د هېواد ځوانانو ته د افغانستان د ځوانانو د پارلمان د رييس لیک

0 1,073

د هېواد اتلو ځوانانو، تاسو هره ورځ د هېواد په روانه خونړۍ جګړه کې قربانۍ ورکوئ. د جګړې د تاوده سنګر ۹۵ سلنه ځواک همدا تاسو ورکوئ. په اوسطه توګه، چې هېواد کې ۳۰ وګړي هره ورځ وژل کېږي، ډېره برخه یې همدا تاسو یاست. د افراطیت ناوړه کړۍ د وخت ناخوالو له ځوانانو تاو کړې. ناقانونه کډوالۍ او د نشيي توکو کر او استعمال ته د وخت ناخوالو همدا ځوانان مجبور کړي.

د وظیفو له نشتون څخه ځوانان نه یواځې په پورته ستونزو کې ښکېل دي، بلکې هغوی یې په عصبي ناروغیو اخته کړي، چې ځیني یې ځان وژنو ته اړ کړي.

ددې لپاره، چې ماته له تېر یوه کاله، د ځوانانو پارلمان د رییس په توګه ددې ملي بنسټ د اکثریتو رایو په ترڅ کې دنده را ترغاړه شوې، نو زه یواځې ددې بنسټ ۱۲۴ غړو ته نه، بلکې د هېواد ټولو ځوانانو ته ځواب ورکونکی یم.

د افغانستان د ځوانانو پارلمان ۱۲۴ ټول غړي زما په شمول داوطلبانه او بېله کوم امتیاز څخه کار کوي، دا ددې ویاړلې، خو په جګړه کې ښکېل اسکېرلې وطن پر موږ ټولو حق دی، چې باید داوطلبانه یې په ابادولو کې ونډه واخلو.

د ځوانانو پارلمان یو کال کاري دوره لا پاتې ده، باید په څرګندو ټکو وویل شې، چې د ځوانانو له پارلمان سره تر بل هر چا ډېر جلالتماب ولسمشر، جلالتماب اجراییه رییس، د مشرانو جرګې جلالتماب رییس فضل هادي مسلمیار، ددې جرګې د دارلانشاء عمومي رییس ښاغلي حفیظ الله هاشمي او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د ځوانانو مشر ښاغلي ډاکټر نور محمد مراد ډېره همکاري کړې او په دې برخه کې یې تل خولې توی کړي.

د محلي ارګانونو ادارې پخواني سرپرست رییس ښاغلي عبدالباقي پوپل، د جلالتماب ولسمشر د ځوانانو مشاور ښاغلي شمیم کټوازي او نورو ډېرو ملګرو همکاري کړې او ددې ملي بنسټ په بریالیتوب باندې خوشحالېږي.

موږ په شپږو کمېټو کې حکومت ته د روغتیا، پوهنې، ګډون، کارموندنې، سپورټ او د افراطیت، نشيي توکو او ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې د مبارزې اړوند طرحې چمتو کړې او د تطبیق په چارو یې بوخت یو. د اړوند ادارو له وزیر صاحبانو او معین صاحبانو سره مو له نږدې خبرې کړې او د ځوانانو هر اړخیزې ستونزې مو تر هغوی رسولي.

له ولسمشر، اجراییه رییس او نورو لوړ پوړو کسانو سره مو د ځوانانو ستونزې هم شریکې کړې، د ډېرو نورو لاسته راوړنو ترڅنګ د پوهنې لپاره د واحد نصاب په برخه کې د پراخو اصلاحاتو ژمنه راسره شوې چې ان د ښوونځیو مضامین او دهغوی محتوا به له یوې خوا کمېږي له بلې خوا به پکې هر اړخیزه اصلاح راویستل کېږي.

دې ته ورته ولسمشر له موږ سره ژمنه کړې، چې په ټولو سکتوري وزارتونو کې به د ځوانانو لپاره ادارې جوړوي، تر څو د ځوانانو ستونزو ته د حل په موخه رسیدګي وشي.

د ځوانانو پارلمان درې اساسي دندې لري، د ځوانانو ستونزې تر محلي او مرکزي ادارو رسول، د ملي شورا اړوند زده کړه او حکومت ته د ځوانانو د ملي ستراتېژۍ په چوکاټ کې د پوهنې، روغتیا، ګډون، سپورټ، کارموندنې او نشيي توکو، افراطیت او ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې د مبارزې اړوند طرحې ورکوي.

موږ د خپلو دندو ترڅنګ د ملي یووالي، سولې او د افغان ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ ږغ هم جګ کړی او دا کار به تر وروستۍ سلګۍ پورې کوو. موږ د کابل په شمول په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت کوو، چې له دې ډلې یې په شلو ولایتونو کې دفترونه راکړل شوي او په ۱۴ نورو ولایتونو کې به په نږدې راتلونکې کې هم راکړل شي.

پر دې ټولو فعالیتونو، پرمختګونو او لاسته راوړنو سربیره، چې ځوانان یې په وړیا توګه ترسره کوي، د افغانستان د ځوانانو پارلمان له یو شمېر ستونزو سره لاس او ګریوان دی، چې تر ټولو لویه ستونزه یې، د ځوانان له ښاغلي معین ډاکټر کمال سادات سره ده.

موږ له اولې ورځې، د ځوانانو پارلمان د داخلې طرزالعمل او عمومي اصولو له مخي کار کوو، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مالي مرسته راسره کوي، مشرانو جرګه او حکومت راسره په تخنیکي او معنوي چارو کې مرسته کوي، چې په ټولیزه توګه موږ د قانون او ملي شورا اړوند زده کړه د مشرانو جرګې د دارلانشاء څخه کوو.

خو د ځوانانو معین ښاغلی سادات، تل هڅه کوي، چې د ځوانانو پارلمان څخه خپله سیاسي ګټه پورته کړي، یو ځل یې هڅه کول چې همدا ځوانان وکاروي او خپل ځان پرې وزارت ته روسوي، خو ځوانانو ورسره ونه منل. بیا یې هڅه وکړه، چې د ځوانانو پارلمان په پښتو او دري ژبو وویشي او خپل نا مشروع غوښتنې پرې ومني. له نیکه مرغه؛ په دې کار هم بریالی نه شو. بیا یې وغوښتل  چې د ځوانانو پارلمان د اداري پلاوي ټاکنې په دې خاطر یو ځل بیاه وکړي، چې خپل کس ریاست ته راولي.

بل ځل یې هڅه وکړل، چې موږ پرې نږدې چې مشرانو جرګې، ارګ او اجرائیه ریاست ته د ځوانانو د ستونزو د شریکولو په موخه لار پیدا کړو. ما ددې بنسټ د مشر په توګه ډېر زغم کړی او زغم راته په ژوند کې ډېر څه را ښوولي دي، خو دا ځل خبره له دې تېره ده، باید حقیقت له ځوانانو سره شریک کړم.

دا سړی هره ورځ له هرې ممکنه وسیلې کار اخلي، چې د ځوانانو پارلمان خراب کړي. له نیکه مرغه، د هېواد پر اتلو ځوانانو سربیره، له موږ سره د جلالتماب ولسمشر، جلالتماب د مشرانو جرګې رییس، جلالتماب اجرائیه رییس او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د ځوانانو د مشر کافي مشروع ملاتړ راسره دی او پر خپل ځای ترې مننه کوو.

ښاغلي ډاکټر کمال سادات په تېره یوه کال کې یواځې یو ځل له موږ سره کتلي، د یوې افغانۍ په اندازه یې نه مالي او نه هم تخنیکي مرسته راسره کړې. مرکزي دفتر مشرانو جرګې راکړی، تجهیزات او لګښتونه یې د ملګرو ملتونو د ګړو صندوق او یوه اندازه مالي مرسته ورسره د محلي ارګانونو له لورې شوې ده.

هغه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق پر ادارې فشار راوړي چې د ځوانانو پارلمان لګښتونه دې هغوی په خپله نه، بلکې دده له لورې په مصرف ورسوي. حال دا چې میاشتې وړاندې یې امریکا ته په یوه سفر کې د یوې مېرمنې حق خپل ځان ته اخیستی و. بل لور، تېره میاشت ورته د ملګرو ملتونو له لورې ۱۲۴ کېیټونه (بستې) چې پکې دفترې او زده کړیز توکې وو، د ځوانانو پارلمان د غړو لپاره ور سپارل شوي وو، خو ښاغلي سادات یواځې ۷۰ ځوانانو ته اړوند توکي ویشلي وو، ویل یې چې نور ترې ورک شوي.

په ځوانانو معین کې ددې ظرفیت نشته، چې داسي یو ملي بسټ دې په تخنیکي او معنوي توګه حمایه کړي، چې پکې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه پیاوړې او لوستي ځوانان راټول شوي وي. موږ ټول له دې پرته چې د معین له لورې توهین شوي، تحقیر شوي او یا سپک شوي یو، هیڅکله یې موږ ته د ځوانانو په سترګه نه دي کتلي.

ملت یې باید په هغو فېسبوکي فعالیتونو تېروتنه ونکړي، چې هره ورځ یې په مرسته زموږ په سترګو کې کاوري اچوي.

اوس سوال دادی، چې ولي ښاغلی سادات داسي ناوړه برخورد کوي؟

درې اساسي دلایل لري،

لومړی؛ هغه چې د ځوانانو پارلمان له ایجاد وړاندي کوم اداري مالي فساد کاوه، اوس یې په ځانګړې توګه د ځوانانو پارلمان په لګښتونو کې نشي کولای.

دوهم؛ ځکه هغه فطرتاً داسي جوړ دی، چې له ځان څخه یې ځیرک، هوښیار او لوستی ځوان نه دی خوښ، ځکه نو، د افغانستان د ځوانانو پارلمان د لوستو او تکړه ځوانانو مخه نیسي.

دریم؛ هغه تل هڅه کوي، چې له ځوانانو پارلمان څخه ناوړه ګټه پورته کړي، خو موږ ځوانانو هیڅکله اجازه نه ده ورکړې.

بلاخره، د هېواد ځوانانو ته باید دا جوته شي چې د افغانستان د ځوانانو پارلمان یو ملي او خپلواک بنسټ دی، د مشرانو جرګه، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق او په ځانګړې توګه حکومت به له موږ سره مالي، تخنیکي او معنوي مرستي کوي. زموږ ټولیز فعالیتونه به لومړی د افغانستان اساسي قانون او اړوند فرعي قوانینو ته ژمن وي، بل لور به د ځوانانو پارلمان له اصولو او داخلي طرزالعمل له مخي کار کوو.

یواځنی ارمان مو د هېواد متوازن پرمختګ، سوله او ملي یووالی دی.

د افغانستان د ځوانانو پارلمان رییس

آغامحمد قریشي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply