بي‌بي‌سي د اسلام منبر، خو امريكاغږ د كفر / سيف الاسلام

0 943

د امريكاغږ خبريال ګل رحيم نيازمن چې له نن څخه كلونه مخكې د هېواد په شمال كې له امريكا غږ راډيو سره خبريالي په توګه دنده واخيسته، دا هغه مهال و چې د ده مشر ورور اسحاق نيازمن د اوسني جمعيت اصلاح و انكشاف اجتماعي افغانستان چې هغه مهال يې ورته دارالارقم وايه او هغه يې د پاک‌زړو مخكښانو له ډلې څخه د سرطان د ناروغي له امله په روغتونونو كې بستر و او هره مياشت يې په درملنه لسګونه زره كلدارې لګښت راته، ګل رحيم نيازمن يو زړه څو زړونه كړ او د خپلې نوې اشغال كړې دندې لهپاره له جلوزو كمپ څڅه مزارشريف ته ولاړ، د ده له تګ سره سم د دارالارقم له دار الافتا څخه فتوا صادره شوه چې پر ګل رحيم نيازمن موږ له پيله پوهېدو چې د ده عقيده سمه نه ده او بالاخره امريکا په خپله غېږ كې ونيو او نور به نو د اسلام دوښمنانو ته د مادياتو په بدل كې كار كوي.

څه موده وروسته دارالارقم كابل ته را انتقال شو او د جمعيت اصلاح و انكشاف اجتماعي افغانستان نوم پرې كېښودل شو، د ۱۳۸۲يم دوبى و چې موږ هم كابل ته راغلو، په خوشال‌خان‌مېنه كې مو د دې مركز له ځينو مشرانو، ښاغلي يونس صارم، سيدحبيب شاكر، نويدي، ملامحمدچكري او ځينو نورو سره وكتل، ښاغلي يونس صارم يو ځل بيا د اسحق نيازمن د ورور کيسه شروع كړه چې هغه څنګه د امريکا غېږې ته ورغى.

خو څو كاله وروسته د همدې مركز يو ډېر مخكښ فرهنګي ښاغلى احمدضيا رحيمزى چې له پژواك خبري اژانس سره تر كار كولو وروسته د بريټانيا نشراتي كمپنۍ بي‌بي‌سي راډيو ته ولاړ او د ده بل ملګري ښاغلي حماس هم همالته دنده واخيسته؛ نو له صارم څخه مو پوښتنه وكړه چې ښاغليه امريكاغږ ته په تګ سره سړى له دينه وځي، خو په بي‌بي‌سي كې څنګه!؟
هغه وويل چې دوى د بي‌بي‌سي له لارې د اسلام غږ پورته كوي، ته به وايې چې دا بي‌بي‌سي راډيو د دوى د پلار ده.

د محمديونس صارم دې خبرې يو ځل بيا كلونه مخكې ژوند ته يووړم، ښه مې په ياد دي چې موږ د بېلابېلو ښوونځيو ځينې ځينې زده‌كوونكي به يې ډېرى پنجشنبې د دانشجويان په نامه دفتر ته د اسلامي فلمونو د كتلو په نامه سره راټول كړو، هغه مهال موږ واړه وو، په ټول فلم كې به ډېر خوند راته تكړه جنګيالي راکاوه، ځاى ځاى به فلم و درول شو، راته تشريح به يې كړ، د مجاهدينو پر زړورتيا او شجاعت به يې د تكبير ناره پورته كړه او موږ ته به يې د ورپسې بدرګولو اشاره وكړه، د زړه له جوشه به د «الله اكبر ولله الحمد» غږونه پورته شول، د فلم كتو پر مهال به په منځ كې يوه توره غټه كمره په درې پايې ايښې وه يو، بل تن چې وړه كمره به ورسره وه له هرې خوا به يې عكسونه اخيستل، دې كارونو به موږ ته لا خوند راکاوه.
دا فلمونه او عكسونه به بيا عربو ته تلل او پيسې به پرې راټولېدې.

دارالارقم بن ابى الارقم
لا ډېر وخت نه و تېر چې د سياف د دعوت او جهاد پوهنتون د محصلانو له خوا جوړې شوې پروژې دانشجويان دفتر په انګړ يوازې په زېړ او تور خط د دانشجويان نوم پاتې شو او د دفتر دروازې وتړل شوې، خداى شته لا تر اوسه هم نه يم پوه چې د هغه دفتر دروازې به ولې تړل شوې وي، له خپلو هماغو روزونكو څخه مې ډېر وپوښتل خو چا راته حال و نه وايه، د دانشجويان د دروازو له تړلو وروسته د جلوزو په كمپ كې سويل لور ته په يوه ډېر ستر انګړ كې د دارالارقم بن ابى الارقم په نوم بله دروازه پرانيستل شوه چې عين د دانشجويان جريان پكې روان و، دغه مهال په پېښور كې د عرب کمال هلباوی «اوس مهال په انګلستان كې اوسېږي» له خوا جوړ شوي فرهنګي مركز هم فعاليت كاوه، په دارالارقم كې يوه شنه ډاټسن ولاړه وه استاد شيرعالم چې اوس په قواى مركز كې د اصلاح په نامه د موټرو د پرزو پلورنځى لري او لا هم د دې ډلې غړى دى او د رياضي او الجبر تكړه استاد امام محمدګويان چې اوس په پلخمري ښار كې خپل ځاني كورس لري او له دې ډلې څخه د دوى د سترو خيانتونو له امله جلا شوى او ټول د سترګوليدلى حال يې په زړه كې ساتلى، په يو بل پسې ټېل وهله او په همدې ډاټسنې باندې يې ښه ډرېوري زده كړه.

دا مهال زه د زده‌كړو لهپاره عربۍ نړۍ ته ولاړم كله چې بېرته راستون شوم نو د طالبانو دوران و، دارالارقميان بېرته له كابل څخه جلوزو كمپ ته راغلي وو، د دارالارقم په انګړ كې يې د النور په نامه خصوصي ښوونځى جوړ كړى و چې وروسته بيا د النور دارالايتام په نامه د «اللجنة الدعوة الاسلامية» سره ثبت شو چې يو ځل بيا د دارالارقميانو زېړه غوا لنګه شوه، هماغه حلقې هماغه رحلې او…. بيا پيل شو، د ۱۳۷۹يم د دچنګاښ مياشت وه، دغه مهال د دارالارقم رييس دوكتور نجيب الله صالح و چې اوس د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد دى، سوات ته درې ورځنۍ رحله برابره كړې وه د جمعې ورځ سره راغونډ شوي وو، د خداى لارې روزونكي له تنكيو ځوانانو سره په درې ورځني سفر خوځېدل چې د ملي اصلاح جرېدې اوسني مسوول مدير عبدالفتاح جواد، د ښايسته طارق جان د بېولو لهپاره صالح صاحب ته سختې زارۍ كولې او بالاخره هغه ورته وويل بو يې ځه او دا بړستن واخله دواړه پكې څملئ.

دا ټولې كيسې مې په څو شېبو كې په ذهن كې تېرې شوې او دې پايلې ته ورسېدم چې هغه څه چې دوى يې كوي، كه هر څه وي اسلام يې بولي، خو كه كوم بل چا څه وكړل او يا يې دوى ته شا كړه، هغه بيا د شخص د عقيدې ضعف بيانوي. د كرزي په حكومت «لنډمهالې دوره» كې افغانستان ته له راتګ سره د كابل پوهنتون ډېر محصلان به دوى ته د همدې لهپاره راتلل چې يو سپېڅلى حركت دى، خو دلته بيا د ځينو د كار خلكو پر تندي مهرونه هم لګول كېدل.

ستاعقيده خرابه ده
په دې برخه كې نو الله جل‌جلاله به يې سزا وركړي حبيب الله وردګ، ملامحمدچكري او تر ټولو زيات د ملي اصلاح اونيزې مسوول مدير عبدالفتاح جواد په دې برخه كې ډېر فعال دى چې ستره بېلګه يې د هېواد د يوه ليكوال هميم جلالزي پر تندي د عقيدې د ضعف مهر دى چې په دې خاطر چې په پښتو ژبه ليكنې كوي، جواد ورته وايي چې ستا عقيده خرابه ده، لږ اسلامي شئ.

د هيواد بل پياوړى ليكوال مجيد قرار چې ډېرى وګړي يې په نامه وياړي، د همدې مركز د اوسني مشر محمدعاطف له خوا پرې د نشنليسټ مهر ولګېده.
څه وخت مخكې د جمال خالد په نامه يوه دري‌ژبي ليكوال چې زه يې له نږدې پېژنم ۱۳۰۰۰كسانو ته د مركز فرهنګي په نوم چې د همدوى په اړه پوره معلومات پكې خپاره شوي وو، استولې ده.

جمال خالد د همدې ډلې ډېر نږدې ملګرى و او د كار سړى و، خو كله چې په حلقو كې پر دوى نيوكې كولې، دوى به ورته ويل چې ستا عقيده خرابه شوې، د ايمان تجديد وكړه او بالاخره جمال خالد له دې كړۍ څخه وايستل شو او ضعيف العقيدة مهر يې پر تندي ولګول شو.
لنډه دا چې دوى د ازاد فكر او د وطن رښتيني خدمتګاران په خپلو ليكو كې نه پرېږدي او بېلابېل تورونه پرې پورې كوي.

څو چې د دوى له خوا پر جوړو شويو اصولو روان وې، مسلمان او كه دې له دوى لږ تر لږه د عايداتو په اړه پوښتنه وكړه، حتماً به دې په عقيده كې خلل راغلى وي، خو دا چې موږ كلونه كلونه له دوى سره پاتې شوي يوو او هر څه يې ټکي په ټکي راته څرګند دي، عايداتي سرچينې يې په لاندې بڼه دي.

د زولانو كانټينرونه
HAS هغه موسسه چې په پېښو كې د دوى له خوا د اندونيزيايي مسلمانانو له خوا د اعلان شوې مرستې لهپاره جوړه شوه او تر دې مهاله فعاله ده چې وروسته يې بيا له امريكانو څخه سترې سترې پروژې لكه په ننګرهار كې د امريكايانو د بېس جوړونې تړون، كابل ته افغان بنديانو لهپاره له كراچۍ څخه د زولنو د كانټينرونو راوړل، تر بګرام اډې پورې د هغو له تورو خلتو څخه ډكو كانتينرونو را رسول چې امريكان يې مسلمان افغان بنديانو ته ور په سر كوي هغه لارې دي چې اصلاحيان ورڅخه تمويلېږي.
خيرات او صدقه
دوى هر كال عربۍ نړۍ ته کچکول په لاس سفرونه كوي چې څو ځله د مرستو د جلب لهپاره ښاغلى يونس صارم چې په پېښور كې يې د شپې دولس بجې د دارالارقم د انګړ پر شمالي دېوال يو غټ د فوټوكاپي ماشين اړولى و او نوش‌جان يې كړ، سعودي عربستان ته درومي او همدې ډلې تېر كال عربو ته په خپل سفر كې هغه پيسې چې د تعليمات اسلامي اوسني معين ښاغلي دوكتور شفيق صميم به افغانستان ته د ۳۲ كسانو لهپاره چې ښاغلى زلمى هېوادمل هم پكې شامل و، د نفر په سر د مياشتې ۳۰۰۰۰ افغانۍ راوړلې، هغوى ته په دې نوم چې ګواكې دا سړى په دې پيسو باندې نشنليسټي ته كار كوي او د اسلام اصلي بچيان موږ يوو، په هغه وتړلې او دا چينه يې هم د خپل ځان پر لور راواړوله.

د مړز غوښه خوږه ده
څه موده وړاندې كله چې جمعيت اصلاح د اصلاح ان‌لاين په نامه انټرنيټي پاڼه جوړه كړه نو تر غټ اختر «عيد اضحى» څو ورځې مخكې به پكې اعلانونه خپاره شول چې د قرباني پوستكي دوى ته راټول كړئ چې خيريه كارونه پرې كوي، له روژې مخكې به پكې راغلل چې خپل روژه‌ماتى له خپل غريب ګاونډي سره چې يوې مړۍ ته حيران دی نيم كړئ چې الله پاک تاسې ته اجر دركړي او داسې حديثونه به يې وړاندې كول چې ډېر به لا خپل ټول روژه‌ماتي صدقه كولو ته حاضر شول، خو د اسلام ټيكه‌دارانو بيا پخپله روژه‌ماتى د شهرنو پارک ختيځ لور ته په لكي ټاون كې كاوه، څو ځله مې په خپلو ګناهګارو سترګو ليدلي، ښاغلى محمد عاطف د دې جمعيت اوسنى مشر، دكتور صفت الله قانت د رييسه شورا غړى، ځيني نوركسان او د HASموسسې كاركوونكى عبدالله به پر مېزنو ناست و، مړزان به يې خوړل او په ګپ كې يې يو بل ته ويل چې د مړز غوښه خوږه ده.

له دې خلكو څخه د دغه راز په سلګونه نورو لاملونو ډېرو كسانو له دوى څخه لاس واخيست چې هر يو يې له ځان سره په كتاب كتاب كيسې او اسناد لري چې په راتلونکي کې به له هر يوه سره په همدې اړه ځانګړې مركې وكړو.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply