نامالوم برخلیک/ خالد حفیظ

0 805

په داسې یو هیواد کې چې لسېزو جګړو ځپلې وې طبعا هلته هر څه غیر نورمال وې او ددې ټولو کارونو سمونه یو اندازه وخت ته اړتیا لري حتا کلوونه به په بر کې ونیسي.

 هغه ټولنې چې بې ثباته وې امنیتې وضعیت یې ښه نه وې هلته داسې جګړې او کشمکشونه د نورو هیوادونو په پرتله بې سارې وې ،هلته د پرمختګ څرک نه لیدل کیږي،خلک یې یو ډول ذهنې نا ارمۍ سره مخ وې هره شیبه دیوې چاودنې او دیو انفجار ویره موجوده وې. دا حالات په هغه هیوادونو کې ډېر لیدل کیږي چې ورسته پاتې وې او نیابتي جګړو ځپلې وې.

 زمونږ هیواد یو له هغه هیوادونو دجملې نه دې چې همیش دنورو دګټو له پاره قرباني شوې دې،او دا لړۍ له تر اوسه همداسې ادامه لري،په کوم هیواد کې چې جګړې او جنګونه ډېر وې دا څرګنده خبره ده چې هغه به نه په اقتصادي برخه کې او نه په سیاسي برخه کې او نه په نورو برخو کې پرمختګ وکړي بلکې شاته به پاتې وې.

  په دغه هیواد کې دقدرت پر سر جګړې ددې موضوع یو بل مهم اړخ دې چې هیواد یې دیو لوې بحران سره مخ کړې دې،چې تل دګاونډیو او همسایه هیوادونو دتوهین او مسخرو وړ ګرځیدلې او ددې هیواد سیاسې موقف یې دپوښتنې لاندې راوستې،چې دا خورا یوه مهمه موضوع ده .  داسې ټولنې به نو څنګه د پرمختګ نه برخمنې شي؟ چې دولتي چارواکې په داخلي مسایلو او کشمکشونو کې ښکیل وې.

 زه مې چې دخپل وطن دا حالات ګورم زړه مې ورته اوبه،اوبه شي چې دا وطن خو پخوا داسې نه وو پخوا خو پدې وطن کې هغه انسانانو ژوند کوه چې پدې خاوره او وطن یې خپل سره او مال قربان وه اخر هغه خلک چېرته دې او څه شو؟؟

دا چییغې یوازې زما ندي دا دهر افغان او هغه څوک چې پدې خاوره کې ژوند کوي د زړه سوې چیغې دې زه له ټولو هغو چې دوطن په درد نه پوهیږي او د وطن دوستۍ احساس نلري غږ کوم چې دا وطن زمونږ او ستاسو کډ کور دې دهمدې وطن پاکه هوآ تنفس کوو او دهمدې وطن د خوږو اوبو نه ګټه اخلو او دهمدې وطن د باغونو میوې خورو او د ونو دښکلا ګانو نه یې ګټه اخلو نو مونږ ددې کړیدلې وطن دپاره دومره نشو کولاي چې په ځان کې د وطن دا بادۍ حس پیدا کړو که دا کار ونکړو وطن به مو دیو نامالوم برخلیک سره مخ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply