تر سمارټ واچ وروسته سمارټ ګوتمۍ راغله

0 985

وړاندې به مو داسې هیډ‌فون کارولی وي چې کولای شي ستاسې له ټلېفون سره وصل شي او بې‌له دې چې غوږئ واخلئ، خبرې په‌کې وکړئ.
اوس یوه ځېرکه ګوتمۍ جوړه شوې چې کولای شي د ګرځنده ټلېفون دنده اجرا كړي.

دا ګوتمۍ چې په اصل كې د بلوتوث د ټيكنالوجي دنده اجرا كوي، له موبایل سره وصلېږي او بيا له همدې لارې د موبایل دنده اجرا كوي.
كه څه هم تر اوسه پورې دا ټيكنالوجي نوې ده، خو تمه ده چې په راتلونكې كې به د بلوتوث لرونكې غوږۍ ځاى ونيسي.
هغه څه چې په دې ټيكنالوجي كې نوي دي، دا دي چې دا ګوتمۍ غږ د ګوتې د هډوكي له لارې غوږ ته انتقالوي.

د اوس له‌پاره دا ګومتۍ كولاى شي چې د يو ساعت له‌پاره غږ انتقال كړي، خو تمه ده چې په راتلونكي كې به دا موده نوره هم زياته شي.
بله مهمه ځانګړتيا يې دا هم ده چې د اوبو پر وړاندې مقاومت لري.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply