ستاسې د ورغوو د مينې ليکې څنګه جوړې دي؟

0 1,607

خپل دواړه لاسونه لپه کړئ، برابر يې سره ونيسئ او بيا وګورئ چې ستاسې د ورغوو د مينې ليکې څنګه رسم شوې دي.
د مينې ليکې له کوچنۍ ګوتې پيل او د شهادت په ګوته ختمېږي.
که تر کوچنۍ ګوته لاندې د دغو ليکو سرونه سره يو ځای شوي وي، لکه پورته عکس، نو تاسې يو بختور څوک ياست، تاسې په ټولنه کې د هوښيارانو له ډلې يو ياست، مينه او ملګرتيا تر اخيره پالۍ او په هيڅ صورت نه غواړئ چې تاوان ورته ورسېږي. نرم طبيعت لرئ او د ژوند ډېرې لوړې او ژورې مو نه خوښېږي.

که مو د ښي ورغوي د مينې ليکه، تر چپ هغه لوړه وي، تاسې تر خپل عمر زيات هوښيار او د ډېرې تجربې خاوندان ياست. غواړئ تر ځان له مشرې ښځې يا سړي سره مینه وکړئ او د ټولنې دودونو او رواجونو ته چندان نوک نه نيسئ. شپږم حس مو ډېر قوي دی.

که مو د چپ ورغوي د مینې ليکه، تر ښي هغه لوړه وي، تاسې ملګرتيا د ګټې په اساس پالئ، هيڅ کله په ملګرتيا او مينه کې نه احساساتي کېږي، تاسې د ژوند داسې ملګری خوښوئ چې يا تر تاسې کشر او يا د بل قوم او سيمې وي. ستاسې ټولې اړيکې د مينې او احساساتو په اساس نه، بلکې پر يو بل د فکري باور په زور مخ ته ځي. تاسې د ژوند په درپېښېدونکيو ستونزو کې ښه پوهېږئ چې څنګه یې حل کړئ.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply