افغانستان او د ټرمپ نوې ستراتیژي/ واحد فقیري

0 647

جمهورریس ټرمپ د دوشبنې په شپه د خپلي نوي ستراتیژي د معرفي کولو په ترڅ کي وویل: د افغانستان جنګ د امریکا په تاریخ کي اوږده جګړه ده، او دی پوهېږي چي د افغان لانجې امریکایان ستړي او ناامیده کړي دي.

هغه د خپلي نوي ستراتیژي پنځه اساسي اډانې داسي تشریح کړې: اول، نور به په افغانستان کي د امریکايي عسکرو د پاته کېدو لپاره کوم ټاکی تقسیم اوقات اعلام نه سي. دوهم، امریکا به په افغانستان کي د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د خپل ټول نظامي طاقت څخه کار واخلي. درېیم، امریکا به له پاکستان سره حساب او کتاب کوي، او د پاکستان دوه مخي به نور نه زغمي. څلرم، هند به د افغانستان په سیاسي ثبات او اقتصادي انکشاف کي فعاله ونډه اخلي. او بالاخره پنځم، امریکايي عسکر به د «ټروریستانو» سره د جنګ کولو لپاره عام و تام اختیارات ولري.

د متحده ایالات جمهورریس وویل: په اول سر کي زما فکر او باطن راته ویل چي له افغانستانه باید امریکايي عسکر راوباسم، مګر په سپینه ماڼۍ کي د خپلو سلاکارانو سره تر اوږدو مشورو راوروسته دې نتیجې ته ورسېدم چي دا جنګ باید وګټوو، او د عراق اشتباه باید تکرار نه کړو. هغه وویل موږ باید داسي شرایط ایجاد نه کړو چي په افغانستان کي یو کرت بیا سیاسي خلا تشکیله سي، او افراطیان وتوانېږي چي یو ځل بیا خپلي اډې او د ټرینګ مرکزونه جوړ کړي.

ټرمپ وویل: نور به د شرایطو سره سم تصمیم نیول کېږي. د عسکرو د زیاتولو او کمولو تقسیم اوقات او تاریخونه به مخکي له مخکي نه اعلامېږي. امریکايي قومندانان به د جنګ په میدانونو کي پوره صلاحیت لري چي څرنګه وسلې وکاروي. لنډه دا چي په اصطلاح جنرالان به جنګ چلوي. او د جنګ د ورځني مسایلو په باب به هغوی خپله فیصلې کوي.  ټرمپ  د قریب ۴۰۰۰ امریکايي عسکرو د استولو صلاحیت د دفاع وزارت ته ورکړ.

خو ټرمپ دا هم وویل چي د امریکا دا فیصله د کابل رژیم ته د «سپین چیک» معنی نه لري، او لدې وروسته به د امریکا مرستي د افغان حکومت د تعهد او پرمختګ سره تړاو لري.

ټرمپ پخپلي وینا کي وویل: لدې پس به د ده بر خورد له افغانستان سره  پراګماتیک وي نه ایدیالیسټیک.  هغه زیاته کړه چي امریکا به لدې وروسته د «ملتونو د جوړولو» کاروبار خوشي کړي، او یوازي به تروریستان وژني. ښاغلي ټرمپ په دې نطق کي پر دې ټکي څو ځایه ټینګار وکړ چي نور به امریکا خپله سیاسي طریقه او دیموکراسي پر نورو خلګو باندي نه تپي، او لدې وروسته به د امریکا خارجي سیاست پر صاف ریالیزم باندي راڅرخي.

هند او پاکستان:

جمهورریس ټرمپ وویل چي نور به د افغانستان مسلې ته سیمه ایز ګوري، او په منطقه کي به له ګاونډو هیوادونو څخه مرسته وغواړي. د ټرمپ په وینا کي یو مثبت ټکی دا وو چي پاکستان ته یو څرګند پیغام موجود وو. هغه وویل چي متحده ایالات به لدې راوروسته په پاکستان کي د افراطیانو پټنځایونه او اډې و نه زغمي. هغه وویل پاکستان د بلوا او فتنې استازي په خپل لمن کي ساتي. هغه زیاته کړه چي امریکا به نور په پاکستان کي د تروریستانو د پټنځایونو په باره کي سکوت و نه کړي.

هغه وویل: موږ پاکستان ته په بیلونهاوو ډالرو مرسته ورکوو، خو په عین زمان کي پاکستان هغو تروریستانو ته پناه ورکوي چي زموږ سره الان جنګېږي. پاکستان هرومرو باید دا پالیسي خوشي کړي، او سمدستي ئې باید خوشي کړي.

ټرمپ پخپله وینا کي پر هند باندي ږغ وکړ چي د دې ستراتیژي په کامیابه کولو کي مرسته ورسره وکړي. او دغه راز ئې هند دېته هم وهڅوی چي د افغانستان په بیاودانولو کي زیاتي اقتصادي مرستي وکړي. د افغانستان په مسایلو کي زیات دخیل سي.

د طالبانو سره مذاکرات:

جمهورریس ټرمپ په خپله وینا کي د طالبانو سره د سولي د خبرو لاره خلاصه پرېښوده. هغه وویل: تر ښه نظامي پرمختګ وروسته به د طالبانو د ځینو ډلو سره سیاسي روغه جوړه وسي.

د ټرمپ له وینې څخه سمدستي راوروسته، د متحده ایالاتو خارجه وزیر په یوې اعلامیې کي وویل: موږ د افغان حکومت او طالبانو تر مینځ د قید او شرطه پرته د مذاکراتو ملاتړ کوو. موږ پر خپلو ټولو بین المللي ملګرو په تېره بیا په سیمه کي پر خپلو دوستانو باندي ږغ کوو چي د افغانستان د سولي په پروسه کي زموږ سره ګډ کار او مرسته وکړي.

نیتجه:

د جمهورریس ټرمپ دا وینا تقریبا د ښاغلي اوباما د سترایتژي کاپي ده. صرف په کلماتو او عباراتو کي څه توپیر راغلی دی. که چیري امریکا د طالبانو سره سمدستي مذاکرات شروع نه کړي، نو د ټرمپ په اوله دوره کي به د افغانستان حالات د نن په څېر دوام ولري. خو که چیري د سولي خبري پیل سي، بیا نو اوسنۍ سیاسي محاسبه کاملا بدلېږي.

څرنګه چي د افغانستان جنګ ټرمپ ته میراث رسېدلی دی، نو بنا هیله دا ده چي ټرمپ د سولي او مذاکرات لاره غوره کړي، او د افغانستان جنګ ختم کړي.

لکه څنګه چي ښاغلي ټرمپ بار بار اعتراف کړی دی چي د افغانستان جګړه یو عبث جنګ دی، او اوږدول ئې د افغانستان او امریکا په شمول د ټولي سیمي په زیان دی. نو بنا هیله ده چي ښاغلي ټرمپ د افغانستان سیاسي حل لپاره شخصا خپله دخیل سي،‌ او د دې کشالې د حل لپاره یو غښتلی دپلوماتیک ټیم وټاکي.  سمدستي د طالبانو او نورو مخالفانو سره د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندي عمومي د سولي خبري شروع کړي. او د امریکا اوږد جنګ پخپله دوره کي ختم کړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply