د امريکايانو د جګړې بدلېدونکی تاکتيک او پايلې يې

0 688

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز[1]

له تېرو څو اوونیو راهیسې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې یو شمېر افغان پوځیان، يو ښوونځی او ګڼ شمېر ملکي وګړي په نښه شول. د راپورونو له مخې، څو ورځې وړاندې امریکایانو د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې پر افغان پوځيانو بمباري وکړه، چې له کبله یې ۱۵ تنه افغان سرتېري ځای پر ځای ووژل شول. په ټوليز ډول، په پنځو ورځو (د جولای له ۱۶مې تر ۲۱مې پورې) يوازې په هلمند ولايت کې د امريکايانو له‌خوا ۵۲ هوايي بریدونه شوي دي.

دغه راز د کندز د والي ویاند په وینا، ناټو ځواکونو په تېروتنې سره په یوه هوايي برید کې د مشهد عالي لیسه په نښه کړه؛ ځکه د ناټو د برید موخه خواجه غلتن ښوونځی و. د ده په خبره، په دغه ښوونځي کې طالبانو پناه اخیستې وه. د مشهد ښوونځي مدیر هم دغه برید تایید کړی او ويلي يې دي، چې بريد د سهار په ۴ بجو شوی دی[2]. خو د ناټو له‌خوا بیا دا برید رد شوی او دا یې د ملي امنیت له قوله، په ښوونځي کې د ګاز سلنډر چاودنه ګڼلې ده[3].

له دغو دوو بریدونو وراخوا، د جلال‌آباد په هسکه مېنه کې امریکايي ډرون د جنازې مراسم په نښه کړل، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، کابو ۱۰ تنه ملکیان پکې ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول[4]. په هسکه مېنه کې دا لومړی ځل نه دی، چې دا ډول تراژيدي پېښېږي. له دې وړاندې د ۲۰۰۸ کال د جولای په ۶مه هم، د امریکایي هوايي ځواکونو له‌خوا د واده په مراسمو هوايي برید وشو، چې له کبله یې ۴۷ تنه ملکیان ووژل شول.

دا چې د واشنګټن-کابل امنیتي تړون له لاسلیک وروسته د امریکایانو جګړې څرنګه بدلون موندلی، افغان حکومت ولې د امریکایانو پر بمبارۍ چوپ دی، په امریکا کې د نوې ادارې له راتګ سره د امریکایانو د جګړې په تاکتيک کې څه بدلون راغلی او د دغه بدلون اغېزې به څه وي؟ هغه پوښتنې دي، چې دلته مو ځواب کړې دي.

 

له امنیتي تړون وروسته د امریکا جګړه

د امنیتي تړون له لاسلیک کولو سره، په افغانستان کې د امریکا جګړې په تیوريکي لحاظ بدلون وموند او د امریکايي سرتېرو رول یوازې تر مشورو او روزنې پورې محدود شو؛ خو په عملي ډګر کې امریکایان عملاً د جګړې په ډګر کې پاتې وو.

د امریکا د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۵ کال کې امریکایانو د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ۴۱۱ هوايي بریدونه کړي دي. د یوې بلې ادارې له قوله، امریکایانو په دغه کال کې تقریباً ۲۳۵ یا ۲۳۶ بریدونه کړي، چې له ۹۸۹ نیولې تر ۱۴۴۱ پورې کسان پکې وژل شوي دي. په دوی کې له ۶۰ تر ۸۱ تنو پورې ملکیان او له ۳ تر ۱۷ تنو پورې ماشومان هم شامل وو[5].

په ۲۰۱۶ کال کې هم امریکایانو ۱۱۷ هوايي بریدونه وکړل؛ خو د یوې بلې ادارې د شمېرو له مخې، دا بریدونه له ۶۹ تر ۷۳ پورې وو، چې له ۴۳۱ تنو څخه تر ۴۷۱ تنو پورې پکې ووژل شول. په دوی کې تقریباً له ۱۵ تر ۲۲ تنو پورې ملکیان او یو ماشوم شامل وو[6].

په دغو تېرو دوو کلونو کې دوه ځله په کندز کې خونړي بریدونه هم وشول، چې مشهور یې د بې‌پولې ډاکټرانو پر روغتون او دغلته يو بل خونړی بريد و او څو ځله افغان سرتېري او ملکیان هم په نښه شول. هر بريد ملکي وګړو او افغان پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله هم اړولې، چې دلته د ټولو هغو پېښو له بيانولو تېرېږو.

 

بې‌رحمه بمبارۍ او د حکومت چوپتيا

د ملي یووالي حکومت پرمهال دا لومړی ځل نه دی، چې د بهرنیانو له‌خوا په بمباريو کې د ملي اردو سرتېري او ملکیان په نښه کېږي او نه هم دا لومړی ځل دی، چې د ملي یووالي حکومت پرې په تېرو دریو کلونو کې چوپتيا غوره کوي.

تر ټولو بده پکې دا ده، چې د ملي یووالي حکومت ځینې چارواکي د دې پرځای چې دا ډول بریدونه وغندي، ځینې مهال یې توجیه کوي هم. د بېلګې په توګه په کندز کې پر ملکیانو د برید پرمهال اجرائیه ریاست په خپله اعلامیه کې د دې پرځای چې پر بهرنیانو نیوکه وکړي، د برید لامل او پړه یې پر طالبانو واچوله. د اجرائيه رياست دا توجيه داسې مهال وه، چې هغه بريد په نړيواله کچه سخت وغندل شو.

د ملي یووالي حکومت له‌خوا، په کندز کې کابو ۱۰ مياشتې وړاندې په يوه کلي د امريکايانو خونړۍ هوايي برید یوازېنۍ هغه پېښه وه، چې ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست په تېرو دريو کلونو کې پرې اعلامیې خپرې کړې دي؛ خو په خپرو شويو اعلاميو کې يې هم د پېښو اصلي لاملین (برید کوونکي) نه دي غندلي، بلکې چوپتیا یې غوره کړې ده.

پوښتنه زیږي، چې د ملي یووالي حکومت د حامد کرزي د دویمې دورې په پرتله، ولې د بهرنیانو پرضد خپل غږ نه پورته کوي؟ د دې پوښتنې ځواب شاید په خپله دغه افغان چارواکي ووايي؛ خو بیا هم، لومړی او تر ټولو مهم لامل به د حکومت «دوه سره‌والی» او د حکومت کمزوری وضعیت وي. حامد کرزی د نوموړي د ولسمشرۍ د دویمې دورې له پيله په افغانستان کې د امریکا د سفیر په اند، یو غیرستراتېژيک ملګری و؛ ځکه ده به په مطبوعاتو کې پر امریکايي کړنو نیوکې کولې.

دویم لامل هم دا دی، چې په اوسنیو شرایطو کې د ملي یووالي حکومت بقا تر ډېره پر بهرنیانو تکيه ده. له همدې امله نه غواړي، چې خپل بهرني ملګري په خپلو توندو نیوکو خپه کړي. د حامد کرزي د دویمې دورې پرمهال، افغان حکومت د اوس په څېر په امنیتي او اقتصادي برخو کې هم له دومره ننګونو سره مخ نه و. دغه راز هغه دوره د حامد کرزي وروستۍ دوره هم وه او ده نه غوښتل، چې پای یې په دا ډول چوپتیا وکړي.

 ۲۰۱۷ کال او خونړي هوايي بریدونه

د یوناما د وروستي راپور له مخې، روان ميلادي کال د ملکیانو لپاره تر ټولو خونړی و. په افغانستان کې د تېر ټول کال په پرتله د سږ کال (۲۰۱۷) په لومړیو شپږو میاشتو کې زيات بريدونه شوي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ټولو بمي او توغنديزو بريدونو شمېر ۱۶۳۴ ته رسېږي[7] . دا په داسې حال کې ده، چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې دا په یوه کال کې تر ټولو زیات توغندیز بریدونه دي.

امریکایانو یوازې په جون میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې تقریباً ۳۸۹ توغندیز بریدونه کړي، چې دا بیا د ټول ۲۰۱۳ کال له بریدونو زیات دي[8]. هغه مهال په افغانستتان کې تقریباً ۵۰ زره امریکايي سرتیري وو او اوس له ۱۰ زرو کم دي.

له پورتنیو احصائیو څرګندېږي، چې د امریکا جنګي تاکتیک بدلون موندلی او اوس تر ډېره پر هوايي بریدونو تکیه کوي؛ مګر دا چې دغه بریدونه خپل هدف ولي او کنه، ډېر سر نه پرې خوږوي. په بل اړخ کې دا، د دې ښکارندوی هم دي، چې اوس هم افغان هوايي ځواکونه پر ځان متکي نه دي او ښايي خپل شتون او جګړه یې د بهرنیانو له هوايي بمباريو سره نښلولې وي.

د بهرنیانو له‌خوا دا ډول په پټو سترګو بمبارۍ به خپله د بهرنیانو پرضد په جګړه کې دوه‌محوره اغېزه وښندي: لومړی دا چې لا ډېر عام خلک به نور هم د بهرنیانو ضد کړي، د بهرنیانو پرضد به شته کرکه نوره هم زیاته شي. دویم دا چې د امریکایانو له دغو نامسووله بمبارونو څخه افغان سرتېري هم مستثنا نه دي؛ نو ځکه به دا د دوی ترمنځ د بې‌باورۍ واټن نور هم زیات کړي او ښايي د افغان امنیتي ځواکونو له خوا به د بهرنیانو پرضد بریدونو ته نوره هم لاره هواره کړي. همدا لامل هم دی، چې په تېره مياشت کې دوه ځله د افغان سرتېرو په بريدونو کې امريکايي پوځيان په نښه او ووژل شول. له بله پلوه، پر دغو بريدونو د افغان حکومت مرموزه چوپتيا له ملت سره د حکومت واټن نور هم زياتوي.

[1] د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، info@csrskabul.com، وېبپاڼه: www.csrskabul.com

[2] Heart of Asia, NATO airstrikes targets school in Kunduz, 16 July 2017, see it online: http://www.heartofasia.af/index.php/national2/item/4442-nato-airstrike-targets-school-in-kunduz

[3] Pajhwok, NATO denies airstrikes hit Kunduz school, 15 July 2017, see it online: http://m.pajhwok.com/en/2017/07/15/nato-denies-airstrikes-hit-kunduz-school

[4] Pajhwok, 10 civilians killed in Haska Mena drone strike, see it online:

http://www.pajhwok.com/en/subscription-required?redirect_from=489767

[5] See online:

https://voiceofpeopletoday.com/get-the-data-a-list-of-us-air-and-drone-strikes-afghanistan-2015-2016/

[6] For further information, please visit the link below:

https://voiceofpeopletoday.com/get-the-data-a-list-of-us-air-and-drone-strikes-afghanistan-2015-2016/

[7] Washington Post, US Air Strikes in Afghanistan are at levels not seen since Obama troop surge, 17 July 2017, see it online:

https://www.washingtonpost.com/news/checkpoint/wp/2017/07/17/u-s-airstrikes-in-afghanistan-are-at-levels-not-seen-since-obama-troop-surge/

[8] Guardian, Afghanistan: civilian deaths at record high in 16 year war says UN, see it online:

https://www.theguardian.com/world/2017/jul/17/civilian-deaths-in-afghanistan-war-at-record-high-says-un

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply