دا ګېډه بولئ، که ګودام؟

0 1,201

مخکې مو په سرخط کې لوستې وو چې د یوه سړي له ګېډې یې ۵۲۲ چاقوګان راایستي وو، خو راځئ نن د یوه انډونېزیايي په اړه ولولئ چې له ګېډې یې سم دوکان جوړ دی.

کیسه داسې ده چې د هینډرو وجات موکو په ګېډه درد شو، کله چې ډاکټر ته ولاړ، هغه عادي وګڼله، خو وروسته یې چې کله ایکسري او معاینات وشول، مالومه شوه چې په ګېډه کې یې عجیب او غریب شیان شته.

د موکو پر عملیات درې ساعته ولګېدل او له دېرشو زیات داسې شیان ترې راوویستل شول چې په ورځني شکل ترې ګټه اخیستل کېږي. د هغه په ګېډه کې لاسي بکسه، د دوو زرو نوټ، د ایسکریم ډکی او نور ډول ډول شیان ول.

د عملیات پر مهال ډاکټران هم حیران شوي چې دا توکي څه ډول د موکو تر ګېډې رسېدلې، خو هغه خپله هم په دې اړه پټه خوله دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply