مهر تاج/ طالبانو ته واضح پیغام؛ د سعودي سفارت اخېر رښتيا وويل

0 857

په کابل کې د سعودي عربستان سفارت له هغه څه ډېر وړاندې ولاړ چې کلونه یې افغانان غوښتونکي وو او دا د جګړې د څرخ په متقابله خوا د دور په مانا ده.
پرون په افغانستان کې د سعودي شارژدافیر مشاري بن مزعل وویل چې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر له سیاسي چوکاټه وتلی او فعالیتونه یې تر ترهګریزو فعالیتونو محدود دي او دا یې هم زیاته کړه چې د افغان دولت پر وړاندې د طالبانو فعالیتونو ته نه د سیاسي مخالفې ډلې نوم ورکوي او نه د ناراضه وروڼو، بلکې تر ترهګریزې ډلې هغه خوا یې په نورو حدودو نه پېژني.

ده همدا راز قطر تورن کړ چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او په دې ډول په سیمه کې د ترهګريزو فعالیتونو پراختیا ته کار کوي او د امریکا په مشري یې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د طالبانو په اصطلاح سیاسي دفتر وتړي.
دا څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې د ترهګریزو ډلو په تېره بيا د طالبانو پر وړاندې د سعودي په خارجي سیاست او مادي او معنوي ملاتړ کې څومره ډېر تغییر راغلی او افغان دولت د خپلو وسله‌والو مخالفانو د ځپلو په برخه کې باید ترې ګټه واخلي.

سعودي عربستان د عربي متحده اماراتو او پاکستان په شمول د طالبانو واکمني په رسمیت پېژندله، کلونه کلونه یې په مستقیم او نامستقیم ډول د دې ډلې مالي او معنوي ملاتړ کړی او د افغانستان د روانې جګړې په اړه چوپتیا یې په ظاهر کې ځان بې‌طرفه نيول، خو په پټه د دې ډلې هر اړخیز ملاتړ کول دي.

له قطر سره د سعودي خرابې اړیکې، له طالبانو سره د ایران او روسیې ملاتړ او له امریکا سره وروستي توافقات هغه عوامل دي چې د طالبانو پر وړاندې سعودي واضح دریځ ته مجبور او د دې وسله‌والې مخالفې ډلې فعالیتونو ته یې د ترهګریزو فعالیتونو نوم ورکړ.

طالبان چې په هیڅ صورت نه غواړي د خلیج هېوادونو مالي او معنوي ملاتړ له لاسه ورکړي، له ځنډ پرته په دې اړه خبرپاڼه خپره کړه او هڅه یې وکړه چې د اسلامي ورور او متحد هېواد الفاظو په کارولو سره د ځان پر وړاندې د سعودي دریځ نرم کړي. دا هڅه به ضرور له نورو لارو او چینلونو هم شوې وي، خو اوس ځکه ناوخته ده چې طالبانو هغه وزن له لاسه ورکړی چې سعودي حساب پرې کاوه.

عربي متحده امارت د طالبانو بل متحد و چې د واکمنۍ پر مهال یې دا ډله په رسمیت پېژندله او په را وروسته جګړه کې يې د دې ډلې مالي او معنوي ملاتړ کاوه، خو په کندهار کې د ایران په اشاره د دې هېواد پر ډيپلوماټانو برید د مرستې هغه چینل هم وتاړه او اوس دا هېواد د سعودي په مشري ايتلاف کې د قطر او ایران پر وړاندې ولاړ دي، طبعاً به په داسې نورو مواردو کې هم د سعودي په پلونو مزل کوي.

د اوسني افغان حکومت بهرنی سیاست ځکه د ستاینې وړ دی چې د مختلفو اجماعو په تېره بيا د اسلامي هېوادونو د اجماع له لارې د افغانستان ملاتړي زیات او د روانې جګړې مذهبي اړخ کمزوری کړ. د افغان جګړې په اړه د سعودي او اماراتو اوسنی موقف د هغو هڅو پایله ده چې ولسمشر غني تر سره کړې.

افغان حکومت باید هڅه وکړي چې دا اړیکې نورې هم پراخې او بالاخره د اسلامي هېوادونو له دغه مرکزه داسې فتوا راوړي چې د افغانستان د روانې جګړې مذهبي اړخ لا واضح او د ګټو په سر او د دین په نوم دې نیابتي جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply