طنز – محمود نظری -چم چم

0 1,257

دلته هر  لوی خاین هم یو لوی افسر دی په چم چم

په افغانی صدرۍ کې هر یو دپردی اګر دی په چم چم

خاینان دلته  د ډیموکراسۍ په نوم کيچړی پخوي

هر لوی واکمن هم  یو لوی ترهګر دی  په چم چم

غله ټول دلته خورا ډیر  سپین سترګې سوي دي یاره!

ډ یموکراسي ورته مانا  کارپه خپل سر دی په چم چم

هغه چې هم روژې وهي غرمه هم غټې ګولې وهي

هر واکمن د ولس سره کړی هم جبر  دی په چم چم

هر یوهم مداري دی هم ننداره چي دی هم جمبوری دی

له رسۍ یې  مارجوړ کړی په سیاسي منتردی په چم چم

دډیموکراسی له نامه دلته یوازی لوچکان سمه ګټه اخلي

حق غوښتونکی یې په بمبارد  کړی بې سر دی په چم چم

که د دې غلو هر خبره ومنې یا ورته غوږ غوږ سې

هغو له مرداریو، جوړ ځان ته  ژیړ نیکر دی په چم چم

یو خاین یووار د بیطار په غیچی سنت کړه غنی!

دیو مخرب خولې  لپاره په کار پلستر دی  په چم چم

خیر دی که دهرچا ورور دی تکړه سه  مه ډاریږه!

دسر زوره سره په کارخامخا یو ټکر دی  په چم چم

غله بندیخانو ته واچوه خاینان له دندو لیري کړه

پر سړک د  وني  لپاره په کار دقانون تبر دی په چم چم

یونظام نه مني باید منفک سي بل قانون نه مني باید بندي

بل دوسیه د غلا لري هر یو ته جوړ خپله قبردی په چم چم

د سرپرستي دوسیه وتړه غله ژر تر ژره   محاکمه کړه

کنه ستا مړژواندی  هم ټول دا پینه یې ټغر دی په چم  چم

د شپاړسو ساعته کار درک دي د سرپرستانو مالومیږي

ځان له غلوپاک کړه بیا دي سم په نورو غرغر دی په چم چم

اګر ( مریی او رذیل)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply