رټل شوو او شړل شوو څېرو له لوري د سياسي جریان اعلانول او……

دا هغه حرکتونه دي چې موخه یې يوازې او یوازې د قدرت او چوکیو تر لاسه کولو لپاره پر ولسمشر د سياسي فشار لپاره تر سره شول، نه دوی د ملت له غمه مړه او نه والله که د ملت پروا لري.

ملته! اوس هم سر وخت دی، که اوس هم تاسې پوه نه شوئ نو والله که په عمر هم پوه شئ، که ملاتړ کوئ نو په ژوندون د ښو خلکو ملاتړ وکړئ کنه بیا له مرګ وروسته د دوی یادول او ملاتړ هېڅ ګته نلري، دا موقع ښايي بیا افغانان تر ډېره ونلري، نور مو خوښه خپله او هغه د ولسمشر خبره دا ګز دا میدان!

د لیکنې یوه برخه د سمېع صادق ورور له کامنټ څخه را اخیستل شوې

محمد صادق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply