میرویس شاهین/په دولت کې د تبعیض په تړاو د محقق څرګندونې او وضاحت

0 848

تېره ورځ په بلخ کې د افغانستان د ژغورنې د اېتلاف د غونډې په مهال د دغه جوړښت مشرانو د تېرو تکراري زمزمو ترڅنګ ځینې داسې خبرې وکړې چې له پیله یې منطقي تړاو نه درلود او یوازې یې د خپلې وینا وخت پرې بشپړاوه. د ویناوالو ترمنځ یو هم د ملي یووالي حکومت د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق و، هغه محقق چې د بشري ضد سلګونو جرمونو په ترڅ کې د بې شمېره بې ګناه ښځو د سینو پر غوڅولو تورن دی او تر دې دمه یې قضیه ناحل پاتې ده.

محقق د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې اوسنی حکومت له هزاره توکم سره تبعیض کوي او د هزاره حکومتي چارواکو لپاره یې حکومت پر سنګینو جرایمو بدل کړی دی. محقق د خپلې دغې بدبویه خبرې د ثبوت لپاره داسې طفلانه څرګندونې وکړې چې یو سیاستمدار څه یو عادي نالوستی به یې هم و نه کړي. نوموړي کټ مټ داسې وویل: ((تبعیض تر دې کچې رسېدلی چې څه وخت وړاندې په پوهنې وزارت کې د میلیوني فساد اوازې خپرې شوې؛ دا چې رښتیا وې که دروغ، تبصره نه پرې کوم، خو قرباني یې یو هزاره کربلایي معین شو چې یو کال یې هره ورځ محکمې ته ورغوښت، په پای کې یوازې ۱۲۰۰۰ افغانۍ جریمه شو. تبعیض دې حد ته رسېدلی چې د فساد تور پر مقاماتو  و، خو قرباني یې معین شو.))

محقق په دې څرګندونو کې دوو ټکیو ته اشاره کړې ده چې لنډ یې تحلیلوم. لومړی د پوهنې وزارت پر مخکینۍ رهبرۍ د فساد تورونه.

په دې کې شک نشته چې په تېرو درېیو کلونو کې د پوهنې وزارت د مخکینۍ رهبرۍ پر وړاندې شدیده سیاسي جګړه وشوه، چې مقابل لوری سخت پکې ناکام شو او څرګنده ده چې اوس د خپلو شومو نیتونو د جبران هڅې کوي. دې ظاهراً سیاسي جګړې دوه عمده دلایل درلودل. لومړی دا چې مخکینۍ رهبرۍ د افغانستان پوهنیز نظام د افغانستان په تاریخ کې د پراختیا او پرمختګ داسې معراج ته ورساوه چې نه تر دې وړاندې چا رسولی و او نه به یې په راتلونکي کې څوک ورسولی شي، چې طبعاً دغه لاسته راوړنه یوازې د پوهنې پر نظام پسې نه منسوبېږي، بلکې د مخکینۍ رهبرۍ درایت او کفایت هم بیانوي، خو د هېواد په دننه او بېرون کې سیاسي حریفانو او د هېواد د نظام دښمنانو دغه پرمختګ نه شوی زغملی او اړ شول چې په یوه او بل نامه پر پوهنیز نظام تورونه ولګوي او د پوهنې وزارت د مخکینیو چارواکو بې شمېره لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي.

دویم لوی لامل د هېواد د سیاسي ډګر ګرمې لوبې او د هېواد د رهبرۍ د ترلاسه کولو تکل و. د دې لیکنې ټول لوستونکي شاهدان دي چې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې د هر چا په ژبه دا خبره زمزمه کېدله چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به فاروق وردګ وي. دې خبرې ځکه تر ډېره حقیقت درلود چې د هېواد بېلابېلو سیاسي ډلو او مخورو شخصیتونو د افغانستان د رهبرۍ لپاره تر فاروق وردګ ښه بدیل نه لیده؛ له همدې کبله مختلفو سیاسي ډلو او د بېلابېلو ولایتونو مشرانو د وخت ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ته لیکلي او نالیکلي وړاندیزونه وسپارل چې په راتلونکو ټولټاکنو کې د نوموړي ملاتړ وکړي، خو له بده مرغه چې ښاغلي کرزي بل ډول لوبه روانه کړې وه چې په پای کې په خپله لومه کې راګیر شو او تر ننه د خپلې دغې ناسمې پرېکړې له کبله ځورېږي.

پورتنۍ خبرې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو ډلې سخت لړزولې وې، مشرانو به یې هره ورځ همدا ورته ویل چې که فاروق وردګ مو د کاندیدانو له نوملړ څخه لیرې کړ، نو بریا مو ډېره اسانه کېږي، چې د دې خبرې ثبوتونه راسره شته او ښایي ډېر پرې خبر هم وي.

له همدې کبله د کاندیدانو ډلو بهرنیو او کورنیو کرایي لیکوالانو ته دنده وسپارله چې د پوهنې وزارت د وخت د رهبرۍ پر ضد رسنیز تبلیغ او پروپاګند پیل کړي، چې د فساد پر نوم سیاسي جګړه د سیاسي حریفانو د همدې شومو موخو نتیجه وه، خو په بشپړه توګه ناکام شول؛ ځکه دا حقیقت ټول افغان ملت ته روښانه شو چې د امریکا د انکشافي ادارې حتی یو سېنټ هم د افغان حکومت یا پوهنې وزارت له لارې نه دی مصرف کړی، بلکې د افغانستان د دولت له بودجې څخه بیرون په خپله امریکایي ادارو مصرف کړی دی او دغه راز امریکایي ادارو مستند راپورونه خپاره کړل چې هېڅ داسې شواهد نشته چې په افغانستان کې د امریکا له خوا لګول شوې پیسې دې حیف و میل شوې وي.

د محقق دویمه خبره د پوهنې وزارت د مقاماتو پر ځای د یاد وزارت د یوه معین د دوسیې تعقیب و. لومړی خو باید محقق صیب په خپله خبره له سره غور وکړي چې معین کوم عادي مامور نه دی، بلکې د وزارت په سترو مقاماتو کې شامل مقام دی.

خیر تر دې خبرې به تېر شو، محقق صیب به بیا په خپله د مقاماتو تعریف وکړي. په دې کې شک نشته چې د پوهنې وزارت پخوانی معین محمد عظیم کربلایي یو مسلکي کادر او غیرسیاسي هزاره و؛ هغه نه د محقق له ډلې و، نه د خلیلي، بلکې په خپل لیاقت دغه مقام ته رسېدلی و. دا چې د پوهنې وزارت یو معینیت د سیاسي وېش پر بنسټ د هزاره توکم رسېدلی و، نو محقق نه شوی کولی چې دویم معین معرفي کړي، بلکې ده کولی شول چې خپل معین د همغه هزاره معین پر ځای توظیف کړي. له همدې کبله د نوموړي ټولې هڅې همدا وې چې دغه مستحق او وړ ناسیاسي هزاره معین لیرې کړي او پر ځای یې یو سیاسي محقق پلوه کس اوسنی معین ښاغلی رحیمي یې پر ځای راولي او ښایي لیرې نه وي چې د ۱۲۰۰۰ افغانیو دسیسه د همدې پلان یوه برخه وي.

تبعیض په حقیقت کې هغه څوک کوي چې د ناسیاسي هزاره پر ځای سیاسي او محقق پلوه هزاره راولي. ښاغلی محقق دې لومړی تبعیض له خپل زړه نه وباسي، بیا به موږ له ده سره په ګډه حکومت ته ووایو چې په حکومتي ادارو کې د تبعیض مخه ونیسي.

و ما علینا الابلاغ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply