ځينې کسان داسې وي چې زړه يې غواړي تر باران لاندې وګرځي او سم ځانونه لانده کړي، خو ځينې نور بيا د باران پر مهال له لندېدو بد وړي او نه غواړي باران ورباندې و اوري.
دغه دويمه ډله کسان زيات وخت د باران پر مهال له د باندې ګرځېدو څخه ډډه کوي او که ډېر ضروري کار ورپېښ وي، نو سايهوان ورسره اخلي او د باندې وځي.
که تاسې هم له دويمې ډلې ياست، نو ستاسې لهپاره يو خوندور خبر دا دی چې چينايانو اوس داسې سايهوانونه جوړ کړي دي چې پر سر د نيولو پر ځای اغوستل کېږي.
دغه سايهوانونه د سر له خوا تر مټو پورې اغوستل کېږي او چينايانو ورباندې راینکوټ نوم ايښی دی.
د دې سايهوان کمالونه دا دي چې درانه نه دي، په اسانۍ اغوستل کېږي او که مو اغوستی وي، دواړه خلاصونه مو خلاص وي او کولای شئ په لاسو کې بل شی هم ورسره ونيسئ.
تر دې لا ښه خبره دا ده چې که له باران سره باد ملګری وي هم سايهوان نه شي درڅخه وړلای او په دې سربېره، سايهوان له داسې موادو جوړ شوی چې که لوند شي او کيښودل شي، نه چڼاسې کوي، نه يې بوی ځي او نه هم ميکروبونه پهکې ژوندي پاتې کېدای شي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320