د مزار و شبرغان شرمښانو انسانان وداړل/ سيد حسين پاچا

0 1,011

د مزار و شبرغان شرمښانو انسانان وداړل

دروغژن توبه ګار، زوړ کمونيست و جنايي مجرم د جهادي لنډه غر ننګه وکړه

 

Britain expels Israeli diplomat over Dubai passport row

The UK is to expel an Israeli diplomat over 12 forged British passports used in the killing of Hamas leader Mahmoud al-Mabhouh in Dubai in January.

Sir Menzies Campbell:

There can’t be a greater violation of trust for one ally to abuse the passports of another ally.

له دې به بله د باور لويه ((ستره)) سرغړونه نه وي چې يو متحد د بل متحد ((يو ملګری د بل ملګري)) له پاسپورټونو نه ناوړه ګټه پورته کړي.

The UK is to expel an Israeli diplomat over 12 forged British passports used in the killing of Hamas leader Mahmoud al-Mabhouh in Dubai in January.

 

David Miliband said there were “compelling reasons” to believe Israel was responsible for the forgeries.

The foreign secretary said the misuse of British passports was “intolerable”.

Israel’s ambassador to London, Ron Prosor, said he was “disappointed”, but Israel confirmed there would be no tit-for-tat diplomatic expulsion.

Mr Prosor said: “The relationship between Israel and the UK is of mutual importance, hence we are disappointed by the… decision.”

The name of the diplomat has not been released.

Israel has previously said there is no proof it was behind the killing at a Dubai hotel.

‘High-quality forgeries’

The foreign secretary said officers from Britain’s Serious Organised Crime Agency (Soca) had investigated the matter of the passports.

 

It had concluded the passports used were copied from genuine British passports when handed over for inspection to individuals linked to Israel, either in Israel or in other countries, he said.

“Given that this was a very sophisticated operation, in which high-quality forgeries were made, the government judges it is highly likely that the forgeries were made by a state intelligence service,” he said.

“We have concluded that there are compelling reasons to believe Israel was responsible for the misuse of the British passports.”

The incident “represents a profound disregard for the sovereignty of the United Kingdom” he said.

He said the fact that Israel was a friend added “insult to injury”.

The BBC’s Middle East editor Jeremy Bowen said the expulsion sent a “very clear message” of British disapproval.

“It is a very big step for a government like the British to expel one of the diplomats belonging to one of its important allies,” he said.

 

It is believed 12 fake British passports were used in the plot to murder Mr Mabhouh – the founder of Hamas’s military wing – in his hotel room in Dubai on 19 January.

The names and details on the UK passports used by eight of the 12 suspects belonged to British-Israeli citizens living in Israel – all of whom have denied involvement in Mr Mabhouh’s murder.

Their passports had been copied and new photographs inserted.

 

Mr Miliband said there was no evidence to suggest that any of the 12 passport holders were anything other than “wholly innocent victims of identity theft”.

He said he was amending the official travel advice to Israel to make British nationals aware of the risks of their passports being misused.

He said he had met Israeli foreign minister Avigdor Lieberman in Brussels on Monday and had made clear the UK’s “determination to see that this affair should never be repeated”.

He handed him a letter “seeking a formal assurance… that in the future the State of Israel would never be party to the misuse of British passports in such a way”.

It is not the first time British passports have been misused by Israel. In 1987 the country was caught forging UK passports for an intelligence operation, and Israel promised it would not do it again.

On that occasion, eight British passports reckoned to be for Mossad agents were found in a bag in a West German telephone booth.

A spokesman for the Palestinian Hamas group said it welcomed the decision to expel the diplomat, but wanted international efforts to track down the killers stepped up.

Dubai police have used CCTV footage to identify 27 alleged members of the team that tracked and killed Mr Mabhouh.

ANALYSIS
Tim Franks, BBC News, Jerusalem

“Regret” is the official Israeli emotion, not anger, not surprise, and certainly not retribution.

There is a clear Israeli desire to dampen this argument down from one where it could damage the wider relationship.

“It doesn’t look good,” was the terse verdict of one former senior diplomat. Other sources suggested this was a “standard dance” Britain had to go through.

But this is not being said with a tremendous swagger. After all, this is not the first time Israel has been caught with its hand in a sweet jar full of British passports. On that occasion, more than 20 years ago, Israel promised not to repeat the offence. That promise appears to have expired.

Israel is already feeling the heat from the US for its continued building on occupied territory. The Israeli government will not, right now, want to fight on too many fronts.

 

Passports from France, Ireland, Germany and Australia were also forged in the operation, and they too are investigating Israel’s role.

Dubai officials said they were “99% certain” that agents from Mossad were behind the killing.

Following his death, Mr Mabhouh’s family said doctors who had examined him determined he had died after receiving a massive electric shock to the head. They also found evidence that he had been strangled.

Blood samples sent to a French laboratory confirmed he was killed by electric shock, after which the body was sent to Syria.

 

جمهوري اسلامي ورځپاڼه :

[[جمهوری اسلامي ورځپاڼې بل ځای ليکلي دي د حماس د قوماندان محمد المبحوح په ترور کښې د دوبۍ د پوليسو د مشر د لاس درلودل رسوا شول.

نوموړی دوه کاله مخکې په دوبۍ کښې د موساد لخوا ترور شو، او د دوبۍ د پوليسو مشر د هغه په استوګنځاي ښه خبر ؤ او حکم يې کړی ؤ چې هغه وڅاري ، نو هغه ډېر ښه پوهېده چې المبحوح د امريکا او صيهونست رژيم د جاسوسي ادارو لخوا څارل کيږي او څو ځله د موساد له حملو روغ رمټ وتی دی .

دا په داسې حال کښې دي چې د امريکا او اسرائيلو استخباراتو د دوبۍ د پوليسو مشر ته ډاډ ورکړی ؤ چې هغه به نه وژني يوازې څارنه به يې کوي او غواړي د حماس مالي سرچينې پيدا کړي ، خو د حماس دغه وتلی قوماندان يې ترور کړ.]]

 

د ښاغلي غني د پام وړ :

ستاسې لومړي مرستيال او پخواني زوړ کمونيست دوه – درې ځلې خپله توبه ماته کړه :

  • لومړی د جهادي وخت توبه چې پخواني ولسمشر او روحاني مشر پروفيسور صبغت الله په وخت کې دوې ټولو ځانونه پخپله وبښل او ځانونه يې د ولس له وينو بري الذمه کړل، کنه روحاني مشر حق نه درلوده چې د نورو خلکو له اجازې او پوښتنې پرته چا ته عمومي بښنه وکړي.
  • دويمه د ډيموکراسۍ د وخت توبه چې ستا په مخکې يې بښنه وغوښته، خو دا ځل يې توبه يې هم په حقيقت کې د دروغو توبه وه. که نوموړی ايمانًا خو لا څه که اخلاقًا هم خپلې توبې ته ژمن وای، نو د خپل سيال او سپين ږيري مشر خيال به يې ساتلی وای.
  • درېيمه يې هم د جهادي وخت له ښاغلي حکمتيار سره د ائتلاف د وخت توبه وه چې له نظار شوری سره چپ او له حزب اسلامي سره يې ائتلاف وکړ. دا چې ولې سختدريزه حزب اسلامي له زوړ کمونيست ((ملحد)) سره په داسې حال کې ائتلاف وکړ چې مخکيني شعارونه يې ((جنګ جنګ تا ختم ګيلمجم)) له ياده ووتل. دا به ښاغلي حکمتيار او زوړ کمونيست ته روښانه وي چې په کومو شرايطو يې ائتلاف سره کړی وو او ولې يې دوام ونه کړ؟

 

همداسې محقق چې د خپلمينځي جنګونو په وخت کې پر وژنو، حلالولو او پرې تاوده تېل اچولو پېښو، له زندانيانو وينه ايستلو، د مړو پر نڅا، له مېرمنو پر تيونو غوڅولو او داسې نورو بشري بوږ نوونکو پېښو کې ښکېل دی لا تراوسه له قضايي مصوونيت او له معافيته برخمن دی. که د حکومت زور پرې نه رسيږي، نو نوموړی بايد نړيوالې جنايي محکمې ته ور وپېژندل شي.

 

دا چې اوس ستاسې اجرائيوي رئيس او د شمال د غلو سرلښکر چې اسماعيل اړم هم ورته پخپل يو شعر ((د افغان پارلمان)) کې اشاره کړې :

د افغان پارلمان

قاچاقبر، داړه ماران ناست پارلمان کې

هم وژونکي، لوټماران ناست پارلمان کې

خويندې وروڼه يې مړه د نورو په لمسون کړل

وينې څښونکي شرمښان ناست پارلمان کې

د افغان د پت عزت دښمن ټول شوي

شرمېدلي د جهان ناست پارلمان کې

کان – معدن له موزيم سره دوی لوټ کړل

ګران وطن کړ چا وران ناست پارلمان کې

د دوه خرو وربشې نه شي بيلولی

بېسواده، مست نادان ناست پارلمان کې

د اشرار او کمونېست په نوم يې مړه کړو

اوس ملحد سره اخوان ناست پارلمان کې

دين مذهب، فرهنګ کلتور چې چا خرڅ کړی

بې کلتوره او بې ايمان ناست پارلمان کې

د ملت په سرنوشت چې کوي لوبې

دا د نورو ګوډاګيان ناست پارلمان کې

بېلډينګونه يې د خيانت له لېرې ښکاري

د ډالرو مزدوران ناست پارلمان کې

سي آی ای او کی جي بي ته جاسوسي کړي

آی ايس آی د پاکستان ناست پارلمان کې

خاينان دي چې خرڅ شوي دي په نورو

د مافيا انډيوالان ناست پارلمان کې

د هېواد د ابادۍ فکر کې نه دي

د دې خاورې جاسوسان ناست پارلمان کې

افتخار کړي د پرديو په لښکرو

ورته ګورئ انګرېزان ناست پارلمان کې

د پرديو غوبل غويمنډ خو همدوی جوړ کړ

د وطن مې دښمنان ناست پارلمان کې

غه راغی چې يې لاس په وينو سور وو

چا چې وواژه افغان ناست پارلمان کې

خلکو وټاکه صادق، خو خاين راغی

ښکاري لاس يې ولويد ناست پارلمان کې

تر زړو وسپنو يې يووړې پاکستان ته

هم يې خرڅ کړو په ايران ناست پارلمان کې

يو څو غله د ننګرهار، کونړ، لغمان دي

چا چې لوټ کړ نورستان ناست پارلمان کې

د کابل او د پنجشير غله هم پکې دي

بل مشهور غل د پروان ناست پارلمان کې

د تخار او د کندز داړه ماران هم

بعضو چور کړ بدخشان ناست پارلمان کې

خوست، پکتيا او کاپيسا، لوګر، ميدان نه

راغله غله ترې راروان ناست پارلمان کې

د هرات او کندهار د غلو په څنګ کې

هلته غل د اوروزګان ناست پارلمان کې

سرلښکر د غلو مزار نه ټاکل شوی

ګېلمجم د سمنګان ناست پارلمان کې

د زابل او د نېمروز غله مې هېر نه شي

غلا او چور يې وو ارمان ناست پارلمان کې

تاريخي اثار يې لوټ کړل د باميانو

خرڅوي بيرون بُتان ناست پارلمان کې

د لاجوردو او زمرودو لوټماران دي

پرې غوليږي ساده ګان ناست پارلمان کې

د ملت نماينده ګان خو داسې نه وي

زيات په فکر کې د ځان ناست پارلمان کې

وکيلان مو د پوډرو کاروبار کړي

دوی قاچاق لري کاروان ناست پارلمان کې

يو پوډر خو قاچاق نه کړي نور شيان هم

خرڅوي ياقوت مرجان ناست پارلمان کې

د مظلوم ملت به څوک غمخوري وکړي

ټول ولس به په تاوان ناست پارلمان کې

داسې سخت او هم بېرحمه دي په زړونو

ته به وايی چې يهودان ناست پارلمان کې

څه دوران مې د افغان په وطن راغی

ملايک لاړل شيطان ناست پارلمان کې

په سابو او په جواري به يې شونډې شنې وې

اوس چرګان خوري ګيدړان ناست پارلمان کې

نن شراب خوراک کباب د مجاهد شو

چې خوړل به يې ستوان ناست پارلمان کې

رايې ورکړي چې د دوی په شان څوک غله وي

مېلمانه کړي وزيران ناست پارلمان کې

څه بې درده او بې احساسه راټول شوي

چې يې هېر کړل شهيدان ناست پارلمان کې

پاک کسان پکې د ګوتو په شمار وينم

نور يې ټول دي خاينان ناست پارلمان کې

که د سوال او جواب ورځ ورباندې راغله

خلاص به نه شي غداران ناست پارلمان کې

د خپلو کړو وړو حساب ته به راکش شي

ډېر به بند شي په زندان ناست پارلمان کې

چې له ځانه د وطن په خاطر تېر شي

خلک غواړي پاک کسان ناست پارلمان کې

لويه هيله د دې خلکو ده اړمه

چې هېڅ نه وي ظالمان ناست پارلمان کې

 

تاسې خو له امريکا، ناټو او له نړيوالې ټولنې سره له اداري فساد سره د مبارزې او د حکومتي بنسټونو د سمون ژمنې کوئ، خو د ډاکټر عبدالله په شتون کې به څنګه د شمال ټلوالې داړه ماران، لوټماران او برمته کوونکي د قانون منګولو ته راکش شي؟

 

د ايټاليا پخوانی لومړی وزير Silvio Berlusconi چې د اختلاس او له جنسي تورونو او همدارنګه ښاغلی نوازشريف چې د اختلاس له امله له رسوايي سره مخ شو له خپلو دندو ګوښه شول، خو زموږ اجرائيوي رئيس چې د آغلې مريم نجفي په پېښه کې تورن دی نه يوازې هغه وخت له وزارته ګوښه نه شو، بلکې سرچپه ټاکنو ته هم ودرېده. ښاغلي کرزي ترې کلکه ننګه وکړه او آغلې نجفي يې وډاروله. د آغلې نجفي قضيه يوه حقوقي مساله ده نه سياسي وامنيتي، ولې له بده مرغه هغه د څارنوالۍ، محکمې او قضا پر ځای په شپه کې امرالله صالح له لورې چې هغه وخت د ملي امنيت مشر وو پر مرګ وګواښل شوه، نو کرزی خپله يو اخلاقي، عندالله او عندالرسول مجرم هم دی چې نه يوازې پر دغه موضوع يې سترګې پټې کړي، بلکې د هغه ټاکنو ته يې هم لاره برابره کړه. ټاکنې يې هم له خنډ وځنډ او له بې اعتبارۍ سره مخ کړې چې د جانکيري پر منځګړيتوب خبره پر سياسي معاملې تمامه شوه.

 

ډاکټر عبدالله خپله له واکه په ناوړه ګټه تورن دی. له هر څه مخکې ورته د خپلې ډلې ګټې مهمې دي، نو هغه به څنګه د هېواد ملي ګټو، اداري اصلاحاتو او سمون ته ژمن پاتې شي؟ همدغه وجه ده چې صلاح الدين رباني ته د سولې شوری مشري او ورپسې د بهرنيو چارو وزارت ورکړل شو. د مزار د غلو سرلښکر له کلونو راهيسې د بلخ ولايت برمته کړی او څوک يې له دندې نه شي ګوښه کولای، بلکې لا مرکزي حکومت ته ګواښنې هم کوي. دا لا هم وايی چې زه له ولسمشر، وزير او له نورو خبر نه يم، نو بيا دا علی الاطلاق باغي ولې دولتي معاش خوري او ولې ځان د دولت لوړ پوړی چارواکی بولي؟ همداسې يې له مسعودخېلو راواخله تر قانوني، محمدي، خيالي مارشال، ملا معنوي او نور درواخله چې هر يو يې ځانته خپله شکوڼه کړې او له هر چا زيات لا همدوی نازول کيږي.

 

لويه برتانيا چې د اسرائيلو او پاکستان په رامينځته کولو کې اساسي رول لرلو او نن يې هم پر ډېرو نارواوو  او نادودو سترګې پټوي. دا چې اسرائيلي سفير په دوبۍ کې د حماس قوماندان پر وژنه کې د انګليستان له جعلي پاسپورټونه پکې کارولي وو سخت غبرګون او ناخوښي څرګنده کړه له لندنه يې نوموړی سفير د همدغه جرم پر اساس وويست، خو دا چې زموږ د غلو سرلښکر د آصف مهمند په پېښه کې د لوی څارنوالۍ او سترې محکمې په نوم له درغلي مکتوبونو کار اخېستی او ګومارل شوي هيئت ته يې منلې ده چې دا کار يې خپله کړی دی، نو اوس دا د افغانستان د حکومت دنده ده چې له څېړنو او ارزونو وروسته نوموړی نه يوازې له ولايتي دندې لېرې، بلکې د قانون منګولو ته راکش کړي. ځکه چې نوموړي له دولتي امکاناتو او له دروغو او درغلۍ څخه په هوايي ډګر کې د انسان تښتونې او برمته کونې، بلکې پلار و زامن پر مرګ ګواښنه، زندۍ کولو او د سپي په شان د انسان داړنې په پېښه کې ښکېل دي چې دا يو ستر بشري جُرم دی چې يو خپلسری ولايتي و تنظيمي چارواکی يې له خپله واکه ناوړه ګټه پورته کوي.

 

ولس له تاسې هيله لري چې دغه پېښه سمه و عادلانه تعقيب او مرتکبين يې بايد خپله درنه سزا وويني چې بيا بل لوړ پوړی دولتي چارواکی د حکومت تر چتر لاندې په سړي تښتونه ((برمته کونه)) او ربړونه کې ښکېل نه شي.

 

دا چې ښاغلی Sir Menzies Campbell وايی چې ((له دې به بله د باور لويه ((ستره)) سرغړونه نه وي چې يو متحد د بل متحد ((يو ملګری د بل ملګري)) له پاسپورټونو نه ناوړه ګټه پورته کړي))، نو د بلخ والي چې له دولتي او تنظيمي واکه د انسان تښتونې ((برمته کونې))، ربړونې، پر مرګ ګواښنې، زندۍ کونې، غوږ خوړنې او دېته ورته په نورو سرغړونو، وژنو، اختلاس، حکومت او مشرتابه ته په نه درناوي او په بد اخلاقه چلند کې ښکېل دی، بايد وپوښتل شي او د خپلو جرمونو درنه سزا وګالي. زوړ کمونيست او دروغژن توبه ګار هم پخپله مجرم دی او بايد هغه هم د خپل جرم سزا وويني.

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

دوستم د اصف مومند د نيولو قضيه د عطا محمد نور خلاف دسيسه وبلله

http://www.taand.com/archives/94672

Britain expels Israeli diplomat over Dubai passport row

http://news.bbc.co.uk/1/hi/8582518.stm

د حکمتيار پر څرګندونو د جمعيت مشرانو توند عکس العمل وښود

http://www.taand.com/archives/94924

دوبۍ: د حماس د قوماندانو دوژلو په تور دوه فلسطنيان ونيول شول

http://www.benawa.com/details.php?id=33100

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply