د دوو بدو میراثونو یوه سرچینه

0 814

ټرمپ د اوباما په څېر نه دی، تاسې به ګورئ چې یو وار لوړه وکړي، لکه څنګه چې بوش په دوو اوونیو کې له ټول افغانستانه طالبان جارو کړل، دغسې به دی هم له دې په لږه موده کې د دوی ټغر ټول کړي.
ان چې ځینو ته خو د ټرمپ پر اراده او ګومان د خپل ایمان زیان ښکارېده. بیا چې نوی د فاع وزیر وټاکل شو، ځینو پر یو بل زېري کول چې د «لېوني سپي» له دواړو طالب مالب ځان نه‌شي ژغورلای.

که څه هم یوه موده کراره کراري وه، خو بیا د هماغه «ځینو» چیغې پورته شوې.
د دوی له‌پاره د ملي امنیت سلاکار په توګه د مک ماسټر ټاکنه لکه د زوی زېری داسې و، ځکه خو یې د یو بل تر غوږه ور تېره کړه چې مک ماسټر د ریچار ارمیټاج د نسل او فکر سړی دی چې جنرال مشرف یې ورسره د ډېرې زمانې په ورګرځولو برابر کړی و.
هلئ چې ټرمپ له ولسمشر غني سره پنځه څلوېښت دقیقې خبرې وکړې، مرستیال یې ویډیو یي کنفرانس ته ورسره کېناست، یو ساعت یې تود او دوستانه بنډار غځېدلی و.

د ارګ اوسپېدار ویاندویان تیار د سپینې ماڼۍ ویندویان ګرځېدلي وو.
د C.I.AA رییس چې راغی بیا نو له خوشالۍ په جامو کې نه ځايېدل، ډاکټر عبدالله خو سملاسي د دغه پرمختیا پر استفراق د دغه پټ سفر له رسوايي هم مخ و نه‌شوای ګرځولای، هغه و چې ډېره موده پس تلولی او له خندا شنه خوله خبري غونډې ته راووت او دغه پټ سفر یې د خپلې بریا په توګه د میډیا پر وړاندې اعلان کړ.
معلوم الحاله شنونکيو د دغه سفر ارزښت له دې ټکي را ویوست چې د C.I.A رییس افغانستان ته په پټه، یا پټ سفر ننوتلی. د دوی په اند له ښکاره، پټ سفرونه مهم او ټاکونکي راوځي.

خو دا چا و نه ویل چې ډاکټر عبدالله څنګه دغه پټ سفر دومره ژر رسوا کړ؟
وړمه ورځ له مک ماسټر سره د حنیف اتمر ویډیویي کنفرانس په داسې قلقلو رسنیو ته راووت لکه نور چې د طالبانو په ځپلو او له منځه وړلو کې د شک او ګومان هېڅ چاک او چوله نه وي پاتې.
په داسې حال کې چې ټرمپ افغان جګړې ته د سوداګرۍ تله او کاڼی را اخیستی دی.

له همدې ځایه وه چې له یوې خوا ولسمشر غني د افغانستان د کاني زېرمو هډوکی ورته وغورځاوه او له بلې خوا په جګړه کې د څلوېښت ميلیارډو ډالرو د سپما دانه د بلک واټر کمپنۍ بنسټګر ایرک پرنس ورته پر تلک سپېره کړه.

ملک واټر وړاندیز کړی چې په ۵۰۰۰ نویو قراردادي عسکرو، سلو الوتکو او د کال لس ملیارده ډالرو د افغانستان جګړې ته ور دانګلای او ګټلای شي، په دې توګه به د کال د څلوېښت پنځه څلوېښت ملیارده ډالرو سپما د کنجوس سوداګر ځولۍ ډکه کړي، په داسې حال کې چې امریکایانو سږ کال پنځه څلوېښت او کال ته پنځوس ميلیارډه ډالر د افغان جګړې لګښت په پام کې نیولی، ځکه خو د بلک واټر له دومره سپما کنجوس سوداګر سترګې نه‌شي پټولای.
که څه هم جان نکلسون یې مخالف دی، خو ټرمپ د ګټې له دغسې یوې سودا څنګه مخ اړولای شي؟

جان مکین له چا څه کم دی، دغه سرطان ځپلي سناتور چې په ویټنام کې یې د جګړې ټپ پر اوږه دی، خپله طرحه پر طالبانو، حقاني شبکې، القاعده او داعش د هوايي بمباریو پر پراختیا او د پوځیانو د ځواکونو پر زیاتوالي درولې ده.
پوښتنه دا ده چې امریکا تر اوسه له بمباریو مخ اړولی، اوباما دېرش زره نوي پوځیان افغانستان ته شېوه نه کړل؟
د امریکایي پوځیانو د واک ننګولو مخه په افغانستان کې چا لیدلې یا یې لیدلای شي؟

له B25- تر ډرون او د بمونو تر مور په افغانستا کې د بمباریو لمن و نه غځېدله؟
امریکا اوس د زړو پیسو را ایستلو ته کار ویلی، هغه دا چې د افغان پوځ پر سمبالښت د امریکا ۷۶۶ ملیارډه ډالر لګېدلي، پنځوس ميلیونه یوه قراردادي یوازې د څو لوکسو موټر په را نیولو کې وهلي دي.
سیګار د عسکرو په یونیفورم کې د ميلیونو ډالرو په غبن کې د دفاع پخواني وزیر نوم را ایستلی دی.

ټرمپ وایي د تګلارې اعلان ته ورنږدې شوی، خو دا د ده له‌پاره یوه لویه پرېکړه ده چې امریکا د خپل تاریخ د اوږدې جګړې له رسوایي او ناکامیو وژغوري.
که د جګړې ټیکه بلیک واټر ته ورکړل شوه، امریکا د دې کمپنۍ د اعمالو مسووله پېژندل کېدای شي؟

له امریکا سره په سټراټیژیک تړن کې د بدلون اړتیا شته، په ټوله کې له دغې پرمختیا سره د دغه تړون حقوقي اړخ ته په کومه سترګه کتل کېدای شي؟
ټرمپ په دې خوشاله دی چې نه اټکل کېدونکی شخصیت وپېژندل شي، یو ځل شمالي کوریا ته د درس ورکولو د کتاب پاڼه را اړوي، بیا د چین ولسمشر ته د ننواتې ټليفون وشرنګوي، د وینزویلا ولسمشر ته د پوځي برید د غوراوي خبرداری ورکوي، خو بله ورځ سوړ غورځېدلی وي.
ټرمپ وايي د افغانستان جګړه ده ته په میراث پاتې ده، ولسمشر غني هم فساد او خرابه حکومتولي د تېرو حکومتونو میراث بولي.

دغه دواړه بد میراثونه له یو بل سره دومره تړلي چې د یو بل زېږنده ګرځېدلي.
فساد له جګړې را ټوکېدلی او جګړې فساد رامنځ ته کړی، د دواړو سرچینه یوه ده.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply