د ای‌فون د کامرې په بغل کې د سوري په راز خبر ياست؟

0 1,804

که ای‌فون موبایل کاروئ، نو خامخا به مو د کامرې په بغل کې يو کوچنی تور سوری ليدلی وي، خو پوهېږئ به نه چې د دې سوري کمال څه دی؟
راځئ، نن يې په سرخط کې په راز پوه شئ.
دغه تور سوری د ای‌فون تر پنځم ورژن وروسته د اپل کمپنۍ په موبايلونو کې پيل شو او تر ننه پورې چې د دغې کمپنۍ هر موبايل بازار ته راځي، د کامرې په بغل کې دغه وړوکی سوری لري.
د اپل د مارکيټينګ مسوول په خپله يوه مرکه کې ویلي دي چې دغه سوری نه، بلکې مايک دی.
ده ويلي چې ای‌فون موبايلونه درې مايکونه لري، يو يې په مخ کې، بل کښته او بل شاته د کامرې له بغل سره.
د ده په خبره، دغه مايک د وېډيو جوړولو پر مهال اتومات فعالېږي او نه يوازې غږ په ښه توګه ثبتوي، بلکې د شاوخوا شور هم ورکوي او د غږ کواليټي او معيار هم لوړوي.
اوس چې پوه شئ، لاس ورباندې تېر کړئ، پاک يې کړئ چې دوړې و نه نيسي.

 

سرخط

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply