اصف مومند د ملي امنیت له زندانه خوشې شو

0 1,007
ذبيح الله احساس

مزارشريف (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٦): د بلخ د ولايتي شورا غړى محمد اصف مومند څو شېبې وړاندې د ملي امنيت له بنده ازاد شو او د کابل پر لوري يې حرکت وکړ.

د محمد اصف مومند ورور مصطفى مومند د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ورور يې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د ملي امنيت له بنده ازاد شو.

هغه وايي چې ورور يې له ازادېدو سره سم په الوتکه کې پورته شو او د کابل پر لوري يې حرکت وکړ.

ده زياته کړه: (( کله چې مې ورور کابل ته ورسيږي نو په هوايي ډګر کې به رسنيو ته معلومات هم ورکړي.))

د بلخ د ولايتي شورا غړي محمد اصف مومند د روانې زمري مياشتې په ١٦مه د بلخ پر والي عطامحمد نور تور ولګاوه چې په پراخه کچه په فساد کې لاس لري. مومند دعوه کړې وه چې عطامحمد نور  پر مرګ ګواښلى دى.

د راپورونو له مخې مومند تېره (دوشنبې) له کابل نه بلخ ته ولاړ، خو د بلخ په هوايي ډګر کې ونيول شو او د نيولو پر مهال يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم واوښته. د مرګ ژوبلې د شمېر په اړه بېلابېلې څرګندونې کېږي.

د بلخ امنيه قوماندان ويلي چې مومند د بلخ والي عطامحمد نور ته نږدې وسله والو نيولى؛ والي ويلي چې مومند د امنيتي ارګانونو د مکتوب پر بنسټ نيول شوى، خو لويه څارنوالي وايي چې د مومند د نيولو امر يې نه دى کړى.

لويې څارنوالۍ دا هم ويلي چې ولسمشر يو لوړپوړى پلاوى د مومند د نيولو موضوع د هر اړخيزو څېړلو لپاره ګومارلى او بلخ ته تللى دى.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply